دبيوزلو يتيمانو او معليولينو چارو دادارې د وروستنيو فعاليتونو لنډ راپور

د بېوزلو، يتيمانو او معلولينو چارو اداره داسلامي امارت په اداري تشکیلاتو کې له بېوزلو سره د همکاري او یتیمانو د لاسنیوي یوه اداره ده چې له تېرو (۷) کلونو راهيسي يې د مشرتابه مقام له هدايت او غوښتني سره سم په فعاليت پيل کړی دی ، نوموړې ادار ه د هیواد په ټولو ولايتونو […]

د بېوزلو، يتيمانو او معلولينو چارو اداره داسلامي امارت په اداري تشکیلاتو کې له بېوزلو سره د همکاري او یتیمانو د لاسنیوي یوه اداره ده چې له تېرو (۷) کلونو راهيسي يې د مشرتابه مقام له هدايت او غوښتني سره سم په فعاليت پيل کړی دی ، نوموړې ادار ه د هیواد په ټولو ولايتونو او په دارالهجره کي د هیواد له بېوزلو، يتيمانو ،معلولينو او غریبانو سره د خپل کاري طرز العمل پر بنسټ لازمي مرستي کوي .

یادي ادارې دخپل کار له پیل را هیسي دوه ځله په ټول هیواد او د هجرت په دیار کې له یتیمانو ، محتاجینو او معیوبینو سره د زرګونو لکه افغانیومعادل مرسته کړې ، باید وویل شي چې دا هغه مرستي وې چې په عمومي توګه په ټول هیواد او د هجرت په دیار کې له یتیمانو ، محتاجینو او معیوبینو سره وشوې ، او هغه خصوصي مرستي چې د یو شمېر یتیمانو او شهیدانو کورنیو ته په میاشتني توګه ورکول کیږي ، د ادارې له جوړښت راوروسته تر اوسه په ښه نظم او ترتیب سره جریان لري .
د ادارې له لوري د هیواد په سطحه عمومي مرستي هغه مهال تر سره کیږي چې کله نقدي پانګه ولري ، او لازم امکانات ورته ولري .
نوموړې ادارې له یادو عمومي او خصوصي توزیع پرته ، له اړتیا سره سم د سیمو او ولایتونو له تشخیص وروسته په ځلونو ځانګړي مرستي هم کړي دي ، په عموم کې یاده اداره هڅه کوي چي د هيواد په هر ځای کي بېوزله يتيم او معلول ته ځان ورسوي ، او دهغه لپاره په ځانګړې فورمه کي د هغه نوم ، مکمل شهرت ، اقتصادي او روغتيايي حالت ثبت کړي .
او ددغه کار لپاره يې په خپل تشکيلاتو کي د هر ولايت لپاره خپل نماينده ګان ټاکلي دي ، چي د نويو کشف شويو يتيمانو او معلولينو هر اړخيز معلومات په دقيقه توګه د ادارې مرکزي دفتر ته راوړي ، چي وروسته د ادارې په کاري ډيټابيس کي په خپل معلوم نمبر ثبت او راجستر کيږي .

همداراز اداره د خپلو ځانګړو اصولو او مقرراتو له مخي يو شمير سخت بې وزله ، بې سرپرسته او محتاجو يتيمانو او معيوبينو ته د کفالې او مياشتانه ورکولو ترتيب هم لري ، چي هره مياشت د ادارې د کارمندانو له اړخه وررسيږي .

دبېوزلو يتيمانو اومعلولينوچارو ادارې د وروستي کاري فعالیت لنډ راپور:

په کندوز کي دبمبار شوي مدرسې له قربانيانو سره مرسته:
د ۱۴۳۹ د ۷مي پر ۱۶مه د کندز په ارچي ولسوالۍ کي پر يوه ديني مدرسه په داسي حال کي بې رحمانه بمباري وشوه چي د قرآن کريم د حافظانو او د لويي دورې، يا د ديني نصاب څخه د فراغت د فاضلانو د دستاربندۍ مراسم ترسره کېدل، چي په نتيجه کي ۶۳ تنه شهيدان او ۱۸۵ سخت زخميان شول.
چي د اسلامي امارت د مشرتابه د محترم مقام له لارښووني سره سم د شهيد کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) او زخمي ته لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نماينده په توسط لاس په لاس ورکول شوې .
د خوراکي توکو ځانګړې توزيع :
د تېر کال په څير سږکال هم د يتيمانو او معلولينو چارو د ادارې له لوري د ولايتي نماينده ګانو په توسط د هيواد په لر او بر کي پرعامو بېوزلو هيوادوالو څه باندي ۷۰۰۰ کورنيو خوراکي توکي توزيع شول ، چي هري کورنۍ کافي اندازه (اوړه ، بوره ، وريجي اوغوړي) ورکول سول.
باید ووایو چې د یادي توزیع د غونډو ویډیویي صحنې هم د الاماره سټوډیو له لوري نشر ته وسپارل شوې.
نقدي ځانګړې توزيع :
د روژې له مياشتي وړاندي د محتاجينو له ۱۵۵۰ کورنيو سره د هغوی د بېوزلي او اقتصادي ځوړتیا ته په کتو ، په پرتلييز ډول د اعلی ، اوسط او ادنی تر کيټګوريو لاندي ، له لسو زرو څخه تر شلو زرو پوري نقدي مرسته ترسره شوه.
په شمالي او مشرقي ولاياتو کي ځانګړې توزيع
د ملګرو په سعيه او کوښښ نژدې د يتيمانو له ۶۰۰ محتاجه کورنيو سره په داخل اود هجرت په دایار کي نقدي ، د خوراکي توکو او جامو مرستي ترسره شوې.
د کار د لا سمون او تنظيم په موخه د ادارې له لوري د هيئتونو استول :
اداره په خپلو اړوندو چارو کي د لا نظم او شفافيت په موخه د هيواد ټولو ولايتونو ته وخت پر وخت د خپلو ځانګړو هيئتونو په واسطه د توزيعاتو او محتاجينو هراړخيزه څارنه کوي ، چي په دې مورد کي دا ځل هم د ټاکلي هيئتونو له لاري د هيواد په داخل او دار الهجره کي هيئتي تر سره شوه .
له ادارې سره په لاندي ادرسونو اړیکه نیولای شئ.
ایمېل ادرس:
Orphans.yia@gamil
واټس اپ، شمېره
0093702977511