د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ غونډه کې، په هیواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه وارزوله

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ننني غونډه کې په هیواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه وارزول شوه. د غونډې په پیل کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محترم ډاکټر قلندر […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ننني غونډه کې په هیواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د ایجاد طرحه وارزول شوه.

د غونډې په پیل کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محترم ډاکټر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د ضرورت او د هیواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هیواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات ورکړل.

وروسته د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هیواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

په پاي کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو په موخه د مسوول ټیم د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو په موخه د طرحې برابرولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.