لغمان: ١٣٧کورنیو ته دایمي سرپنا ګانې جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د لغمان ولایت د کډوالو چارو د ریاست په همکارۍ د UNHCRموسسې په مالي لګښت د WAW موسسې لخوا د علینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې او مسکین اباد ساحو او د مهترلام اړوند د عمرزیو د ساحې ١٣٧راستنېدونکو،داخلي بېځایه شوو او د سیمې بې وزله کورنیو ته، د٤٥٢١٠٠امریکایو ډالرو په ارزښت […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د لغمان ولایت د کډوالو چارو د ریاست په همکارۍ د UNHCRموسسې په مالي لګښت د WAW موسسې لخوا د علینګار ولسوالۍ اړوند د قصبې او مسکین اباد ساحو او د مهترلام اړوند د عمرزیو د ساحې ١٣٧راستنېدونکو،داخلي بېځایه شوو او د سیمې بې وزله کورنیو ته، د٤٥٢١٠٠امریکایو ډالرو په ارزښت دایمي سر پناه جوړیږي.

په دغه سرپناه کې هرې کورنۍ ته د ٣٣٠٠امریکایي ډالرو په ارزښت دوه اطاقونه ،یو پخلنځی او یو تشناب د نقشې سره سم په پام کې نیول شوي دی.

د کار د شروع کولو له پاره ورته د لمړني قیسط توزیع چې ١٣٢٠امریکایي ډالر په نظر کې نیول شوي وه د کډوالو چارو رﺉیس مولوي غلام الرحمن بلال او د ولایت مقام اداري رﺉیس مولوي صاحب جمالدین هاشمي په خپلو لاسونو پیل کړه.

د یادولو وړ ده چې یادو کورنیو سروې د کډوالو چارو دریاست او WAWموسسې د کډو ټيمونو له خوا څه موده وړاندې تر سره شوې وه.