د باګـرام زنـدان څـخه، راخلاص شوي پیاوړي قومندان عبدالله (حسیني )، سره مرکه :

له څرک مجلي نه په مننه دازمیښتوکور، د دښمن دخندا اوددوستانو دتجربی ځای دي، لیکن زندان دعبرتونو درسګاه، دزغم او ترخو غړه پونو دتیرولویو پوهنځای هم دی. (مولوي عبدالله حسیني) پوښتنه:  جناب مولوي صاحب ! ستاسوعلمي اوجهادي حیثیت له چاپټ ندی اودروان جهاد هرلاروی اوخواخوږی موله نوم سره اشنا دی، په هغه سربیره ، که دڅرک مجلې […]

له څرک مجلي نه په مننه

دازمیښتوکور، د دښمن دخندا اوددوستانو دتجربی ځای دي، لیکن زندان دعبرتونو درسګاه، دزغم او ترخو غړه پونو دتیرولویو پوهنځای هم دی. (مولوي عبدالله حسیني)

پوښتنه:  جناب مولوي صاحب ! ستاسوعلمي اوجهادي حیثیت له چاپټ ندی اودروان جهاد هرلاروی اوخواخوږی موله نوم سره اشنا دی، په هغه سربیره ، که دڅرک مجلې درنو لوستوالو ته، خپل لنډ تعارف وکړیاوهم دزوکړې اوزدکړې په اړه مناسب معلومات اوتوضیحات ولوروي ، لورینه به موي.

ځواب :

نوم  مې عبدالله او تخلص مې حسیني او په اوسني مهال کې مې په مختار شهرت پیداکړ، د پلار نوم مې حاجی محمدحسین دلوګر ولایت د محمداغې دولسوالی دبرګ د کلي اوسیدونکی په قوم احمدزی عیسی خیل یم، دخپل مشفق او دین دوسته پلار په پالنه مې په شپږ کلنی کې د باغبانانو د کمپ دمهاجرینو دکمشنرۍ مربوط په ابتدائیه مدرسه کې د ( ابتدايي لیک لوست او ناظره قرآن کریم) له زده کړې وروسته دباغبانانو د دارالنجاة والثقافة الشرعیه للاحناف په مدرسه کې ابتدائي دیني کتابونه وویل،  بیا مې د چراټ دجهاد کلي په(جامعه  اسلامیه محمديه)کې داخله واخستله او څلور کاله مې هملته دهیواد مشهور او نامتو علماو کرامو لکه شیخ الحدیث مولنا عبدالقدوس جان صاحب رحمه الله ، شیخ القرآن مولناالحاج محمدصادق رحمه الله ، شیخ الحدیث الحاج مولنا فضل الرحمن پکتیاوال

 

رحمه الله، استاذ الاساتذه الحاج سیدقریشی رحمه الله، استاذ الاساتذه الحاج مولنا نورمحمدثاقب دامت حیاتهم او نور وګڼو علماؤ کرامو نه دفنونو ګڼ کتابونه ولوستل، دطالبانوداسلامی تحریک د پیل په کال مې دهیواد نامتو او منل شوی عالم شیخ الحدیث ماهرالفنون  مولاناشهاب الدین دلاور دامت حیاتهم او استاذ الاستاتذه مولنا سیدقریشی رحمه الله نه  د فنونو ګڼ شمیرکتابونه ولوستل اوهم مې دجناب  شیخ القران  والحدیث  مولنامحمداسماعیل رحماني دامت حیاتهم څخه ځیني کتابونه ویلي ، دغه کال کتابونه مې لاختم شوی نه ؤ چې داسلامی تحریک څرک له قندهار څخه وځلید، نودکندهار دړومبیوسیموله فتحي پرته دنوروولایاتو د طالبانو په اولني کاروان کې مې د طالبانو له سپیڅلی تحریک سره ملګرتیا پیل کړه، څو کاله درس رانه پاته شو ، بیامې دخوست دجهادي مدرسه کې وړه دوره او په راتلونکي کال کې مې لویه دوره دحقانيه په نامتو جامعه کې سرته ورسوله او له همدي جامعې په ممتاز درجه فارغ التحصیل شوم، له فراغت نه وروسته مې په مختلفو مدارسو کې د تدریس چارې په مخ بوتلې ، دفنونو، فقهی ، تفسیر او احادیثو اکثر کتابونه مې تدریس کړي.

پوښتنه  :  پنځه کاله ، موپه بګرام کې دوحشي امریکایانوشکنجي وزغملي ، که مهرباني وکړی ، اوله درنو لوستونکوسره داجریان لږ شریک کړي ، چې په کومه  نیټه اوچیرته ونیول شوی ، اوکه دچاپي اچولوهغه شیبي په مختصرډول انځورکړی .

