امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د دې عصر یو استثنائي رهبر

د اونۍ تبصره:  د ثور د میاشتې څلورمه نیټه چې د رمضان له ۱۲ مې سره سمون خوري، د اسلامي امارت د مؤسس امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات له اتم تلین سره برابره ده. په دې اړه په ملي او بین المللي سطحه د اسلامي فکر لارویانو او د اسلامي […]

د اونۍ تبصره: 

د ثور د میاشتې څلورمه نیټه چې د رمضان له ۱۲ مې سره سمون خوري، د اسلامي امارت د مؤسس امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات له اتم تلین سره برابره ده. په دې اړه په ملي او بین المللي سطحه د اسلامي فکر لارویانو او د اسلامي امارت ملاتړو د مرحوم امیر المؤمنین په اړه خپل نیک تأثرات، خاطرې، د عقیدت پیرزوینې او د نوموړي د کارنامو بیلګې رایادې او د ټولنیزو رسنیو له لارې په نشر سره یې د مرحوم امیر یاد ولمانځه.
مرحوم امیر المؤمنین د دې زمانې له عظیمو سیاسي او اصلاحي شخصیتونو څخه و. داسې شخصیتونه په پيړیو کې کله کله تکراریږي. نوموړي د اسلامي سیاست او حاکمیت هغه هیره فریضه راژوندی او د عمل جامه یې ورواغوسته چې په تیرو څو پیړیو کې له خلکو هیره او تطبیق یې ناممکن بلل کیده. مګر مرحوم ملا صاحب یو ځل بیا نړۍ ته وښوده چې که ایمان، اخلاص، عزم او په خپلو مبادئو اعتماد او باور موجود وي، نو اوس هم ممکنه ده چې د خیر القرون په څیر په سوچه اسلامي اساساتو ولاړ حکومت رامنځته، شرعي قانون نافذ، شرعي حدود اجراء او د حکومتدارۍ، قانون، قضاء، فرهنګ، معارف او اقتصاد په شمول د ژوند ټول اړخونه د شریعت په ځلانده دستور برابر شي.
د مرحوم امیر المؤمنین لویه کارنامه همدا وه، چې د دې عصر په نړیوال نظم کې یې یوه هیره شوې سیاسي نسخه مطرح کړه چې هغه اسلامي نظام دی. هغه نظام چې د تدوین، تصویب او طراحۍ چارې یې د کوم شرقي یا غربي مفکر یا فیلسوف لخوا نه دي ترسره شوي، بلکې الله تعالی ځمکې ته د انسانانو د اصلاح او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره رالیږلی دی، هغه نظام چې د انسان د سعادت، امنیت، عدالت، اخلاقي لوړتیا او ټولنیز پرمختګ یوازینی ضامن بلل کیږي.
غمیزه دا ده چې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد شخصیت او د افغانستان د اسلامي امارت ماهیت لا هم د منفي تبلیغاتو په دوړو کې ورک او خلکو ته یې واقعي درک آسانه نه دی. په کار دا ده چې د مرحوم ملا صاحب شخصیت، د هغه تقوی، اخلاص او خپلو معتقداتو ته تعهد په بې طرفه ډول وڅیړل شي. نړیوال دې پرته د تبعیض له عینکو او سیاسي ملاحظاتو د اسلامي نظام ماهیت مطالعه کړي، چې په هغه کې د عدالت او سعادت څومره درنه زیرمه خوندي ده. هغه زیرمه چې عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د الله تعالی په نصرت عملا دنیا ته وښوده او مثبت اثرات یې ټولو ولیدل.
اوس چې په افغانستان کې یو ځل بیا د راتلونکي نظام په اړه بحث زور اخیستی دی، نو هیوادوال او نړیوال باید یاد ولري چې دوه نیمي لسیزې وړاندې لکه څنګه چې اسلامي نظام او د شریعت نفاذ د هیواد او ولس د ټولو دردونو دوا شو، ولس یې د ټوپکیزم له بدمرغیو او ستونزو وژغوره، د هیواد سالمیت او نړیوال حیثیت یې خوندي کړ او د امن، اطمینان او سعادت ژوند ته یې لاره هواره کړه. اوس هم موجوده ټولې ستونزې یوازې په اسلامي نظام سره حل کیدلای شي.