د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ساختماني چارو له یو شمېر پانګوالو سره وکتل

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۱۷ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدارماڼۍ کې د کابل ښار د ساختماني چارو له یو شمېر پانګوالو سره وکتل. په دې ناسته کې حاجي ولي او حاجي فضل د نورو په استازیتوب د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې […]

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۱۷

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدارماڼۍ کې د کابل ښار د ساختماني چارو له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

په دې ناسته کې حاجي ولي او حاجي فضل د نورو په استازیتوب د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، په کابل کې ښار کې به خپلې نیمګړې پروژې تکمیل او ترڅنګ به یې په هېواد کې یو شمېر نورې معیاري ودانۍ هم ورغوي.

دوی وویل، په تېره اداره کې موجود اداري فساد او د ځینو مقاماتو شخصي علایقو او اغراضو د دوی چارې له خنډ او ځند سره مخ کړې وې، خو د اسلامي نظام په حاکمیت سره یادې ستونزې هوارې شوې دي.
يادو ويناوالو د ساختماني چارو د پانګوالو یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، ټولې امارتي ادارې به له هغو پانګوالو او سوداګرو سره همکاري کوي چې د هېواد د آبادۍ لپاره پانګونه کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي