د عسکرو پیوستون پر اسلامي امارت د باور نښه ده

د اونۍ تبصره: دا څو ورځې وینو چې د هیواد په لر او بر کې په ډلو ډلو هغه عسکر چې پخوا یې د اشغالګرو په صف کې دندې اجراء کولې، د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیمیږي. په ځینو مواردو کې خو د تسلیم شویو کسانو شمیر سلګونو ته رسیږي، دوی خپل ټول وسائل، وسلې […]

د اونۍ تبصره:

دا څو ورځې وینو چې د هیواد په لر او بر کې په ډلو ډلو هغه عسکر چې پخوا یې د اشغالګرو په صف کې دندې اجراء کولې، د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیمیږي. په ځینو مواردو کې خو د تسلیم شویو کسانو شمیر سلګونو ته رسیږي، دوی خپل ټول وسائل، وسلې او پوځي تجهیزات هم مجاهدینو ته سپاري او په خپل دې عمل سره د کابل له ګوډاګي رژیم څخه خپل نفرت او پریکون ثابتوي.

د پوستو او قرارګاوو نه علاوه اوس د ولسوالیو په کچه د لویو تشکیلاتو اړخ بدلول او له مجاهدینوسره یو ځای کیدل د دې نښه ده چې حتی د فاسد رژیم هغه کارمندان چې دوی معاش ورکوي هم اوس د دې رژیم په بقاء باور نه لري. دغه عسکر په خپلو اظهاراتو کې همیشه وایي چې نور دوی په حقائقو پوه شوي دي. نور دوی هیڅکله د هغو څو تنو پراشوټ شویو ګوډاګیانو لپاره ځان نه شي قربانولی چې خپل اهل و عیال یې په خارج کې مزې کوي، دوی دلته د هیواد د لوټ تالان لپاره راغلي او په دروغو د هیواد ساتنې شعارونه ورکوي.

لکه څنګه چې د عسکرو تسلیمي دکابل د رژیم د عامه باور او حیثیت د زوال نښه ده، بالمقابل د اسلامي امارت اړخ ته د دومره لوی شمیر پوځي ځواکونو راتګ د دې نښه ده، چې اوس د افغانستان ټول اقشار حتی هغه کسان چې د مخالفت په صف کې ولاړ دي، په اسلامي امارت بشپړ باور لري، خپل راتلونکی له اسلامي امارت سره تړي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د افغان ولس واقعي نماینده او د راتلونکي افغانستان متصدي همدغه د اسلامي امارت اسلامي او افغاني ځواک دی.

اسلامي امارت لکه څنګه یې چې همیشه مخالفو کسانو ته د بخښنې او دعوت اعلامیې خپرې کړې، په عمل کې یې هم ثابته کړې، چې د مخالف اړخ د عسکرو او ملکي کارمندانو په وړاندې د رحم او شفقت پراخه غېږ لري، له هغوی څخه د انتقام اخیستلو اراده نه لري، بلکې هڅه یې دا ده چې هغوی د دعوت او عفوې له لارې له مرګه وژغوري تر څو له خپلو کورنیو او ماشومانو سره د خوښۍ او اطمینان ژوند وکړي.

له مخالف اړخ څخه راغلیو عسکرو ته د مجاهدینو هرکلي، له هغوی سره په وعدو وفا او د هغوی د سر او مال ساتنې ته واقعي ژمنتیا د دې باعث شوې چې اوس د مخالف لوري عسکر په اسلامي امارت بشپړ باور لري. هغوی د دې په ځای چې جګړه وکړي، د اسلامي امارت سره د پیوستون په هڅه کې دي. د پیوستون د همدې لړۍ په برکت په تیره اونۍ کې ګڼ شمیر ولسوالۍ د اسلامي امارت تر تصرف لاندې راغلې. دا چې په کومه سیمه کې د جنګ عوامل له منځه ځي، معنی یې دا ده چې هلته تلپاتې سوله حاکمیږي او ولس د ډاډ او آرام ساه اخلي.

د دې لپاره چې په افغانستان کې ژرترژره د جګړې عوامل له منځه لاړ شي او تلپاتې سوله حاکمه شي، موږ د مخالف اړخ په ټولو کارمندانو خصوصا عسکرو غږ کوو چې د پیوستون له دې پروسې سره یو ځای شي. اسلامي امارت دوی ته نه یوازې هرکلی وایي بلکې د سر او مال د ساتنې تضمین هم ورکوي.