بغلان: په ۱۲ ولسوالیو کې د سرخکان او پولیو واکسین کمپاین پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د بغلان د عامې روغتیا ریاست له لوري ددې ولایت په دولس ولسوالیو کې د پولیو او سرخکان کمپاین د لسو ورځو لپاره پیل شو. ډاکټر مسعود احمدي د بغلان د عامې روغتیا رییس د باخترآژانس سیمه ایز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاین د ۱۴ کوردیناتورانو،۳۴ سوپروایزرانو او ۱۰۶ څلور […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د بغلان د عامې روغتیا ریاست له لوري ددې ولایت په دولس ولسوالیو کې د پولیو او سرخکان کمپاین د لسو ورځو لپاره پیل شو.
ډاکټر مسعود احمدي د بغلان د عامې روغتیا رییس د باخترآژانس سیمه ایز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاین د ۱۴ کوردیناتورانو،۳۴ سوپروایزرانو او ۱۰۶ څلور کسیزو ټیمونو پر مټ پلی کیږي چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ ذره ماشومانو ته د پولیو او سرخکان واکسین ورکول کیږي.
په دې کمپاین کې له پنځو کلونو کم سنه ماشومانو ته د پولیو واکسین او د نهوو میاشتنو او پنځه کلونو ترمنځ ماشومانو ته د سرخکان واکسین ورکول کیږي.