د هلمند په ټولو ولسوالیو کي د کوچني اختر د عیدګاه لمونځ په سوله ییزه فضاء کي اداء سو:

  نن د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وه، دا اختر له نورو اخترونو ډېر متاوفت وو، زموږ زورېدلو هیوادوالو دا ځل یو بې ساری اختر ولمانځی، داسي اختر چي پکښي د جګړې او بد امنۍ ټغر ټول سوی وو. دا ځل د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کي ځایي اوسېدونکو له کوم ډار، ویري […]

 

نن د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وه، دا اختر له نورو اخترونو ډېر متاوفت وو، زموږ زورېدلو هیوادوالو دا ځل یو بې ساری اختر ولمانځی، داسي اختر چي پکښي د جګړې او بد امنۍ ټغر ټول سوی وو.

دا ځل د هلمند ولایت په ټولو ولسوالیو کي ځایي اوسېدونکو له کوم ډار، ویري او د جګړو له خواشینونکو فکرونو پرته، د سولي، امن، خوشحالۍ او ورورګلوي په فضاء کي د نېکمرغه کوچني سوله ییز اختر د عیدګاه لمونځ اداء کړ.

د هلمند اوسېدونکي دا ځل د تېرو اخترونو په پرتله ډېر زیات خوښ ښکارېدل، ځکه دا ځل یې اختر په داسي حال کي ولمانځی چي له ګران هیواد څخه د جګړو، بد امنیو او اشغال لمن ټوله سوې او پر هیواد مو بشپړ اسلامي نظام حاکم سوی.
د یادوني وړ ده چي په مرکز لښکرګاه کي هم زرګونو کسانو د کوچني اختر د عیدګاه لمونځ اداء کړ.

هېره دي نه وي چي د هلمند په ټولو ولسوالیو کي د امیرالمؤمنین اختریز پیغام چاپ او پر مسؤلینو، مجاهدینو او عامو خلګو ووېشل سو.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۱۰/۱ هـ ق