کابل: د ښاروالۍ لخوا، په کارته سخي سیمه کې ناقانونه تاسیسات پاک شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) د کابل ښار د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري په کارته سخي سیمه کې ناقانونه هټۍ او غرفې ویجاړې او پاکې شوې. مخکې په دې ځای کې پر زرغونو سیمو او قبرونو یو شمېر فرصت غوښتونکو کسانو ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو، چې د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) د کابل ښار د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري په کارته سخي سیمه کې ناقانونه هټۍ او غرفې ویجاړې او پاکې شوې.
مخکې په دې ځای کې پر زرغونو سیمو او قبرونو یو شمېر فرصت غوښتونکو کسانو ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو، چې د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري ورته رسېدنه وشوه.
کابل ښاروالي د ښار په کچه له عامه تاسیساتو، پلو لارو او زرغونو سیمو ساتنه کوي او چاته به اجازه ورنکړي، چې په بېلابېلو پلمو عام ملکیتونه غصب کړي.