امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم دریمه برخه

مهاجر فراهي ١٤٤٤/٩/٢٧/سپوږمیز ١٤٠٢/١/٢٩/لمریز —— د تېر پسې څرنګه چې اسلام موږ ته د بیت المال په اړه د جدي او محتاط اوسېدا امر کړی، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه د هغه خلکو په اړه چې د بیت المال د توکو سره سهل انګارې کړي، بې ځایه او بې ضرورته استفاده ترې […]

مهاجر فراهي

١٤٤٤/٩/٢٧/سپوږمیز

١٤٠٢/١/٢٩/لمریز
——

د تېر پسې

څرنګه چې اسلام موږ ته د بیت المال په اړه د جدي او محتاط اوسېدا امر کړی، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نه د هغه خلکو په اړه چې د بیت المال د توکو سره سهل انګارې کړي، بې ځایه او بې ضرورته استفاده ترې کوي ډېر زیات احادیث روایت شوي.
موږ د څلورو راشده خلفاؤ او عمر بن عبدالعزیز رضی الله عنهم اجمعین په اړه په کتابونو کې لوستلې چې دوی د مسلمانانو د بیت المال سره څه ډول چلند کاوه، څومره ورسره محتاط وه او هڅه یې داوه چې د امکان تر بریده خپل ځانونه ترې وساتې.

موږ ته علماوو په کتابونو کې توصیه کړي چې هڅه وکړو حتا د اړتیا پر مهال هم د بیت المال له اړوند اموالو نه استفاده ونه کړل سي، که بیاهم کیږي نو د مشخص شرعې چوکاټ دننه به ترې ګټه اخیستل کیږي.
تاسو پوهیږی چې د اسلامي امارت زعیم او مشرتابه په اسلامي علومو کې ډېر پراخ لاس لري چې کلونه، کلونه یې تدریس او مطالعې کړي په ځانګړې توګه هغه وخت چې دی په اصطلاح په قرنتین کې وو، اړیکې، ارتباطات، لیدنې او ملاقاتونه یې ډېر محدود وه په همدې موده کې یې نوره هم خپله دینې معلوماتې ذخېره اضافه کړل.

نو خبره پر دې راڅرخېدل چې د مشرتابه چلند د بیت المال د اشیاوو سره څه ډول دی؟
زما د معلوماتو په اساس امیرالمؤمنین حفظه الله خپله هم د بیت المال د اجناسو په استعمال کې ډېر حساس دی او هیڅکله یې خپلو خپلوانو ته هم اجازه نه ده ورکړي چې د بیت المال له اجناسو نه استفاده وکوي.
زما د کره معلوماتو له مخې امیرالمؤمنین حفظه الله تردې مهاله خپل هیڅ قریب ته د بیت المال د کوم وسائط د استعمال او کارولو اجازه نه ده ورکړې او همداشان یې د بیت المال له روپو نه هم کوم قریب ته نه دي ورکړي.

یو ځل امیرالمؤمنین خپل ورور ته وویل: تاسو دا ګومان مه کوی چې زه به تاسو ته د بیت المال نه څه شی در کړم په الله قسم ما تر اوسه پخپل هیڅ قریب د بیت المال روپۍ نه ده خوړلې.

سبحان الله! کله چې سړی د خپل مشرتابه د داسي دريځ په اړه خبرېږي چې د بیت المال په اړه یې لري د سړي ذهن کټ مټ د اسلافو تېر تاریخ ته ورګرځي، کله چې زموږ د امیرانو چلند د مسلمانانو د مال (بیت المال) سره همداسي وي نو بیا سړی ډاډه شي چې داسي امیران هیڅکله زموږ پر برخلیک داسي فیصله نکوي چې زموږ د دنیا او عقبا زیان پکې وي.
د اسلامي امارت مشرتابه نور هم په خپل خصوصي ژوند کې د زیات ساده توب پلوی دی، نه غواړي مرفه ژوند ولري او هڅه یې داوي چې تر ډېره د اسلام د نورو مشرانو په څېر په دنیا کې زاهدانه ژوند تېر کړي.

یوه ورځ یې مشر زوی حافظ محمود صاحب ورته ویلې وه چې: د اوبو د تصفیې (فلټر) یو کوچنی ماشین به راوړو کورته مریضان هم لرو ښه دی چې د څېښلو لپاره ددې ماشین نه استفاده وکړو، امیرالمؤمنین په ځواب کې ورته ویلې وو ” نه قطعا اجازه نسته ” ځانونه به په عصرې او مرفه ژوند نه عادت کوی.

*درنو لوستونکو!*

تاسو څه فکر کوی چې د اسلامي امارت زعیم به څومره ځمکې او جائدادونه لري؟
زما د کره معلوماتو په اساس تر دې مهاله په ټول هیواد کې امیرالمؤمنین حفظه الله یوه لویشت ځمکه، شخصې ملکیت او نه هم خپل شخصې استوګن ځای او کور لري.
دا خبرې کېدای شي هغو ته د تعجب وړ وي چې د دنیا د چارو سره یې زړونه تړلې او د دنیا د مال او متاع په لټه کې شپه او ورځ سرګردان وي خو هغوی چې د الله تعالی سره یې زړونه تړلې وي داسي شیان ورته معمولې او ناڅیزه ښکارې.

که څه هم داسي شیان شرعا ممانعت نلري او هر مسلمان کولای سي د ځان لپاره شخصې کور او اور ولرې، خو د مسلمانو واکمنو لپاره داسي ژوند تېرول د تحسین او تقدیر وړ دي.

نور بیا…..!