تېر دوه اونیو کې بغلان کې څه باندې ۸۰۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې ویشل شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې چې دوه اونۍ کیږي د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش په دې ولایت کې پيل کړی څه باندې اته ذره پېژندپاڼې یې په مراجعینو ویشلي او د څه باندې ۲۵ ذره پېژندپاڼو کارونه بشپړ کړي دي. مولوي ګل رحمن رحماني د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې مشر […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې چې دوه اونۍ کیږي د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش په دې ولایت کې پيل کړی څه باندې اته ذره پېژندپاڼې یې په مراجعینو ویشلي او د څه باندې ۲۵ ذره پېژندپاڼو کارونه بشپړ کړي دي.

مولوي ګل رحمن رحماني د بغلان د احصایې او معلوماتو ادارې مشر وايي، چې څه باندې دوه نیمې میاشتې وړاندې د بغلان د احصایې او معلوماتو په اداره کې د پېژندپاڼو ویش د خامو موادو د نه شتون او یو لړ تخنیکي ستونزو له امله په ټپه درېدلی وو خو دوه اونۍ کیږي چې فعالیت یې پیل کړی او په همدې دوه اونیو کې یې د ۲۵ زره پېژندپاڼو کارونه بشپړ کړي او څه باندې اته ذره پېژندپاڼې یې په مراجعینو ویشلي دي.