د افغانستان او ايران ترمنځ پولو د ستونزو حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۷مه د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست په مشرۍ د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست او د ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو تر منځ د ايران د سرحدي پولو د ستونزو حل او په صفري نقطو کې د پيلرونو جوړولو په اړه […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۷مه

د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست په مشرۍ د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست او د ملي دفاع، بهرنيو چارو، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو تر منځ د ايران د سرحدي پولو د ستونزو حل او په صفري نقطو کې د پيلرونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۷مه/سلواغې ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د دفاع او امنيت رئيس مولوي محمود شاه زاهد وويل چې اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ له مخې له هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړيکې غواړي، نو په همدې اساس هڅه کيږي چې له ايران سره په سرحدونو کې شته ستونزو ته اساسي حل لارې ولټول شي ترڅو په دې برخه کې ستونزې رامنځته نشي.
د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه هر اړخيز بحث وکړ او له ايران سره په صفري نقطو کې د نويو پيلرونو جوړولو ټينګار وشو، ترڅو له دغه هېواد سره وخت په وخت په دې اړه پېښېدونکو ستونزو مخنيوی وشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او ټرانزيټ په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.
همدا راز په غونډه کې د نويو پيلرونو جوړولو او پخوانيو نيمګړو چارو سرته رسولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ شتون هم اړين وبلل شو، ترڅو په دې برخه کې ستونزو ته دايمې حل لاره پيدا شي.
په غونډه کې په دې اړه د نورو ناستو جوړولو ژمنه وشوه او دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعای پای ته ورسېده.