کندهار والي په میرویس حوزوي روغتون کي د ناروغانو او زخمیانو څخه لیدنه وکړه او د دوی حال یې له نژدې واخیست

  د یکشنبې په ورځ «د کوچني اختر په لومړۍ ورځ» کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته ولاړ او هلته یې د ناروغانو او په بېلابیلو پيښو کي د زخمیانو څخه لیدنه وکړه، د هغوی روغتیايي حالت یې له نژدې وپوښتی، چي د عامي روغتیا وزارت مرستیال مولوي اسحق صاحب، […]

 

د یکشنبې په ورځ «د کوچني اختر په لومړۍ ورځ» کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته ولاړ او هلته یې د ناروغانو او په بېلابیلو پيښو کي د زخمیانو څخه لیدنه وکړه، د هغوی روغتیايي حالت یې له نژدې وپوښتی، چي د عامي روغتیا وزارت مرستیال مولوي اسحق صاحب، د کندهار د عامي روغتیا رئیس بسم‌الله باوري، د میرویس حوزوي روغتون آمر ډاکټر نعمت‌الله شېرزاد، د کندهار والي ځانګړیو استازیو حاجي حضرت‌‌علي او مولوي سلطان محمدصاحب او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

په پيل کي کندهار والي له ټولو ناروغانو او زخمیانو څخه د میرویس حوزوي روغتون د ټولو روغتیايي خدمتونو او اړوندو اسانتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړل او د میرویس حوزوي روغتون ټول کاري پرسونل ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو شپه او ورځ د ولس په خدمت کي تېره کړي او هم یې ورڅخه مننه وکړه، چي د اختر په دې شپو او ورځو کي هم خپلو دندو ته حاضر سوي.

همدا راز د میرویس حوزوي روغتون آمر ډاکټر نعمت‌الله شېرزاد وویل، د اختر په لومړۍ ورځ کندهار کي ۴۰ ټکرونه سوي، چي باید مسئولین په ښار کي پر تېز تګ راتګ باندي په کلکه بندیز ولګوي او هم یې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا او کاري پرسونل د زیاتوالي په برخه کي د کندهار والي څخه د همکاریو غوښتنه وکړه، چي د کندهار والي له لوري ورته د هر ډول همکاريو ډاډ وړاندي سو.

وروستیو کي کندهار والي د ناروغانو، زخمیانو، ډاکټرانو او نوکریوال روغتیايي پرسونل سره د اختر د مبارکۍ په موخه نغدي همکاري هم وکړه.