د اشغال خاتمه او د جهاد ثمره

د اونۍ تبصره:  وروسته له شل کلنې درنې، ویاړمنې او تاریخ سازې مبارزې بالاخره زموږ مؤمن او مجاهد ولس د اشغال د خاتمې شاهد دی. د باګرام او نورو امریکایي اډو تخلیه او د بهرنیو عسکرو د انخلاء روان بهیر کومه تصادفي پيښه نه ده، بلکې تر شا یې زموږ د مؤمن ولس د شل […]

د اونۍ تبصره: 

وروسته له شل کلنې درنې، ویاړمنې او تاریخ سازې مبارزې بالاخره زموږ مؤمن او مجاهد ولس د اشغال د خاتمې شاهد دی. د باګرام او نورو امریکایي اډو تخلیه او د بهرنیو عسکرو د انخلاء روان بهیر کومه تصادفي پيښه نه ده، بلکې تر شا یې زموږ د مؤمن ولس د شل کلن جهاد، درنو قربانیو، جفاکشیو، حماسو او سخت ترین مقاومت ویاړمن داستان پروت دی.

د تاریخ په اوږدو کې چې هر ملت د خپلو مقدساتو او ارزښتونو د دفاع په لاره کې قربانۍ ورکړې، د خپل هیواد آزادي یې اخیستې او د خپل ځان او مال په قربانولو سره یې د خپلو معتقداتو د ساتنې او ګټنې حق اداء کړی دی، نو بالاخره اخلاقا د دې مستحق بلل کیږي چې باید د خپلې مبارزې ثمره او نتیجه هم ترلاسه کړي.

زموږ مسلمان ولس یو ځل د شوروي یرغلګرو په وړاندې مقدس جهاد ترسره کړه او د اسلامي نظام او خپلواکۍ لپاره یې درنې قربانۍ ورکړې. اوس یې دا دی یو ځل بیا د امریکایي اشغال په وړاندې د تاریخ ناانډول ترینه مبارزه د الله تعالی په نصرت د بریا سرحد ته ورسوله. د دې جهادي مبارزو هدف لکه څنګه چې د هیواد آزادي وه دغه راز یې بل مهم هدف د افغان مؤمن ولس له باورونو سره سم د اسلامي نظام حاکمیت و. مګر لکه څنګه چې پخوا د شوروي یرغلګرو له شکست وروسته هڅه وشوه چې زموږ مؤمن ولس د خپلواک اسلامي نظام ارمان ته ونه رسیږي او د جهاد ثمره ترې لوټ شوه. اوس یو ځل بیا هڅه کیږي چې زموږ د مؤمن او مجاهد ولس څخه د شل کلن جهاد ثمره لوټ شي او ولس په اصطلاح تږی تر اوبو تېر کړای شي.

که په هر قانون او هر معیار یې وارزوو، دا د افغانستان د مؤمن ولس حق دی چې د خپلې ویاړمنې شل کلنې مبارزې ثمره ترلاسه کړي. ولس د خپلواک اسلامي حکومت لپاره خورا درنه بیه پرې کړې ده. په دې لار کې یې درنې قربانۍ ورکړې دي. شهادتونه، هجرتونه، اسارتونو او ډول ډول مشقات یې ګاللي دي. د دې ټولو قربانیو خونبها او قیمت یوازې یو خپلواک اسلامي نظام کیدلای شي او بس.

نو بناء هغه بهرني او داخلي اړخونه چې لا هم د افغان مؤمن ولس د اسلام غوښتنې د داعیې په وړاندې خنډونه ایجادوي. د ولس ارمانونو ته په سپکه ګوري او فکر کوي چې یو ځل بیا به د مقدس جهاد ثمره په اوبو لاهو او د خپل فساد او فتنو دوام ته به زمینه برابره کړي، باید په خپل ناسم دریځ له سره غور وکړي. دوی باید پوه شي چې د کومې ډلې یا خاص قشر په مقابل کې نه دي ولاړ، بلکې د ټول افغان ولس د مقدس ارمان په وړاندې یې سنګر نیولی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو لوړ مقدس ارمان ته په احترام سره همیشه هڅه کړې چې د خپلواک اسلامي نظام په وړاندې شته خنډونه له مخې لرې کړي. موږ د افغان ولس د اسلام غوښتنې او حریت طلبۍ داعیې ته نه یوازې احترام لرو، بلکې همدا مو د ټولې مبارزې نصب العین او هدف دی. د همدې لپاره اسلامي امارت تاسیس شوی، د همدې لپاره یې څو لسیزې مبارزه کړې ده او اوس یې هم د ټولو سیاسي او نظامي فعالیتونو اساس د خپلواک اسلامي نظام جوړول او د مجاهد ولس د هیلو پوره کول دی.