ځـــواب :

د  ۲۰۰۸ کال دسپتمبر په اوله نیټه دوحشي امریکایانو لخوا دلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالي د (الله دادخیلو) دکلی د یو دین دوسته مظلوم مسلمان په کور کې په داسې حال کې د نورو ۱۰ کسانو په ملګرتیا کې ونیول شوم چې مسلمانانو د رمضان المبارک د دویمې روژې دنیولو په اراده د پیشمني تیاری کاؤ، امریکایان په ډیر وحشت اول کورونو او وروسته په یوه وړوکې باغچه کې غلي غلي دمیلمنو حجرې ته په داسې حال کې راغلل)چې مونږ په خوب ویده ، اووسله هم نه وه راسره ، په ډیر وحشت ئې ټول ملګري ولچک کړل، پوښتنې ئې ډیرې ناترسه او رویه یی ډیره ظالمانه وه، اګر که چاپه په ما اوزماپه ملګرو وه او دخلکو دوینا په اساس له دی وړاندې په ټول لوګر کې داسې پراخه او همه ساحه نیونکې چاپه نه وه وهل شوې ، لیکن په اول وهلت کې دموږ  دنه پیژندلو په اساس چې ځانونه مو خټګر او مزدوران معرفی کړل دومره وحشت ونه کړلکه څومره چې دوي په کوم تکل راغلي ؤ، دلوګر بیس ته ئی یووړلو، درې ورځې هلته ؤ  او بیا د ملي امنیت د شش درک (۹۰) ریاست ته نقل شولو.

پوښتنه : امریکایانو چې کله تاسي  اسیرکړی ، ړومبي تورونه  یې په تاسي کوم ولګول اوستاسي عمده  ځوابونه  ورته څه وو.

ځواب :

امریکایانو له نیولو وروسته دافغان دولت او ایتلافی ځواکونو په خلاف دلوګر، کابل او نورو ساحو په مختلفو عملیاتو، دمجاهدینو په رهبري، او ددوی په ضد دامت دځوانانو په استخدامولوتورن کړم، زه پدې خبره معترف ووم چې یو دیني عالم، دمسلمان ولس روزونکي او دینی معلم یم، او نظریاتي له طالبانو سره ملګری یم، ځکه یواځې د اسلام د دین په اساس نه بلکې د بشریت دټولنې دهر قوم دقانون په اساس دخپل دین، وطن اوملي اودیني نوامیسو څخه ددفاع حق هرڅوک لري،البته امریکایانو او دهغوئ افغاني ملګرو په ما باندې دخپلو تورونوپه اثبات کې کوم اسناداوشواهدنه درلودل نو ځکه ئې زه خالص د طالبانود اسلامی تحریک دعضویت په بناءپه پنځه کاله بندمحکوم کړم، او ددوئ دقانون په اساس دولت ! دمجاهدینود عضویت په جرم کی د(۱۹) مادی په بنسټ له پنځه کاله زیات په چا باندي دبند حق نه لري، او هغه ئې ټول په ماباندی پوره بلکې زیات تیر کړل اودهمدی قانون په اساس چې زه د کومو تخفیفونو مستحق وم له هغو نه ئې تر اخره پوره محروم ساتلی ووم.

پوښتنه :  جناب حسیني صاحب ، شکنجي اوکړاوونه خوبه طبعازیات وو اوناشوني به وي چې په دغه مرکه کي  ځای  کړای شي، که  هسي دنموني په څیردامریکایانوهغه مظالم اوکرکجنه رویه په ګوته کړی چې تاسي اونورواسیران ورنه  ډیرپه تکلیف اوزجرکې وی

ځواب :

دامریکایانو اودهغوي د افغاني ملګرو شکنجې او کرکجنې کړنې له بندیانو سره ډیري بوږونکې اوانسانیت څپونکې وي، په امنیت کې د تحقیق په جریان کې هر نوعه شکنجی موجودي وي، وهل ، ټکول، ځوړندول، کیبل کاری ، په پلاس د بدن دغوښو شکول عادي خبري وې، البته دباګرام په زندان کې د بعضی استثنائې حالاتو نه بغیر په عامو حالاتو کې بدنی شکنجې ډیري نه وي ځکه دوي خلکو ته دا ظاهروله چې له بندي نه زمونږ په قانونکې یواځې ازادي سلبوو،نور د ټولو حقوقو نه مستفید کیدلای شي،خونه  یواځې ددوي په قانون کې چې  بندیانو کوم حقوق درلودل  هغه یې پوره نه ورکول بلکې په یوه او بله بهانه به یې بعضې بندیانو ته بدني شکنجي هم ورکولې ، دمثال په ډول بعضي نموني دلوستونکو په وړاندې ږدم

۱ – امریکایانو یو وخت قانون جاري کړوچې په پنځه څلویښت منټه کې دننه دننه به بندي یا خپل خوراک خوري او یا به ئی ناستو امریکائي پیردارانو ته بیرته ورکوي، د وړوکې دانی قدري شی به هم په پنجره کې دننه نه پاته کیږی، یوه ورځ  په یوه پنجره کې د انګور یوه دانه په نافهمی کې له بندیانو نه پاته شوې وه ، په مجازات کې یې  پوره یوه میاشت د پنجرې ټول ملګري په داسې ډول مجازات کړل چې د تفریح حق ئې ترینه واخیست، او په ۲۴ ساته کې يې هر بندي ته خالص دومره خوراک راوړ چې دوړوکې مڼي حجم ته هم نه رسیده او هغه هم په داسې کیفیت چې د ډبل روټۍ اوړه به ئې تقریبا له دوه دری دجوارو ، لوبیا او د الو له دانو سره په اوبو کی جوش کړي او بیرته په یخچال کې یخ کړي ؤ چې مواد به ئې ټول کنګل شوی ،بوی ناک او نفس نه قبلونکی ؤ او  له خوړلو سره به ئې په وجود کې دتعفن او د ډیر بد کیفیت احساس کیده،  حال دا چې ددوئ په قانون کې خالص مجرم دجزا مستحق وي، دمجرم دجرم په اساس بل چاته باید جزا ورنکړل شي لیکن دوی به دیوه بندي دجرم په اساس چې هغه به هم په نافهمي کې ترسره شوي ؤ ټولو د پنجری شریکوالوته  جزا ورکوله.

