اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د هلمند اطلاعاتو فرهنګ ریاست او هلمند ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه:

نن شنبه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیرمحترم ملا خیرالله خیرخوا صاحب چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي چارو معین او د اسلامي امارت ویاندمحترم  ذبیح الله مجاهد صاحب،دتاریخي ابداتو معین محترم مولوي عتيق الله عزيزي صاحب او د ځوانانو چارو معین محترم ملا فيض الله تمیم صاحب یې ملتیا کول د اطلاعاتو او فرهنګ […]

نن شنبه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیرمحترم ملا خیرالله خیرخوا صاحب چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي چارو معین او د اسلامي امارت ویاندمحترم  ذبیح الله مجاهد صاحب،دتاریخي ابداتو معین محترم مولوي عتيق الله عزيزي صاحب او د ځوانانو چارو معین محترم ملا فيض الله تمیم صاحب یې ملتیا کول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست  کارکوونکو ، سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو ژورنالیستانو او هلمند ملي راډیو تلويزیون له همکارانو او ژورنالیستانو سره ولیدل .

 

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم  حافظ عبدالباري  راشد صاحب دښاغلي وزیر ملا خیرالله  خیر خواصاحب او ورسره راغلي پلاوي  تود هرکلي وکړ او ددې تر څنګ یې  ددې ریاست پرمختګونه،  ستونزي او خنډونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته د حل په موخه وړاندي کړه.

 

همدا راز ښاغلي حافظ راشد. وراغلي پلاوي ته ددې ریاست راتلونکي پلانونه وړاندي کړه او د وزارت د لا همکارۍ هیله یې وښوده.

 

ښاغلي خیر خواه د هلمند د اطلاعات او فرهنګ د رئیس حافظ عبدالباري ( راشد)  له فعالیتونو او کړنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه  چي دې ولایت ته دده په راتګ سره د یاد ریاست په فعالیتونو کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.

 

اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د اطلاعات او فرهنګ ریاست کارکونکو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه ددې ریاست د ټولو کارکونکو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کوي.

 

ښاغلي خیر خواه ددې ریاست کارکوونکو ته د خبریالانو سره چلند، دندي ته پر وخت راتګ او تاریخي ابداتو ساتني په تړاوو یو لړ سپارښتني وکړې.

 

ښاغلي خیرخوا همدا راز د هلمند ملي راډیو تلویزیون د کار کوونکو سره ولیدل او د هغوی ستونزي یې د حل په موخه واوریدلې.

 

اطلاعات او فرهنګ سرپرست وزیر د هلمند ملي راډیو تلویزیون د آمر محترم مولوي نظرمحمد ( زاهد) له کړنو د ستایني تر څنګ د ملي راډیو تلویزېون اوسني پرمختګونو ، بدلونونو  او اسلامي نشراتو ستاینه وکړه.

 

اطلاعات او فرهنګ وزیر وویل  چي اطلاعاتو ته د ژورنالیستانو  لاسرسی د اسلامي امارت  له اساسي پروګرامونو څخه دی ښاغلي خیر خوا د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز او د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو  ترمنځ د دوامداره همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

ملا خیر الله خیرخوا د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چي د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅه کوي چي د خبري ناستو، کنفرانسونو او ځانګړو مرکو په تر سره کولو سره د اړتیا وړ معلومات د رسنیو او خبریالانو په واک کي ورکړي تر څو دوی ته د خبري پوښښ لپاره ښه زمینه برابره سي پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه خبر جوړ کړای سي او حقایق ټولني ته وړاندي کړي .

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ملي راډیو تلوېزیون یو شمېر کارکونکو ته د تشویق او هڅوني په موخه ستاینلیکونه هم ورکړل .

 

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲ هـ ق