څوک د جنګ په دوام ټینګار لري؟

د اونۍ تبصره: د افغانستان د قضیې ښکیل جهتونه چې یو اړخ یې د افغانستان اسلامي امارت او بل اړخ ته یې خارجي اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان دي په یو بل د جګړې د دوام او د نزاع د جاري ساتلو تور پورې کوي. خو راځئ د حقائقو په هنداره کې وګورو چې کوم […]

د اونۍ تبصره:

د افغانستان د قضیې ښکیل جهتونه چې یو اړخ یې د افغانستان اسلامي امارت او بل اړخ ته یې خارجي اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان دي په یو بل د جګړې د دوام او د نزاع د جاري ساتلو تور پورې کوي. خو راځئ د حقائقو په هنداره کې وګورو چې کوم اړخ د منازعې د دوام اصلي عامل دی چې په خپلو جګړه ییزو حرکاتو او څرګندونو سره هڅه کوي د افغان ولس د سولې او ثبات ارمان له خاورو سره خاورې کړي.
که د بیلګې په توګه په تیره اونۍ کې د دواړو اړخونو اقدامات او اظهارات په دقیق ډول وارزوو، نو وینو چې اسلامي امارت هم په عملي ډول او هم په رسنیزو اظهاراتو کې د مسائلو د سوله ییز حل او سولې ارمان ته د رسیدو پيغامونه ورکړل او په دې اړه یې خپله نیکه اراده څرګنده کړه.
د اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین ( حفظه الله) د عفوې، زغم او تفاهم له روحیې مالا مال پیغام و، مقابل اړخ ته یې په ښکاره ټکو ویلي وو چې زموږ لپاره اولویت د مسائلو سولییز حل دی او د همدې لپاره ځانګړی مذاکراتي ټیم ټاکل شوی دی. د عالیقدر امیر المؤمنین پيغام یوازې د کاغذ د مخ خبرې نه وې، بلکې د حسن نیت د اثبات لپاره په بیلابیلو ولایاتو کې لوی شمیر د مخالف لوري بندیان هم له زندانونو څخه خوشي شول. د کوچني اختر په ورځو کې سرتاسري اوربند اعلان شو او حتی په رسنیزو څرګندونو کې اسلامي امارت نرمه ژبه کاروله.
اما مقابل جانب د اختر په شپو کې هم یو ځل بیا جګړه ییز ګواښونه تکرار کړل او د نزاع په اور د تیل پاشلو هڅه یې وکړه. که تاسو د ارګ د ویاندویانو، د اشرف غني د لومړي مرستیال او د ملي امنیت شوری د مشر وروستي اظهارات وګورئ نو له پیغور، سپکو خبرو او جنګي ګواښ او لاپو پرته په کې بل هیڅ شی هم نه شئ موندلای.
د اختر په ورځو کې چې د اسلامي امارت له خوا ګڼ شمیر بندیان آزاد شول، مقابل اړخ د دې په ځای چې په ورته اقدام سره خپل حسن نیت وښيي، علاوه یې د دوحې په توافق کې یاد شوي د پاتې بندیانو له خلاصون سره یو ځل بیا مخالفت څرګند کړ. د اختر په شپو کې چې مجاهدینو اوربند کړی و، خو د کابل ادارې تر واک لاندې سیمو کې امنیتي پیښو جریان درلود. د افغانستان د بریښنا ادارې اعلان وکړ چې په دې ورځو کې د بریښنا پنځلس پایې د نامعلومو کسانو لخوا نړول شوي دي. د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه وغندل او ځینو رسنیو وویل چې دغه بریدونه د سوخت د موادو د مافیا لخوا ترسره کیږي هغه مافیا چې تړاو یې تر ارګه رسیږي.
دغه راز د اختر په دوهمه د جمعې په ورځ د کابل په یوه مسجد کې په هغه دیني عالم باندې چاودنه وشوه چې د اسلامي امارت د داعیې ملاتړ یې کاوه. له نوموړي سره ګڼ نور لمونځ کوونکي هم شهیدان شول، د پیښې پړه د داعش په نوم هغې مرموزې ډلې واخیسته چې د کابل ادارې له استخباراتوسره پېیلې ده.
له لوړ تحلیل څخه عنوان شوې، پوښتنه په روښانه توګه ځوابیږي چې اصلا د ارګ چارواکي او د اشغالګرو ګوډاګیان دي چې د جګړې په دوام ټینګار لري او همیشه یې د اسلامي امارت د حسن نیت په مقابل کې په جنګي غبرګون سره خپل شوم نیت ښودلی دی.