۲ –امریکایانو بل قانون جاري کړ چې  دغاښونودصفا کولو بورش په د څو منټه استعمال نه ورسته بیرته پیردارته ورکول کیږی ، نو یوه ورځ يې بورشونه تقسیم کړل، او ما خپل بورش لنډ وخت کې استعمال او بل ملګري ته مې ورکړ تر څو پیردار ته ورکړي او زه په اوداسه بوخت شوم، هغه ملګري اول خپل بورش ورکړ او پیره دار دهغه بورش دهغه د بورش په خلته کې واچاؤ، بیا ئې زما بورش دما د نمبر په یادولو سره ورکړ ،پیره دار چې زما نمبر واریده نو ماته دمجازات د دسیسې دجوړولو په اساس ئې زما بورش  قصداً په خپله په ځمکه وغورځاوه او بیايې پورته کړ او په خلته کې يې واچاوه، لږ شیبه ورسته یو امریکایی پوښتونکی راغی او زما نمبر يې واخیست ما ورته خپل ځان وښود چې زه یم، نو ده په ډیر قهرجنه لهجه پوښتنه وکړله چې دغاښونو بورش دې ولې په ځمکه غورځولی ده، ما ورته وویل چې زه خو نیم خبر کله ، چیرته او څنګه مې په ځمکه غورځولی ، ده وویل چې لږ مخکې پیردار بورش درکړی ؤاو تا د استعمال نه وروسته په ځمکه غورځولی ده، له همدې خبري سره متصل هغه بل ملګري راجګ شو او ورته يې وویل چې بورش پیردار ته ما ورکړ او پیره دار په خپلو ګوتو بورش له مانه واخیسته او بیا يې قصداً په ځمکه وغورځاوه اودا زمونږ استاذده او دلته بلکل  موجود نه وو، خپل اودس يې کاوه اوکه فرضادا ومنم چې بورش غورځول شوی نودا کار ماکړی ،زمونږ استاذ له دې خبرې بالکل خبر ندی،خوامریکایانوسره له دی چې په مايې دکوم جرم اثبات نه درلود درمضان المبارک دمیاشتې په مبارکوورځوکې يې زه کوټه قلفی ته مجازات دپاره ولیږلم تر څو مجارات هم ومومم  او ددې  مبارکو ورځوله اجتماعي عبادت او تدریس نه هم محروم شم ،ځکه دوئ ته معلومه وه چې دعلماؤ په څورولو ټول بندیان ځوریږي او له دیني تعلیم نه هم بې برخي کیږي او هلتهيې دمخکني ذکر شوي  خوراک په خوراک او نورو  ربړو په ګاللو سره مجازات کړلم.

۳ –بندیانو ددوی په قانون کې هره ورځ د سپورت او لوبو میدان ته د تفریح دپاره وتلو حق درلود، یووخت بندیانو لږد ارام ساه اخیستی وه اودرمضان المبارک دمبارکو ورځو په راتللو يې دعبادت دپاره ښه په شوق تهیه نیولی وه، لیکن امریکایانو کوښښ کاوه چې په دې ورځو کې بندیان وځوروي او هر وخت به چې کله بندیانو لږد آرام ساه واخیستله نو دوی به یوه دسیسه ورته جوړه کړله اودمجازات دپاره به ېې بهاني ورته لټولي، یوه ورځ بندیان د تفریح میدان ته وتلي وو ، چې کله بیرته خپلې پنجري ته راوګرځیدل نو ګوري چې قرآن کریم په ډیرې بې حرمتۍ سره د پنجري  په دروازه کې پروت ده، د رمضان المبارک ورځي وي ، دبندیانو احساسات جوش واخیستل او شورش ېې شروع کړ او په نتیجه کې ېې په لسګونو بندیان دکوټه قلفی مجازات ته د نورو مجازاتودګاللولپاره د ډیر وخت دپاره ولیږل، البته امریکایانوبه اکثراً  داسې کارونه په افغاني اجیرو ترجمانانو سرته رسول، او په دی کار سره به ېې ځانونه  دقانون له ملامتیا نه  ظاهرا بچ ساتل .

خلاصه : امریکایانو اګر که تظاهر کاوه چې مونږ دبندیانو دانساني کرامت ساتونکي یو،لیکن په حقیقت کې به داسې بندي په باګرام کې وخت نه وي تیر کړی چې په یونوم او بل نوم شکنجه شوی نه وي، البته ورځني شکنجي دومره ډیري وې چې اکثر وبندیانو خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی ؤ .

پوښتنه :  له تاسي  سره په زندان کې کله ناکله  دامریکایانولوړپوړي چارواکي هم مخ کیدل ، دهغوی به څه ډول برخورد وو او له تاسي  نه به یې څه  ډول غوښتني  مطرح کولي اوستاسي  ځوابونه به  ورته  کوم وو؟

ځواب :

دا ښکاره خبره ده چې له ډیرو بندیانو سره به امریکايي لوړ پوړي چارواکي مخ کیدل اوپه مابین کي به يې خبرې اترې ، حال پوښتنې اومکالمي کیدلې او ډیر يې له ما سره هم مخ شوي او د زندانیانو په هکله مې خبري هم ورسره شوي دي، یوه ورځ له زندان نه بیرون دسیاسی حالاتو په هکله دیوې امریکايی لوړ پورې چارواکې ( ښځی) پوښتنه راته متوجه شوله  ، چون هغه   او دهغې نور ملګري امریکایان دپوښتني په ځواب ډیر متاثره ،بلکې  دسکوت او حیرت په دریاب کې ډوب شول نو ځکه غواړم هغه دلته نقل کړم.

