لوګر: د قرآنکریم د حافظانو ترمنځ د حفظ او تجوید سیالۍ ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)په لوګر کې د حج او اوقافو ریاست لخوا د قرآنکریم د حافظانو ترمنځ د حفظ سیالۍ ترسره شوه. د حج او اوقافو رئیس مولوي فضل الکریم احمد خپلو خبرو کې وویل؛ دغه سیالۍ، چې د حفظ او تجوید برخه کې د حج او اوقافو وزارت په لارښوونه پر لاره اچول شوې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)په لوګر کې د حج او اوقافو ریاست لخوا د قرآنکریم د حافظانو ترمنځ د حفظ سیالۍ ترسره شوه.
د حج او اوقافو رئیس مولوي فضل الکریم احمد خپلو خبرو کې وویل؛ دغه سیالۍ، چې د حفظ او تجوید برخه کې د حج او اوقافو وزارت په لارښوونه پر لاره اچول شوې د لوګر د مرکز او ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۳۰ تنه حافظانو پکې ګډون کړی، چې اصلي موخه یې د حافظانو ملاتړ او تشویق او په راتلونکي کې د هېواد په کچه سیالیو کې د ګډون لپاره د مخکښو حافظانو ورپېژندل دي.

ښاغلي احمد زیاته کړه، چې په ولایت کې تر لسم نمبر مخکښو سیالۍ کوونکو ته تحایف او دغه راز د حج او اوقافو وزارت لخوا په کابل کې اول، دوهم او دریم نمبر ګډونوالو حافظانو لپاره نقدي جایزې هم په پام کې نیول شوي دي.