زابل: کلات کې له دیني مدرسې څخه ۱۶۰ تنه فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) زابل کلات ښار کې د شمس المدارس لويي دیني مدرسې څخه د قرات، حفظ، تجویدالقران، لويي او وړې دورې او د دارالإفتاء درجې زده کړو څخه ۱۶۰ تنه زده کوونکي فارغ او د ویاړ پګړۍ ور پر سر شوې. په دې پرتمینه فراغت غونډه کې د افغانستان سهیل زون، نومتو دیني […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) زابل کلات ښار کې د شمس المدارس لويي دیني مدرسې څخه د قرات، حفظ، تجویدالقران، لويي او وړې دورې او د دارالإفتاء درجې زده کړو څخه ۱۶۰ تنه زده کوونکي فارغ او د ویاړ پګړۍ ور پر سر شوې.
په دې پرتمینه فراغت غونډه کې د افغانستان سهیل زون، نومتو دیني عالمانو د افغانستان اسلامي امارت، جیدو علماء کرامو ، د کلات ښار اوسیدونکو او ځوانانو برخه درلوده.
ویناوالو نویو فارغ شویو کسانو ته مبارکي ورکړه او ترینه ویې غوښتل چې خپلو زده کړو ته دي لاهم پرمختګ ورکړي او اضافې زده کړې دي وکړي.
د شمس المدارس نني فارغین، د زابل ترڅنګ له یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم وو. د دې مدرسې مسؤلین وايي چې تدریس يې دوام لري او ژر ده چې نور ځوانان به هم په دیني زده کړو سمبال فارغه کړي.