اسلامي امارت او د مذهبي اقلیتونو حقوق

د اونۍ تبصره: د کابل ادارې مشر اشرف غني تېره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقوقو د رعایت په مقصد به په ملي تقویم کې یوه ورځ د هندوانو او سیکانو په نوم کړي، دغه راز به د علومو په اکاډمۍ کې د مذهبي اقلیتونو د څیړنې څانګه پرانیزي. […]

د اونۍ تبصره:

د کابل ادارې مشر اشرف غني تېره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقوقو د رعایت په مقصد به په ملي تقویم کې یوه ورځ د هندوانو او سیکانو په نوم کړي، دغه راز به د علومو په اکاډمۍ کې د مذهبي اقلیتونو د څیړنې څانګه پرانیزي.
اشرف غني د مذهبي اقلیتونو په اړه دغه شعاري او نمایشي اقدامات داسې مهال کوي چې د افغانستان په تاریخ مذهبي اقلیتونو ته تر ټولو سخته ضربه د اشرف غني په وخت کې رسیدلې ده. مذهبي اقلیتونه چې په اسلامي نظام کې د اهل الذمه تر عنوان لاندې بشپړ حقوق لري او د سر او مال خوندیتوب یې تضمین شوی وي، له اشغال پخوا یې په افغانستان کې د امن او ډاډ ژوند درلود. مګر د اشغال په وروستۍ شل کلنه دوره کې یې نه یوازې ملکیتونه، دوکانونه او کورونه غصب شول، بلکې په منظم ډول د هیواد پریښودلو ته اړ کړای شول. د یوې څیړنې له مخې د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې ۱۵ زره سیکان او هندوان موجود و، چې دا شمیره په خپل حال ثابته پاته وه. خو د امریکایي اشغال نه وروسته د حامد کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې اکثره هندوان او سیکان له هیواده په وتلو اړ کړای شول تر دې چې د اشرف غني تر واکمنۍ پورې یوازې دوه زره کسان پاته و. خو د اشرف غني په وخت کې هغه دوه زره هم په منظم ډول قتل عام او یا له هیواده په تیښته اړ کړای شول تر دې چې في الحال یوازې د لسګونو په شمیر هندوان او سیکان په افغانستان کې پاته دي.
لوړ ارقام دا خبره ثابتوي چې د اشغالګرو لخوا په افغانستان تپل شوي فاسد رژیم یوازې زموږ مؤمن ولس نه دی ځپلی، بلکې د افغانستان نامسلمان اوسیدونکي یې هم په داسې ډول ځپلي چې پخوا یې بیلګه نه ده لیدل شوې.
د افغانستان اسلامي امارت د اسلام عالي احکامو ته په تعهد سره د اهل الذمه حقوق رعایت کول له خپلو دیني وجائبو او مهمو مسؤلیتونو ګڼي. له همدې امله د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې له مذهبي اقلیتونو سره تړلي کسان د عزت او ډاډ ژوند لري.
اسلامي امارت ځکه د اسلامي نظام په حاکمیت او د قرآني قانون په نفاذ ټینګار لري، چې په اسلامي نظام کې د ټولو خلکو حقوق رعایت شوي دي. هیڅوک د چا په سر، مال او حیثیت تعرض نه شي کولای. حتی د نورو مذاهبو د پیروانو لپاره هم د داسې ډاډمن ژوند شرائط مهیا کوي چې د نړۍ په بل هیڅ قانون کې یې بیلګه نه لیدل کیږي.
زموږ ولس باید د ګوډاګي رژیم په خبرو او نمایشي اقداماتو خطا نه شي، بلکې عمل ته یې باید وګوري. لکه څنګه چې د اقلیتونو د حقوقو په برخه کې د اشرف غني خبرې او عمل د ځمکې او اسمان هومره فرق لري همداسې یې هر ادعا پوچه او یوازې د خلکو تیر ایستل دي. د افغانستان مذهبي اقلیتونه دې ته اړتیا نه لري چې په تقویم کې یې ورځ په نوم شي، هغوی د خپل سر خوندیتوب ته اړتیا لري چې د ملي امنیت لخوا په مرموزو بریدونو کې قتل نه شي. هغوی د خپلو ځمکو او عبادت ځایونو ساتنې ته اړتیا لري چې د اشرف غني مشاورین او د پارلمان وکیلان یې ترې غصب نه کړي.