دکابل ښار د احمدشاه بابا مېنې د نهم بلاک د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د تیږو فرش په شکل د ۲۶ فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۲) ښاري او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په نهم بلاک کې د تیږو فرش په شکل د ۲۶ فرعي سړکونو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د خدماتي پروژو آمر محمد فهیم درانی وايي چې، یاد سړکونه ټولټال ۸۲۹۸ متره اوږدوالی او له ۶ تر ۷ متره پورې پراخوالی لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې په بنسټیزه توګه د ۱۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.
تر دې دمه د یادې پروژې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکو څو میاشتو پورې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د تیږو فرش په شکل د سړکونو جوړول د ځمکې د سر اوبو د جذب په برخه کې ګټه لري او د دې ترڅنګ له ډېر مقاومت څخه برخمن دي.
د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو ریاست انجنیران پر وخت د کار د کیفیت له څرنګوالي څخه څارنه کوي.