د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د م.م له پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) نن ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارک پوتزل سره ولیدل. ښاغلي مارک پوتزل وویل چې په افغانستان کې به د یوناما ماموریت او افغانانو ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري. ‏هغه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) نن ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارک پوتزل سره ولیدل.
ښاغلي مارک پوتزل وویل چې په افغانستان کې به د یوناما ماموریت او افغانانو ته د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري.
‏هغه وویل یوناما د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر منځ د پل حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو تر منځ واټن پای ته ورسوي.
هغه وویل ملګري ملتونه د افغانانو دین اوکلتور ته درناوی لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوی عبدالکبیر د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه
‏د ریاست سیاسي مرستیال وویل چې د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او ملګري ملتونه باید په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپاري.
نوموړي وویل اسلامي امارت د ملګرو ملتونو نقش ته د قدر په سترګه ګوري هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له نړۍ سره نیک تعامل غواړي
‏او یوناما دې ورسره په دې اړه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه په اوسني حکومت کې د هر قوم او هرولایت خلک شته او لاهم هڅه کېږي چې د هرقوم او سیمې متخصص او هیواد ته ژمن خلک په حکومت کې ځای شي.
‏نوموړي وویل چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړه د هر افغان حق بولي اودافغانانو دمذهب او فرهنګ په رڼا کې دښځو دزده کړو او کار لپاره دمناسب چاپېریال په رامنځته کولو بوخت دی او پدې اړه دنړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.
‏هغه روښانه کړه چې دافغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دنورو پرضد وکاروي او پدې اړه موجودې بې بنسټه ادعاوې ردوي.
نوموړي زیاته کړه چې دافغانستان اسلامي امارت نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهي اونه بل چاته د دې کار اجازه ورکوي.