ما نه ئې وپوښتل چې دافغانستان د اوسني او وړاندیني سیاسي حالت په هکله ته څنګه نظر څرګندولی شي، ماورته دافغانستان دمعاصرتاریخ له لنډتشریح ، دکمونیستانواوشوروي په مقابل کې دتیرجهاد، داخلي جګړواوهم دطالبانو داسلامي تحریک دقیام په ضرورت اوکارناموباندې له رڼااچولوورسته وویل :  چې که مونږ افغانان په دغه کیفیت  چې نن تاسې افغانستان ته  راغلي یاست درشو، نو تاسو به له مونږ سره څه کړي وای ،  نو په ډیره ماته لهجه ئې راته وویل چی مونږ به درسره جنګیږو، بیا مې ورنه  وپوښتل چې که د تاسې په ولس کې بعضي خلک له مونږ سره داسې ملګري شي لکه څنګه چې اوس بعضي ناخلفه افغانان له تاسو سره ملګري شوي  اودافغانانوجاسوسي درته کوي  ، نو تاسې به هغوی سره څه کول ، هغې راته وویل چی مونږ به هغوئ ووژنو) ماورته وویل هغه څیرې مو دواک په ګدۍ کینولي چې افغان ولس ئې د تیر وناورینو په سبب په لیدلو د قی اواستفراق احساس کوي ، دافغانانوپه خوښه اوددومیلون افغانانو دقربانیوسترارمان چې اسلامی شریعت نفاذوو ، دهغه  په ځای  په وچ زورمو دیموکراسی نافذه کړله، دافغانانوامنیت اوثبات موترینه  واخیست، نیږدې یومیلون افغانانوموشکنجه اووربړول ، ډول ډول اوناترسه  بمونه  اوممنوعه  وسلې موپرې وکارولي ،  نوپه  داسې یو حالت کې چې نن افغانان  ستاسو دکړنوله وجې ورسره لاس اوګریوان دي اوځوریږي ، که مونږ افغان ولس له تاسووپوښتو، چې اوس تاسې ته په کوم نظروګورو، نو دتاسو ځواب به څه وي؟

دغې میرمن اولوړپوړي پلاوې نه یواځې چې کوم ځواب رانه کړ ،بلکې د حیرت اوسکوتپه دریاب کی همداسی ډوب پاته شول او همدا ښځه یوخت بیا راسره مخ شوله او په ډیر تاکید ئې راته څرګنده کړه چې که درته ووایم چی دتاخبری مو په ذهن د یومیلون کرته نه زیات ګرځیدلي او کړ نګیدلي ، نودرواغجنه به نه یم !!

پوښتنه : دکابل رژیم  څومیاشتي  وړاندې دعوه وکړه چې دبګرام زندان چاري  له امریکایانوڅخه  دوی  ترلاسه  کړي داخبره سمبولیک اونمایشي وه، که  حقیقت  یې لاره .

ځواب : 

افغانانوته دباګرام دزندان چارې په لاس ورکول یوسمبولیک حیثیت درلود، په اول وهلت کې خالص دزده کونکو اوناظرینو په څیر ول او وروسته په خدمت اوستړیا کونکو چارو اګر که افغان ګمارل شوی وو، لیکن دچارو اصلي واک دامریکایانو په لاس کې ؤ، دمثال په توګه  دافغانانوله راتګ وړاندې دهرې پنجرې په مخکې دپیره دار لپاره داسې میزونه کیښودل شوی ؤ چې ډیر ښه اود موادو اوسائلو دپاره پکې ډیر دخلونه جوړ شوی ؤ ، خو کله چې دپنجرو په پیره افغانان استخدامیدل نوهغه میزونه یې تري لیري او په عوض کې يې داسې میزونه ورته راوړل چې په سرکې ئې یواځي یوه تخته درلوده اونور دخلونه پکی نوو موجود او دبعضی امریکایانو له خولي ځیني بندیانانو ته ویل شوی ؤ چې دا میزونه مو ځکه بدل کړی چې دموادو ساتلو واک افغانی عسکرو ته نه ورکوو او نه دومره اعتبار پري لرو، بیا مې یوامریکایي افسر راوغوښت او ترینه مي وپوښتل چې تاسو د افغانانو په اردو اقلاً دیومیز اعتماد نه لری ، نو مونږ به په داسې اردو د ټول افغانستان دساتلو اعتماد څنګه وکړو، سره له دی چې دجواب راوړلوغوښتنه می د ډیرو بندیانو په مخ کی ترینه وکړله لیکن نه ئې په خپله ځواب راکولای شواونه ئې له خپلی اداری څخه ځواب راته راوړ.

