د کمال‌خان د تراکوکانال د ټینګیدو کارونه بشپړ شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) د هلمند د سېندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي سيد محمد ولي “آغا” وايي، د نیمروز ولایت د کمال‌خان بند د تراکو‌کانال د تحکیم کاري چارې د لاندې هلمند د سېندیزې فرعي حوزې (زرنج) ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ولایت مقام، د اوبو د څخه د ګټه اخېستونکو ټولنې او د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) د هلمند د سېندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي سيد محمد ولي “آغا” وايي، د نیمروز ولایت د کمال‌خان بند د تراکو‌کانال د تحکیم کاري چارې د لاندې هلمند د سېندیزې فرعي حوزې (زرنج) ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د ولایت مقام، د اوبو د څخه د ګټه اخېستونکو ټولنې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ په شپږو ورځو کې بشپړ سول.

د لاندې هلمند د سېندیزې فرعي حوزې (زرنج) رئیس، زياته کړه چې په دې کار کې ٢٩ ګبيون بکسونه (د تللو د مخنيوي لپاره کارول سوي) او ١٥٠٠ پارسلان کارول سوي، ترڅو اوبه د زرنج ښار ته د تګ په صورت کې د تراکو‌کانال  څنډې لمنځه ولاړې نسي.

‌د يو بل خبر له مخې، د نيمروز ولايت يو شمېر ځمكه والو او كروندګرو د لاندې هلمند د سېندیزې فرعي حوزې (زرنج) له تخنيكي سلاکار منصور “عمري” سره وکتل او د خپلو کروندو په اړه يې معلومات وړاندې كړل او وویل، که چېري اوبه په په وخت سره ونه رسېږي، کروندې به له منځه ولاړې سي.

په دې لیدنه کې د يادې ادارې تخنيکي سلاکار، منصور “عمري” وويل، چې د کمال‌خان‌بند په کاسې کې د اړتیا وړ اوبه نسته او د یوې دروازې د پاکولو چارې روانې دي.

ځمکوالو او کرونګرو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په پای کې ۵ تنه (۲ تنه انجینران او ۳ ټنه د کروندګرو استازي) وټاکل سول ترڅو د کمال‌خان‌بند څخه و زرنج ښار ته څرنګه د اوبو مخ خلاص یا هم لاره ورته برابره کړي چې اوبه زرنج ته راشي.