د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس د زرګرانو اتحادیې استازو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د زرګرانو اتحادیې استازو سره په ارګ کې وکتل. په پیل کې، حاجي سید کریم، حاجي اسدالله خوستي او عبدالمعروف اوریا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د زرګرانو اتحادیې استازو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې، حاجي سید کریم، حاجي اسدالله خوستي او عبدالمعروف اوریا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت په حاکمیت د خوښۍ ترڅنګ يې د زرګرانو د لا ښه امنیت، د مالیو کموالي، د سرو زرو په صادراتو او وارداتو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د پاسپورټونو او ویزو په اړه یې خپلې ستونزې او وړانديزونه شریک کړل.

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په تېرو شلو کالو کې ټول هیوادوال ځورېدلي او هر کور ستونزې، غم او درد ګاللی دی، مګر لله الحمد د اسلامي امارت حاکمیت سره دا هر څه پایته رسېدلي یا به ورسېږي او نور د دې وخت راغلی چې د ملت زخمونه ټکور شي.
نوموړي زياته کړه، موږ به ستاسو ستونزې اړوندو ادارو او مسوولینو سره شریکې کړو چې د حل په برخه کې یې مرسته او اقدامات وشي. د ښاروالۍ او بېلابېلو ادارو د ستونزو حل په موخه کمېسیون او مختلف پلاوي ټاکل شوي دي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د هیواد د ابادي لپاره امنیت او اقتصاد دواړه مهم وبلل زياته يې کړه، د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین شپه او ورځ د امنیت د لا ښه تامین هڅې کوي.

د رياست الوزرا دفتر عمومي رئيس د خپلو خبرو پای کې وويل، د اقتصاد پياوړتيا لپاره د سوداګرو، پانګه والو او ستاسو زرګرانو هلې ځلې او همکاري مهمه ده، ترڅو بهر ته د هیوادوالو د تګ مخه ونیول شي او اسلامي امارت د ولس هوساینې او ګټو ته ارزښت ورکوي