یوه ورځ د اردو په لیکه  کې دبندیانو دچارو لوی قوماندان جنرال فاروق خان چې په خټه دهرات دشیندنډپه قوم بارکزی او دکرزی د اداری لخوا ورته د زندانیانو دچارو پوره واک ورکړل شوی ؤ، وغوښتل چې له زندانیانو سره د بعضی مشکلاتو دحل په هکله یوه جلسه دائره کړي او د امریکایانو له مشوری پرته ئې په خپل امر د زندانیانو ځیني مشران وغوښتل، بندیان د جلسي کوټي ته راجمع شوي وي و، خو کله چې فاروق خان ورته  راته نو یوبې  رتبي امریکائې عسکر ورته له  بامه راښکاره شو او ترینه ویې پوښتل چې دا څه دي؟ ورته یی وویل چی میټنګ (جرګه) ده نوامریکايي  په توهین آمیزه لهجه ورته وویل  چې اجازه نشته ، په دی مهال فاروق خان د جلسې په طرف راروان وو څه ساحه راغلی ؤ لیکن کله ئې چې د امریکايي خبره واوریدله نو له همغه ځایه بیرته ورګرځیده او له ډیرې خجالتی او خړ سترګی سره ئې ددی توان په ځان کې ونه لید چې اقلاً  دوه قدمه نور مخکي راشي

مونږ ټول زندانیان ډیر حیران شولواوافسوس مووکړوچې کاشکې مو دافغانیت په جامه  اونسبت کې داسې  ذلیلې اوګوډاګی څیرې نه وای لیدلې .

خلاصه  داچې په خدمت افغانان ګمارل شوي  و، لیکن دواک اصلي محور امریکایان ول ،تر دې چې په قضا کې به اګر که افغاني قاضیان له ډیرو ښو او غټو چینو سره ناست ول او زندانیانو ته دا سې معرفی کیدل چی د قضا پوره واک ورسره ده،  ولې فیصله به پټه هغو امریکایانو ورته کوله چې له دوی سره  دمشاوراوهمکار په بڼه ناست اوګمارل شوي وو

یواسیر  په داسې حال کې د قضا خوني ته بیول کیده چی هلته  به بل زنداني دقضا دحکم دپاره دقضا په دفتر کی ناست ؤ ،یوه ورځ یوه مجاهداسیریو امریکايي چې په اصطلاح دقضاپه مجلس کې ناست وو په داسې حال کې ولید چې  دیوه لاس په ټولوګوتویې قاضي ته اشاره وکړه اوداخبره یې په ذهن کې وردننه کړه چې دغه زنداني ته پنځه کاله قیدولیکه  ، دې زنداني مخکې له دې چې هغه پخواني زنداني ته دحکم ابلاغیه ورکړل شي  ، نورو زندانیانو ته وویل چې نوموړی زنداني ته پنځه کاله قید ورکول کیږی، زندانیانو په خندا ترې وپوښتل چې ته څه پري خبر شوي، علم غیب خو به نه لری ، هغه وویل چې ما خو داسې یوه صحنه ولیدله ،چې افغان نما قاضي دامریکایی سترګواولاسو ته کتل چې له دغه اسیرسره څه وکړو، هماغه ؤ چې لږ ساعت وروسته هغه زنداني ته په اصطلاح دقضا له لوري دپنځوکلونو قید حکم ابلاغ شو

پوښتنه  :  یوڅو جالبو خاطرو ته  که  اشاره وکړي چې دزندان په  اوږدوکې ورسره  مخ شوي یاست  اواوس هم درته  مهمي   اوجالبي دي.

ځواب :

زندان اګر که په ظاهری څیره دژوندیوګور، دازمیښتوکور، د دښمن دخندا اوددوستانو دتجربی ځای دي، لیکن له دې سره سره زندان دعبرتونو درسګاه، دتجربو اواخلاقو پوهنتون، د زغم ،تحمل، اود ترخو غړه پونو دتیرولو پوهنځای، او د انسان او بشري اقوامو دعاداتو، کلچر او امتیازی خصلتونو د پیژندلو دپاره بهترینه مدرسه ده، زندان د کائناتو له خالق او پالونکی ذات جل جلاله سره دالتجاء او مناجات دپاره بر ترینه خلوت ګاه اود زهد او ریاضت دپاره کمال بښونکی تعلیم ګاه ده. په زندان کې هغه څه حاصلیږی چې له زندان نه بیرون نه تر سترګو کیږی، بناء په زندان کې مو ډیر څه لیدلي، او اوریدلی دي اود ټولو لیکل او دلوستونکو په وړاندی نقل کول ډیر مشکل بلکې ناشوني کار ده ،ولي د اذهانو د تنویر او ایقاظ دپاره بعضی هغه څه لیکم چې د زندانیانو د ایمان دکمال ، جرأت، زغم، او دمسلمه امت ترجماني اودایماني فضائلو نموني پکې نغښتي وي.

 زندان یوتعلیم ګاه :

دلوی ذات جل جلاله په خاصه لورینه او درباني علماء په باتدبیره او مخلصانه مجاهدو سره د باګرام زندان داسې مدرسه جوړه شوي چې د زمکې تر پوست ممکن بل چیرته داسې مدرسه وجود ونه لری، ځکه هلته یواځي دفنونو او دتعلیمی نصاب دکتابونو زده کړه نه بلکې له دې سره سره دعقایدو، اخلاقو، تجربو او روښانه افکارو بهترینې زده کړی کیدلي، علماؤ دکفر اصلی څیره زندانیانو ته دکفارو په شومو او وحشت ته ورته اعمالو سره ورپیژندله، هره پنجره به د عالم دپاره په حقیقت کې د مدرسې دیوې درسګاه شکل غوره کړی وه په کومه پنجره کې به چې عالم نه ؤ نو زندانیانو به هر اړخیز شورشونه کول ، تکلیفونه ، ربړی او مجازات به ئې ګالل ترڅوچې یو عالم پیداکړي اوورسره ووسي.

