جعلي داعش د ارګ استخباراتي حربه

د اونۍ تبصره:  تېره ورځ د کابل په لویدیځ کې د یوې لیسې له څنګ سره د موټر بم برید او ورپسې څو مسلسلې چاودنې وشوې، په دې چاودنو کې تر پنځوس زیات ماشوم زده کوونکي شهیدان او تر سلو زیات ټپيان شول. د پیښې د ځای کومې ویډیوګانې یا انځورونه چې خپاره شوي، انساني […]

د اونۍ تبصره: 

تېره ورځ د کابل په لویدیځ کې د یوې لیسې له څنګ سره د موټر بم برید او ورپسې څو مسلسلې چاودنې وشوې، په دې چاودنو کې تر پنځوس زیات ماشوم زده کوونکي شهیدان او تر سلو زیات ټپيان شول. د پیښې د ځای کومې ویډیوګانې یا انځورونه چې خپاره شوي، انساني وجدان یې د لیدو تاب نه لري. د وحشت او قساوت هغه انتها چې بیلګه به یې ډیره نایابه وي.
دغه وړ بریدونه تر دې پخوا هم د کابل په همدې سیمه کې په هزاره هیوادوالو ترسره شوي دي، چې پړه یې د داعش له خوا منل شوې ده. اوسنی برید هم چې ټولو افغان جهتونو محکوم او تقبیح کړی، د پړې ګوته یې د داعش خوا ته نیول کیږي. مګر د کابل ادارې چارواکي د دې په ځای چې د پیښې اصلي عامل داعش متهم کړي یا یې ملامت وبولي، ټول تمرکز یې په دې دی چې دا پیښه د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوبه کړي.
تاسو به له پرون راهیسې د ارګ د چارواکو، ویاندویانو او تر اشرف غني پورې د لوړ رتبه مسؤلینو خبرې او د پیښې په تړاو څرګندونې اوریدلې وي. مګر تاسو به کله هم د دوی په اعلامیو او تقبیحي بیانیو کې د داعش کلمه پيدا نه کړئ. دوی هڅه کړې چې د پیښې اصلي عامل ( داعش) تبرئه او د اسلامي امارت مجاهدین ورباندې بدنام کړي.
د ارګ د چارواکو له دې چلند څخه ښکاري چې داعش اصلا د کابل ادارې هغه استخباراتي حربه ده چې غواړي د خپلو اهدافو لپاره یې وکاروي او د خپلو مخالفینو د ځپلو او بدنامولو کار ترې واخلي. زموږ په یاد دي چې څو کاله وړاندې د اشرف غني په وړاندې پراخ ولسي اعتراضونه او احتجاجونه راپورته شول، په کابل ښار کې لوی شمیر خلک واټونو ته راووتل. مګر په بې سابقې ډول په همدغو لاریون کوونکو چاودنې او وژونکي بریدونه پیل شول، چې مسؤلیت به یې د داعش په نامه نامعلومو خلکو قبلاوه. ارګ وتوانید چې د هماغو مرموزو بریدونو په توسط ولسي احتجاجونه د تل لپاره خاموشه کړي، عامه ترهه خپره کړي او خپلو سیاسي مخالفینو ته دا خبره تفهیم کړي چې که چا د ارګ خلاف احتجاج یا مظاهره وکړه نو د دهمزنګ د لاریونوالو په شان به په ډلییز ډول ووژل شي.
ورپسې چې په دې وروستیو کې ځینو علماء کرامو د امریکایي مظالمو په خلاف غږ پورته کړ او ځینو سیاسي شنونکو د ارګ چارواکي د سولې په پروسه کې په ناغیړۍ تورن کړل، بیا د دیني عالمانو، بې طرفه صاحب نظرانو او سوله ییزو فعالینو وژل پیل شول، چې مسؤلیت یې د داعش په نوم ګمنامې ډلې په غاړه اخیست. په دې ډول ارګ خپل ګڼ شمیر مخالفین په فزیکي ډول حذف اونور ډیر یې په خاموشۍ او یا له هیواده په وتلو مجبور شول او ارګ د داعش د حربې په استعمال سره خپل هدف وړیا ترلاسه کړ.
دا ټول شواهد ثابتوي چې د داعش په نوم مرموزه ډله د کابل ادارې او په خاص ډول د ملي امنیت په لاس کې یوه لوبیدونکې حربه ده. ارګ یې د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي. زړه بریښوونکې جنایات پرې ترسره کوي، تر څو عامه ذهنیت پرې مشغول او اسلامي امارت پرې متهم کړي. د انساني عقل حکم دا دی چې هیڅ واقعي مبارز خوځښت د کوچنیو ماشومانو په بې رحمانه قتل عام کې خپل هدف نه شي لټولای. دغسې دلخراشې صحنه سازۍ یوازې د استخباراتي لوبو برخه ګڼل کیدای شي او بس.