‏ سالنګ کې د اور لګېدنې له امله لسګونو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) تېره شپه نهه بجې د سالنګ تونل کې د تیلو یوه ټانکر موټر د چپه کیدو له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوې چې له امله یې مسافرو او موټر چلوونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وایي، چې دننه په تونل […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۴) تېره شپه نهه بجې د سالنګ تونل کې د تیلو یوه ټانکر موټر د چپه کیدو له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوې چې له امله یې مسافرو او موټر چلوونکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح وایي، چې دننه په تونل کې په پوره ډول اور مهار شوی او د سالنګ وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی .
ښاغلي مصباح وویل:« کوم معلومات چې له مونږ سره شریک شوي په دې اور لګېدنه کې نهه ۹مسافر شهیدان شوي او تر دیرشو پورې نور ټپيان شوي دي، البته د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت ډېر ښه دی ، ځينې یې برسیرن ټپيان شوي او یو شمیر مسافر یو د ډېر دود له امله مسموم شوم شوي چې هغه هم مونږ د ټپيانو په ډله کې شمېرلي دي ».

په ورته مهال د بغلان امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسؤل مولوي شیراحمد برهاني بیا وویل چې د بغلان امنیې قومندانۍ او د خنجان ولسوالۍ د قومندانۍ پرسونل شمالي سالنګ ته د پېښې دټپيانو سره د مرستې او د ژغورنې عملیاتو په موخه تللي او تر ډېره پورې پولیسو مسافرو له سوځېدو ژغورلي دي.

دسالنګونو د حفظ او مراقبت د برخې مسؤلین هڅه کوي چې ژر تر ژره د سالنګ د پاکېدو عملیات ترسره او لاره د مسافرو پر مخ خلاصه کړي.