یووخت امریکایانو اراده وکړله چې دهرې پنجری په وړاندې د تلویزیون سکرین نصب کړی ، تر څو له دې لارې زندانیان له دیني زده کړونه په غفلت کې واچوي او په عوض کې خپل شوم او پلیدافکار د زندانیانو ذهنونوته منتقل وګرځوي ،لکن کله چې پوه شول چې زندانیان اراده لري چې که هر څه ربړی او زحمتونه او مجازات په مونږ تیریږی ، خوټول به  دتلویزونونو سکرینونه ماتوو نو همغه ؤ چې امریکایان له دې ارادی څخه شاته شول ، بیا ئې هرې پنجری ته دلوبو دپاره دلډو(چکې) دلرګیو نه جوړ ډیر ښه چوکاټونه راوړل لیکن اکثرو زندانیانو یا مات کړل او یا ئې په کومه بهانه بیرته مسترد کړل،  د باګرام په ټول زندان کی ممکن د ګوتو په شمیر هغو زندانیانو قبول کړي وي چې له یوې خوا یې تعلیمی سویه ډیره ټیټه او له بلې خوا کوم عالم ورسره وجود نه درلود.

 له امریکایانو سره دبعضی زندانیانو مکالمی :

اکثرو زندانیانو به امریکایانو ته مخامخ دهغوئ کرغیړن اعمال او افکار بدون دکومې ویرې او ترهې غندل او د اسلام او مسلمانانو د عقیدې او اخلاقو سپیڅلتیاوي ورپه ګوته کولې، بناء د لوستونکو په وړاندی بعضي هغه مکالمی دلته نقل کوم چې ډیرې جالبې او زړه راښکونکې وې.

د باګرام له زاړه زندان نه نوي زندان ته له انتقال نه لږ وړاندې امریکایانو یو پروګرام شروع کړ چې هر زنداني به په هره شپږمه میاشت کې محکمی اوله لوړوپوړو امریکایانوسره مباشرمجلس  اوشوراته  بیایو، په شورا کې به د شورا رئیس ، څارنوال او څو نور لوړرتبه افسران په نظامی دریشیو کې ناست ول، یو بل افسر ظاهراً دبندي دنمائنده چې په واقعیت کې به د محقق وظیفه اجراکوله ناست ؤ، دشورا څخه څو ورځې وړاندې د بندی په نوم نمائنده له بندی سره وکتل د شورا دڅرنګوالي اوپکې مطرح کیدونکي پوښتني او ټاکلی ساعت به ئې  ورته په ګوته کړ او بیا به چې کله شوری دائره شوه نو اول به د شوری رئیس وغږیده اودمجلس اصول به ئې بیان کړل ،بیا به څارنوال په بندي خپل تورونه وارد کړل ،د شوری رئیس به له زنداني څخه جوابونه وغوښتل او د زنداني د تورونو د ځوابولو دپاره به د زندانی بعضي خپلوان، ولسي نمائنده ګان او وکیلان هم په اوله مرحله کې حاضریدل ،لیکن ددې په ځای چې هغوی او زنداني په یوه مجلس کې سره وګوري او یا په یوه مجلس کې د څارنوالی تورونه ځواب کړي په جدا جدا شکل هغوی راغوښتل کیدل او ځواب به ترینه غوښتل کیده، چې په دې طریقه به حتمی د زنداني او دهغه دخپلوانو په خبرو کې په بعضی ټکو کې تضاد  راته چې دا به د زندانی د پاره دجرم د ثبوت د بیلګي شکل درلود او په واقع کې د شوری دا نوعه مجلس یو داسې نوعه تحقیقاتی ټیم ؤ چې مخی ئې کوم ساری نه تر سترګو کیده. د زنداني نماینده به هم ددې په ځای چې د څارنوال تورونو ته ځواب ووائې په زنداني هغه تورونه واردول چې یا به له څارنوال نه هیر او یابه  پاته شوي وو ،بناء په ظاهره دمحکمی او په واقعیت کې د تحقیق یو مجلس ؤ.

یوه ورځ یوه زنداني ته دمجلس په اخر کې د شوراد رئیس له خوا وویل شول چې ته خو به کومه خبره نه لري ، زنداني ورته وویل زه غواړم چې په خپل یوه جرم اعتراف وکړم، د شورا رئیس او نور ملګري ئې ډیر خوښ شول او دملي اردو عسکر چې د  پیری دپاره ولاړ و لیري کړ او په ځای ئې یو امریکنی عسکر راوستل شو، زنداني ته وویل شول چې دا مو د تا د پاره لرې کړ ، ځکه ممکن د ملي اردو په هکله کومه خبره وي ، چې خپله خبره ښه ډاډه وکړې، زنداني تشکر ترینه وکړ او بیا ئي  د شورا د رئیس په غوښتنه په خپل بیان داسې پیل وکړ.

مونږ چې دلته راغلي یونو په دې حقیقت اګاه شوی یو چې چا دلته حقیقت ویلی دی نو هغه د یو مجرم په حیث پیژندل شوی او زه غواړم دلته یو حقیقت څرګند کړم چې دا به تاسو په فکر زما د پاره یو ښکاره جرم وي نو ځکه می وویل چې غواړم په یو جرم اعتراف وکړم .

