د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره تلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ د غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې. په پيل کې متقي صاحب نوموړي ته ددې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړل […]

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ د غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې.
په پيل کې متقي صاحب نوموړي ته ددې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړل او د شهيدانو د شهادت د قبوليت دعا يې وکړه نوموړي هيله وښوده چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې ددې قربانيو په نتيجه کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
متقي صاحب يادونه وکړه چې افغانستان هم د زياتو قربانيو په نتېجه کې خپلواکي تر لاسه کړې او د فلسطين مجاهد ولس ته یې د استقامت، ثبات او صبر هيله وکړه.
ورپسې ښاغلي اسماعیل هنيه د متقي صاحب له تسليت او غمرازۍ شريکولو څخه مننه وکړه او د شهيدانو د شهادت قبولتیا دعا يې وکړه.
نوموړي وويل: د افغانستان ملت دازادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو، اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پيروزينې وړاندې کړې.