پخپل کور کې د معدې درد درملنه وکړ

لیکوال: راټولونه: خالدسنګر نعناع: نعناع د معدې درد لپاره کافي شافي درمل دي. دا د ډاکترانو خبره ده چې نعناع د معدې درد لپاره سالمه نسخه ده، خو پاکوالي ته به یې پاملرنه کوئ. د نعناع اوبه او غوړ د معدې د سوزش او درد کمولو لپاره ډېره ګټه لري. ـ ژوره ساه واخلئ: که چېرې […]

لیکوال: راټولونه: خالدسنګر

نعناع:
نعناع د معدې درد لپاره کافي شافي درمل دي. دا د ډاکترانو خبره ده چې نعناع د معدې درد لپاره سالمه نسخه ده، خو پاکوالي ته به یې پاملرنه کوئ. د نعناع اوبه او غوړ د معدې د سوزش او درد کمولو لپاره ډېره ګټه لري.
ـ ژوره ساه واخلئ:
که چېرې مو معده درد کوي او تر هغو چې ډاکتر ته ځان رسوئ، نو ژوره ساه واخلئ. د ژورې ساه اخستل (Meditation) د معدې د تیزابي کېدو یو څه مخه نیسي او سمدستي مو د معدې درد کموي.
زنجبیل:
د سهار لخوا له طبیعي زنجبیلو څخه استفاده پدې ډول چې په چای کې یې ور واچوئ کولای شي د معدې درد او تیزاب مو راکم کړي.
د غاړې او ملا ورزش:
د معدې د درد کمولو لپاره د غاړې او ملا حرکتونه وکړئ، دغه ورزش د معدې درد کموي. دا ورزش پدې ډول کېږي چې سر مو لکه د کُبرا مار پورته ونیسئ او ملا مو اوږده وغځوئ. هڅه وکړئ څو ځله دا کار وکړئ او ژوره ساه واخلئ.
کیله:
د کیلې یا پوډر خوړل یې کولای شي ستاسو د معدې درد ان ۷۵ سلنه راکم کړي. په سنتي طب کې د معدې د تیزابي کېدو مخنیوي لپاره له کیلې او یا پوډر څخه یې استفاده ډېره عامه ده.