او هغه دا چې دلته ( دافغانستان خاوری ته ) مقدونیان راغلل، ایرانیان، چنګیزیان او څو کرته انګریزان هم راغلل، شورویانو هم مستقیمه مداخله وکړله چی تاسو ته معلومه ده او غربیان هم څو کرته دلته راغلی ؤ، هغوی ټول یا دلته مړه شول او یا بیرته لاړل، لیکن دهغوی کردار او تاریخ له چاپټ اوهیرندی ، هغوی چې څه کړی دی هغه ټول ثبت او موجود دي ، چا چې ښه کړي دي هغه هم ثبت  دي او چا چې بد کړي دي ، هغه هم پاتي دي .  د تاسو د راتلوپه اړه  نه غږیږم چې تاسې راتللی نو د کومې مذهبي ( صلیبي ) جګړي اعلان موولې  وکړ، پدی هم څه نه وایم چې دافغانستان له رسمی سفیر سره مو د ټولې دنیا د بین المللي قانون په خلاف څه وکړل، په دې هم څه نه څرګندوم چې له تسلیم شویو جنګیالیانو سره  مو په شمال کې له لاندې نه د پترولو د اورونو په بلولو او له پاسه پری د بمبارد کولو عمل ولې اجراکړ ، پدی هم نه غږیږم چې د افغانستان د جنوبی اړخ قومي جرګه تاسي ته د سولې له ښه پیغام سره او د مشکلاتو د حل د تفاهم دپاره  چې راروانه وه، په کومه ګناه موهدف وګرځوله ، پدی هم څه  نه وایم چې له ځانونو سره مو په افغانانو کې څوک او څنګه خلک راوستل، پدې هم څه نه څرګندوم چې د افغانستان له دین، دود او کلچر سره مو څه وکړل، خالص پدې خبره غږیږم چې له زندانیانو سره مو څه وکړل او په دې  هکله څه نه وایم چې ولی مو زندان ته  راوستې دي او کوم جرم اسناد او شواهد پری باندی لری کنه ، فقط دومره وایم چې تاسې د افغان ولس په ودونو ، جنازو او دنورو ولسي پروګرامونو باندې چې کله بمبارد وکړی او په لسګونو او سلګونو خلک شهیدان کړی نو د تاسې کوم قوماندان په میډیا کې خالص دومره قدرې ووایی چې ( بښنه غواړو ) لکه تاسی ډیر بندیان په کوم مشکوک او مبهم اتهام باندی زندان ته راوړی ، په کلونو، کلونو هغوی په زندان کې واچوی ،مګر هغوی سره کله هم د  بښنی معامله نه کوی .

تاسو د هرې پنجرې په وړاندې  بین المللی قوانین چې په ژنیو کې فیصله شوي په لوحو کې لیکل شوي زړولي ، په هغوی مو د زندانیانو د دین ، عزت او دعلاج د پاملرني اصول په ګوته کړي دی ، لیکن د دین عزت مو هغه ورکړ چې ځو ورځې وړاندي مو د  چارلی د زندان ( دیوزندان نوم ؤ) په اوومه پنچره کې د زندانیانو دینی کتابونه په ګندګی کې وروشنیدل، زندانیان اذانونه کوي او تاسی دهغوی د اذانونو پیښې  د حیواناتو د اوازونو په لهجو سره بدرګه کوي، او په هر زندان کې د زندانیانو د ذهني شکنجو په سلسله کې مو د قرآن کریم توهینونه وکړل، او همدا اوس په سلګونو داسې مریضان موجود دي چې د  دردونو ځګیرویو ئې نور زندانیان په تکلیف کې اچولي دي ، تاسو ته وخت په وخت خبر درکول کیږی ،لیکن د تاسې دخبرتیا سره سره  دهغوی د علاج کومه پاملرنه نه ترسترګو کیږی، بنابرهرحال اوس هم د پټی سره ده که  تاسی په خپله پالیسی کې تغیر راوست  نو تاسو به هم له نیک انجام سره مخ شی او که نه نو له هغه برخلیک  سره به مخ کیږی لکه څنګه چې له تاسو وړاندې نور د ټولو جهانیانو په وړاندی ورسره مخ شول .

دې خبرو د دوی قهر دومره راوپارولو چې دبیان د آزادی د اصولو سره  ئې دا زنداني په جزا محکوم کړ.

یوه زندانی د خپلې  شورا دمجلس کیفیت نورو زندانیانو ته په لاندی جملو بیان کړ. دی وائې ، لکه چې  ز ما شورا خلاصه شوله نو  په اخر کې د شوری رئیس راته  وویل چې ته خو به کومه بله خبره نلري ، نو ده ورته وویل چې زه غواړم تاسو ته د تشکر بعضي الفاظ وړاندې کړم ،هغوی ټول خوشحاله شول او په دی انتظار شول چې په کومو الفاظو او د څه تشکر به کوي،  نو زنداني ورته وویل چې دلته  په زندان کې څومره زندانیان دي، که عربان دي ،که ازبکان دي ،که تاجکان دي ،که افغانان دي او یانور….دا یو هم  له تاسو ښه خاطره نه لري، یواځی زه یم چې له تاسو نه ښه خاطره لرم او هغه هم پدې چې ما له تاسو نه ډیر هغه څه زده کړل چې زه  امید لرم  چې دهغو په واسطه به مونږ له ډیرې لويي ترقی ! سره مخ شو، نو د شورا رئیس ورته  وویل چې څه دی زده کړي بیان ئې  کړه ، ده ورته وویل چې له اولې ورځې چې زندان ته راغلی یم او دا په دې وجه چې نن ټوله دنیا ډیر مختګ کړی په دنیاکې له شک پرته امریکایوځواکمن  اومترقي ! هیوادبلل کیږي  ،نو ما له اولې ورځي  پدې هیله مطالعه او څارنه شروع کړه چې هغه کوم خصلتونه او رازونه دي چې خصوصاتاسو ئې له دومره لويي ترقی ! سره مخ کړي یی. او امید لرم  چې مونږ به هم له ډیرې ترقی ! سره مخ شو. نو ځکه لتاسو نه ډیر متشکر یم  .

