لغمان کې د ۷ کیلومتره نوي سرک د رغوني چارې پيل شوې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) د لغمان ولایت اړوند کرنج زرګرمالي سیمې څخه تر ومایه سیمې پورې د۷کیلو متره نوي سرک د رغونې چارې پيل شوې. د زرګرمالي او د ومایه ترمینځ دغه (۷) کیلومتره نوی سرک د نړیوال خوراکې پروګرام (WFP) لخوا د( ۵۱۶۰۰۰۰ ) افغانیو په مالي لګښت د کليود بیارغونې او پراختیا ریاست په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۶) د لغمان ولایت اړوند کرنج زرګرمالي سیمې څخه تر ومایه سیمې پورې د۷کیلو متره نوي سرک د رغونې چارې پيل شوې.
د زرګرمالي او د ومایه ترمینځ دغه (۷) کیلومتره نوی سرک د نړیوال خوراکې پروګرام (WFP) لخوا د( ۵۱۶۰۰۰۰ ) افغانیو په مالي لګښت د کليود بیارغونې او پراختیا ریاست په تخنیکي همکارۍ او (RRDPO) موسیسې له لوري د شپږ میاشتو په موده کې په ابتدايه ډول رغول کیږي چې په نوموړي سرک کې دورځي تر (۲۰۰) تنو کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده, چې دچارو په بشپړیدو سره به يې د سیمو اوسیدونکو ته د تګ او راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

مولوي زرکمر زياته کړه دافغانستان اسلامي امارت موخه داده چې دخپل امکان تر بريده هيوادوالو ته متوازن انکشاف په نظر کې نيولو سره عامه المنفعه پروژې تطبيق کړي.