کندهار والي د کندهار ښار د مهمو چوکونو پر سر د مؤظفو امنیتي مجاهدینو سره د اختر مبارکي وکړه

  کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ ماښام «د کوچني اختر په دوهمه» د کندهار ښار د یوشمېر مهمو واټونو څخه لیدنه وکړه او پرمهال یې د چوکونو پر سر د مؤظفو امنیتي مجاهدینو سره د اختر مبارکي وکړه، چي د ځانګړو ځواکونو قومندان حافظ نظرمحمد حبیب یې هم ملتیا کوله. کندهار […]

 

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ ماښام «د کوچني اختر په دوهمه» د کندهار ښار د یوشمېر مهمو واټونو څخه لیدنه وکړه او پرمهال یې د چوکونو پر سر د مؤظفو امنیتي مجاهدینو سره د اختر مبارکي وکړه، چي د ځانګړو ځواکونو قومندان حافظ نظرمحمد حبیب یې هم ملتیا کوله.

کندهار والي د امنیتي مجاهدینو ستاینه وکړه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي د اختر په دې شپو او ورځو کي د خپلو کورنیو او خپلوانو څخه لیري یې د خپلو ولسونو د امنیت ساتلو په موخه خدمت ته ملا تړلې او همدا راز یې یادو مجاهدینو ته ډاد وړاندي کړ، چي ولایتي اداره به ستاسو غوښتنو او ستونزو ته هر وخت رسېدنه کوي.

همدا راز کندهار والي یادو امنیتي مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د ولس د هوسایني لپاره تل کلک امنیتي تدابیر ولري او د خلګو سره ښه رویه او ښه چلند وکړي.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۱۰/۲