په ګرمسېر کي د قاریانو او حافظانو د فراغت په ویاړ جلسه جوړه سوه:

  نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د امیراغا په ساحه کي د مدرسه درالعلوم حقانیه له لوري د ښځینه او نارینه قاریانو او حافظانو د فراغت په ویاړ یو عظیم الشانه جلسه جوړه سوې وه. فارغین ټول ۱۲ کسان وه چي له جملې څخه ۴ ښځینه قاریاني، ۱ نارینه قاري او ۷ تنه […]

 

نن د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د امیراغا په ساحه کي د مدرسه درالعلوم حقانیه له لوري د ښځینه او نارینه قاریانو او حافظانو د فراغت په ویاړ یو عظیم الشانه جلسه جوړه سوې وه.
فارغین ټول ۱۲ کسان وه چي له جملې څخه ۴ ښځینه قاریاني، ۱ نارینه قاري او ۷ تنه نارینه حافظان فارغ سوي وه.

په یاده جلسه کي د ګرمسېر د اوسېدونکو ترڅنګ د لیرو پرتو سیمو څخه جید علماء کرامو، مسؤلینو، مجاهدینو او عامو وګړو هم ګډون کړی وو.

جلسه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو فارغینو ته مبارکۍ وویلې او همدا ډول یې د اسلامي نظام، دیني زده کړو او شریعت په اړه ګټوري ویناوي وکړې.
دوی له فارغینو غوښتنه وکړه چي ددیني علم په رسولو کي دي خپل دیني او الهي مسؤلیت اداء کړي.

د جلسې په وروستیو کي فارغ سوو حافظانو او قاریانو ته د ویاړ بګړۍ وتړل سوې او د فراغت اسناد ورکړل سوه.
یاد پروګرام په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۴ هـ ق