تور لستونه باید نور د سولې خنډ نه شي

د اونۍ تبصره: د افغانستان د مسئلې د حل او مذاکراتو د بریا په وړاندې یو لوی خنډ هغه تور لست او د جائزو لستونه دي چې لا هم د اسلامي امارت د یو شمیر مشرانو نومونه په کې ځای شوي او د مذاکراتي پروسې او دوه جانبه باور په وړاندې لوی خنډ او مانع […]

د اونۍ تبصره:

د افغانستان د مسئلې د حل او مذاکراتو د بریا په وړاندې یو لوی خنډ هغه تور لست او د جائزو لستونه دي چې لا هم د اسلامي امارت د یو شمیر مشرانو نومونه په کې ځای شوي او د مذاکراتي پروسې او دوه جانبه باور په وړاندې لوی خنډ او مانع بلل کیږي. عجیبه دا ده چې د دغو بندیزونو او جائزو وضع کوونکي له یوې خوا ظاهرا د سولې او جوړجاړي نعرې وهي، خو بل اړخ ته یې لا هم د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه په تور لست او یا د جائزې په لستونو کې ساتلي دي.

کله چې د یو چا نوم په تور لست کې داخل شوی وي، په هغه دې مختلف النوع بندیزونه لګولي وي او یا دې د هغه په سر جائزه اعلان کړي وي. په داسې صورت کې بیا هغه کس یا ډلې ته د جوړجاړي خبره نه یوازې غیر منطقي ده بلکې د کومې نتیجې تمه هم ترې نه شي کیدلای. ځکه د هر تفاهم او جوړجاړي لپاره اول شرط دوه جانبه اعتماد دی چې د تورو لستونو په صورت کې هیڅ کله نه شي رامنځته کیدلای.

څو ورځې وړاندې د اپريل میاشتې په دیرشمه د اسلامي امارت سیاسي استازو د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له استازو سره پنځه اړخیزه غونډه درلوده، په دې غونډه کې هم د نورو موضوعاتو تر څنګ په پوره جدیت سره د تور لست او جائزې د لست خبره مطرح شوه او د اسلامي امارت هیئت په قوي استدلال سره دا ضرورت ثابت کړ چې نور باید دغه لستونه ختم شي.

د یادو هیوادونو استازو چې د ( ترویکا پلس ) فورم په نوم یادیږي، هم په ګډه اعلامیه کې وویل چې یاد هیوادونه له تور لست څخه د اسلامي امارت د منسوبینو د نومونو د ایستلو څخه ملاتړ کوي او دا د سولې او جوړجاړي په برخه کې ګټور ګام بولي.

د دوه جانبه اعتماد لپاره اړینه ده چې د اسلامي امارت د اعضاوو نومونه له تور لست او د جائزې له لست څخه په معلق او مشروط ډول نه بلکې په مطلق ډول وایستل شي. هغه تور لستونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې هیڅ ګټه نه ده رسولې، بلکې علاوه یې دوه اړخیز اعتماد زیانمن کړی او د مذاکراتي پروسې د بریا په وړاندې د یوه خنډ په حیث پاته شوي دي، نور یې ختمول یوه مهمه اړتیا ده.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په سازمان او ټولو جهتونو غږ کوي چې که واقعا د افغانستان د موضوع له حل او د مذاکراتي پروسې له بریا سره علاقه لري، باید نور په دغه لستونو ټینګار ونه کړي. دوی د دې په ځای چې اسلامي امارت ته بیلابیلې سپارښتنې وکړې، تر ټولو لومړی باید خپل مسؤلیتونه وپیژني او په ترسره کولو سره یې ثابته کړي چې واقعا د افغانستان د موضوع له حل او زموږ په هیواد کې له سولې او ثبات سره علاقه لري.