او هغه څه چې له تاسو نه می زده کړی یو له هغو څخه درواغ دی.

مونږ ته خپل مور او پلار او استاذانو دا راښودلي وه چې درواغ به نه وائې ځکه درواغ له انسان څخه انسانیت قتلوي،لیکن دلته  چې راغلم نو پوه  شوم درواغ بدنه  بلکې په  نننی نړی کې  دترقی ذریعه ده ،کنه نو تاسو به له دې ترقی سره څنګه مخ کیدلی او ژوندی بیلګه یې دا ده چې زما ددی مجلس نمائینده نه په تیر مجلس کې پوښتنه وکړله ( او له  تاسو سره ئې ریکارډ هم موجود ده) چې زه خبر شوی یم چی د تاسو او طالبانو تر مینځ په قطر کې د سولی په باب ناسته شوی ده ،بناء که مونږ ته معلومات راکړی چې په کومو ټکو ناسته شوي او څومره پرمختګ پکې شوی ، ده راته  وویل چې زه نه یم پری خبر، نو زه په خپل فکر کې په دې خبره ډیر متعجب شوم ، عجیبه ده زه د څلورو دیوالونو په مینځ کې له نور ولس نه لری بندي ، سترګی غوږونه می په پرده کي له دې خبری خبر یم او دی وائې چې زه نه  یم پری خبر، دا خو ښکاره درواغ دي، نو زما یقین راغی چې دی په خپله رتبه کې چې ستوري نشان ته رسیدلی دی ، نو په درواغو رسیدلی ده !؟

بل هغه څه می چې له تاسو نه زده کړی دی هغه دا دي چې کله یو انسان له بل انسان سره بندي شي نو دې بندي انسان ته د انسان په حیثت باید ونه کتل شی، او دی دپاره ژوندي بیلګه دا ده چې څو ورځی وړاندې د  امریکایانو د بد چلند په مقابل کی بندیانو شورش شروع کړ او دې شورش له ځان  سره هر جانب ته ډیری ناخوالې درلودلې، شورش تر دی حده ورسیده چې یو ښائیسته ، حیاناک او تکړه ځوان سره له دې چې افغانان د خپل اسلامیت او افغانیت په بنا دومره حیاناک دي چې دا خو څه چې په خپلو ګندګیو بل انسان وولي، بلکې د بل انسان لخوا په خپلو ګندګیو په لیدلو هم د شرم احساس کوي، لیکن دا ځوان له خپل دود نه خلاف په  پټه تللی ؤاو خپل ګندګی ئې راخستی وه او بل یو انسان ئې په دا مخ پرې وویشت نو ما په دا خپل ضمیر کې دا کار ډیر وغانده، خو له دې نه مې زیات هغه څوک وغانده چې دا ځوان ئې تر دې حده مجبوره کړی ؤ چې دخپل دود او افغانیت په خلاف داسې عمل تر سره کړی !

بنا بر هر حال یوه ورځ د ایجوکیشن  دوه کسان راته راغلل او له ما نه ئې وغوښتل چې ته د زندانیانو استاذ ئې او هغوی دتا ډیر قدر او احترام په زړونو کې لری ،بناءً که مونږ سره همکاري وکړي او دا شورش دبندیانولخوا بند کړل شي، ما ورته  وویل چې له دې ځای نه نیولې د زندان تر اخره پورې ،د ټولو بندیانو لخوا د شورشونو د نه کولوزموار یم ، لیکن دیوې خبری زمه واري تاسې راته وکړي ،چې ډیر اسانه ، بهترینه او سپیڅلې خبره ده او ددې خبری دلاس ته راوړلو دپاره تاسو د ټول جهان په سطحه دعویدارهم یی، نو دوی په ډیره عجله وپوښتل چې هغه کومه خبره ده ، نو ما وویل هغه دا چې دې بندیانو ته په انساني حیثیت سره وګوری ،!!

هغه امریکایان په ډیر قهر رانه  بدون دکوم ځواب وګرځیدل او نه یې کوم ځواب دخپلې اداری لخوا نه راته راوړ، نوثابته  شوه چې بندي انسان ته د انسان په حیثیت باید و نه کتل شی او دا د ترقی دلاس ته راوړلو دپاره بهترینه ذریعه ده !!

دبندي خبرو، د شورا د رئیس قهر راوپاراو او بندی ته ئې وویل چې ستا وخت نور ختم  شو او نوردخبروحق نلري

نورې هم ډیري زړه راښکونکي مکالمي د بندیانو لخوا  امریکایانو سره شوی ، ليکن دموضوع دا وږد والی له امله نور ورته دپای ټکی ږدم.مننه