د فراه ولایت په مرکزي جامع جومات، ولسوالیو او کلیو کې د کوچني اختر لمونځ په ډاډمنه فضا کې ترسره شو.

  فراه باختر خبري آژانس ۱۴۴۳/۱۰/۱ ۱۴۰۱/۰۲/۱۱ د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وړوکي اختر لمونځ خورا د امن، سولې، خوښۍ او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شو، درنو هیوادوالو په ډیره ارامه او سولیېزه فضا کې اختر ولمانځل او په ټولو جوماتونو کې د ا.ا.ا د امیرالمومنین شیخ صاحب هیبت الله […]

 

فراه باختر خبري آژانس
۱۴۴۳/۱۰/۱
۱۴۰۱/۰۲/۱۱

د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وړوکي اختر لمونځ خورا د امن، سولې، خوښۍ او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شو، درنو هیوادوالو په ډیره ارامه او سولیېزه فضا کې اختر ولمانځل او په ټولو جوماتونو کې د ا.ا.ا د امیرالمومنین شیخ صاحب هیبت الله اخوندزاده د اختر د مبارکۍ پیغام هم خلکو ته واورول شو.

د لمانځه تر ادا کولو مخکې ګڼو علماء کرامو د اسلام د سپیڅلې دین په اړه بیلا بېلې ویناوې وکړي او خلک یې یووالي ته را وبلل.

د فراه ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” وویل؛ چې د اوسني نظام او هیواد ساتنه د هر وګړي مکلفیت او دنده ده، ده زیاته کړه؛ اوس موږ او تاسو اړ یو، چې د دې نظام او خاورې ساتنه وکړو، ځکه چې دا یو اسلامي نظام دی، په یو کس، ډلې او قبیلې پورې اړه نه لري، نو راشئ چې د دې نظام په ګډه ساتنه وکړو.

بل خوا د فراه د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالغفار “رحماني” بیا وویل؛ چې هیچا ته به اجازه ور نه کړو، چې زموږ تر منځ د بې یووالي او د هیواد د ټوټه ټوټه کیدو هڅه وکړي، ده وویل، چې دا یوازې د امارت، مجاهد، ملا او یا کوم بل کس خبره نه ده، دا د یو هیواد او د هیواد د ټولو اوسیدونکو خبره ده، که هر څوک د دې ناوړو خوبونو هڅه کوي، نو خوبونه به یې شنډ او له ماتي سره به مخ شي.
……
نماز عید سعید فطر با حضور هزاران تن در مسجد جامع مرکزی، قریه‌جات حومه شهر و در تمام ولسوالی ولایت فراه در فضای امن و آرامش برگزار گردید.

خبرگزاری باختر فراه
۱۴۴۳/۱۰/۱

نماز عید سعید فطر
در مرکز و ولسوالی های ولایت فراه، با حضور هزاران نمازگزار در فضایی سرشار از صلح، آرامش، شادی و صمیمیت برگزار شد.
در تمامی مساجد پیام تبریک عیدی امیرالمومنین شیخ صاحب هبة الله آخوندزاده به گوش همگان استماع شد.

پیش از اقامه نماز در عیدگاه مرکزی، تعدادی از علمای دین به سخنرانی در مورد دین مقدس اسلام پرداختند و مردم را به اتحاد و اخوت دعوت کردند.

مولوی عبدالکریم «جهادیار» معاون والی فراه گفت؛ حفاظت از نظام کنونی، وظیفه‌ی هر شهروند است، پس ما و شما باید به پاسداری از این نظام و سرزمین خود تلاش کنیم؛ زیرا نظام کنونی، اسلامی است و متعلق به یک شخص، گروه و قبیله‌ای نیست.

از سوی دیگر، مولوی عبدالغفار «رحمانی» رئیس امر بالمعروف و نهی از منکر در فراه، تاکید کرد که ما اجازه نخواهیم داد تا کسی تلاش کند بین ما اختلاف افکنی کند. او گفت این سخن، تنها سخن من، مجاهد و یا ملا نیست، بلکه تمامی افراد این نظام چنین تعهد دارند.
ریاست اطلاعات وفرهنگ.
۱۴۴۳/۱۰/۱ق.