د کورنيو چارو وزير د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۶)  خليفه صېب د اماراتو علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې وکړې، په دغې ناسته کې دواړو لورو د دبۍ او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان د امنيت او اقتصاد په برخه کې غوره لاسته راوړنې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۶)
 خليفه صېب د اماراتو علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو خبرې وکړې، په دغې ناسته کې دواړو لورو د دبۍ او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان د امنيت او اقتصاد په برخه کې غوره لاسته راوړنې لري همدارنګه خليفه صېب د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دُبۍ قنسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: افغانستان سره تعامل د ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ ته په ګټه دی.
هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تېروتنه کوي، ځکه چې  افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زمونږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي.
د کورنيو چارو وزير  زياته کړه، د افغانستان اوسنى اسلامي نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنيو عايداتي سرچينو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د مخدره توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى ده او په دغې برخه کې مبارزه روانه ده.
تر څنګ يې خليفه صېب وويل چې مونږ له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي يو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخيستي،افغانستان د نړۍ يوه  ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.
ښاغلي عمر حبتور الدرعي وویل: اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې مونز يې هواري ته سترګې په لاره یو..
ښاغلي عمر زیاته کړه:  افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې مونږکوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نوري نړۍ پوري هم رسوو.
یاد پلاوي د کورنیو چارو وزیر ته  له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نیوی یې خپل أخلاقي مکلفیت وګاڼه.
خليفه صېب یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه وویل: د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پرنارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.