د رياست الوزرا سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۲۷مه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا او ورسره مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څخه […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۲۷مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څخه مننه وکړه چې ټولو هیوادوالو ته یې دا زمینه برابره کړې چې په ازادانه ډول ورسره وګوري او خپل مشکلات ورسره شریک کړي چې په وینا یې، دا د حکومتولۍ غوره ځانګړنه ده.
نوموړې وویل، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بیا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په مختلفو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

د هغې په وینا، د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت دی.

نوموړې هیله وښوده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په ګډون سره به د افغانستان حقیقي انځور منعکس شي او زیاته یې کړه، په دې ناسته کې به د هیوادونو له استازو سره د اسلامي امارت پلاوي ته د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ناستو او د نظرونو تبادلې فرصت برابر شي.

نوموړې له پاکستانه د افغان کډوالو په اجباري اخراج اندېښنه وښوده وې ویل، دغه موضوع به د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

د هغې په خبره، پاکستان ته یې د سفر پر مهال دغه ستونزې او اندیښنې د ياد هيواد له چارواکو سره شريکې کړې دي.

په دې ناسته کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی واؤسي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او یوناما په دې برخه کې مهم رول ادا کولی شي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي، باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي.

هغه د نړیوالو لخوا په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په چارواکو بندیزونه غیر عادلانه وبلل او زیاته یې کړه، دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې ده.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له روزا اوتنبایوا څخه هیله وکړه، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه بیان کړي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د ښاغلي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور له مثبتو ټکو سره موافق دی، خو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره توافق نه لري.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې امنیت تأمین دی، د مخدره توکو د تولید او قاچاق، د اداري فساد او جرمونو مخه نیول شوې او افغانان هوسا ژوند کوي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت دنیا ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیچا ته مشکل نه جوړیږي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، له افغانستان څخه د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډي ته امنیتي مشکلات نه دي جوړ شوي، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په افغانستان پورې اړه نه لري.