ننګرهار: د ښار په اوومه ناحیه کې د ۲،۸ کیلو مټره سړک د قیر کولو چارې پېل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اوومې ناحیې په موۍ مبارک سیمه کې د جلال اباد ښاروالۍ په مالي لګښت د نهر غاړې سړک ۲،۸ کیلو مټر په اوږدوالي، ۱۰ مټره په پلنوالي چې ۷ متره یې خالص اسفالټ (قیر ریزې) ده او یو نیم متر دواړو خواوو ته شولډرې شاملې دې، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د اوومې ناحیې په موۍ مبارک سیمه کې د جلال اباد ښاروالۍ په مالي لګښت د نهر غاړې سړک ۲،۸ کیلو مټر په اوږدوالي، ۱۰ مټره په پلنوالي چې ۷ متره یې خالص اسفالټ (قیر ریزې) ده او یو نیم متر دواړو خواوو ته شولډرې شاملې دې، د جوړیدو چارې نن د یو خصوصي ساختماني شرکت “روښانه سهار” له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوې.

په دغه سړک باندي ۴۵ میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.

یاد سړک جوړیدو سره به سلګونه د سیمې اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شې، چې چارې به یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې شې.