امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم؛ دویمه برخه

مهاجر فراهي ١٤٤٤/٩/٢٦/سپومیز ١٤٠٢/١/٢٨/لمریز ——- په تېر پسې لکه څنګه چې وړاندي وویل سول دا واقعا ستر کار وو چې د بولدک نه تر حیرتانه، له فراه نه تر واخانه، له تورخمه تر شېر خانه، له هلمنده تر نورستانه، له ختیځه تر لویدیځه او له سویله تر شماله دا غیر منظم پوځ او جنګیالې هماهنګ […]

مهاجر فراهي

١٤٤٤/٩/٢٦/سپومیز
١٤٠٢/١/٢٨/لمریز

——-
په تېر پسې

لکه څنګه چې وړاندي وویل سول دا واقعا ستر کار وو چې د بولدک نه تر حیرتانه، له فراه نه تر واخانه، له تورخمه تر شېر خانه، له هلمنده تر نورستانه، له ختیځه تر لویدیځه او له سویله تر شماله دا غیر منظم پوځ او جنګیالې هماهنګ او منسجم کول، همداشان د مسؤلینو تغیر او تبدیل د فرامینو تطبیق او عملې کول دا یو خارق العاده کار او د انسان تر تصور لوړه چاره وه.

په داسي حال کې چې خپله مشرتابه حفظه الله د غلیم تر سخت تعقیب لاندي، لیده کاته او د مسؤلینو سره یې تماس او ملاقاتونه خورا محدود وه.
هره شېبه ددې انتظار کېده چې د غلیم لخوا کشف او پرې چاپه ووهل سي. یوځل امیرالمؤمنین موږته په یوه مجلس کې وویل: تاسو د اولسې وګړو سره نېک چلند وکړئ، د شپې له پلوه د خلکو په کورونو کې مه ور لویږئ او د ماشومانو او ښځمنو په وړاندي یې خلک مه ځوروئ.
امیرالمؤمنین د خپلو خبرو په دوام کې اضافه کړل چې ماته د قرنتین په دوره کې تر ټولو ډېر داسحنه ځوروونکې وه چې ما به د ځان سره دا فرض کړل که همدا اوس دښمن راسي او د کور په منځکې جګړه ورسره نښلې او زه پکې د دوی په وړاندي وژل کېږم نو دا انځور به د تل لپاره زما د ماشومانو په ذهنونو کې ثبت پاتې کیږي.

کله چې د هیواد په لر او بر کې د فتوحاتو لړۍ پیل سوه نو د ټولو سره همدا تشویش پیداوو چې په هیواد کې به یو ډول انارشیزم او ګډوډي رامنځته کېږي، دولتې شتمنۍ به لوټ او تالا ترغه کېږي، خارجې سفارتونه او بین المللې مؤسسات به چورېږي، سوداګریز او تجارتې مارکټونه به د داړه مارو ډلو لخوا چپاول کېږي، بانکونه اوصرافۍ به لوټل کیږي.
د فتوحاتو ټوله خوښې له مانه همدې تشویش تروړلې وه چې خدای مکړه د مجاهدینو په راتلو به په ښارونو کې دننه کوم ناورین رامنځته شي.

موږ په تېرو درې لسیزو کې د څو نظامونو د ادلون بدلون شاهدان وو چې په ټولو کې څومره ګډوډۍ، شوکې، چور تالان غلا او غدۍ رامنځته شوي وې، خو الحمدلله داځل هیڅه کومه بده پېښه او جدې ستونزه رامخېته نه شوه او د قدرت د انتقال دا بهیر تر ډېره پورې په ډېره احسنه توګه تر سره شو.

همداشان د عمومې عفوې بهیر ته که په دقیق ډول ځیر شو وبه مومو چې په حقیقت کې دا څومره یوه مهمه پروسه وه او په څومره ښه توګه پلې او عملې شوه.

آیا تاسو دې بهیر ته کله فکر کړی چې څه ډول یوه ډله چې تېر شل کلونه یې په لکونو ځوانان او غړي په څومره وحشت شهیدان،ژوبل او اسیران شوي، بې کوره او بې اوره شوي خو نن فاتحین او بریالې ښارونو ته دننه کېږي، هغه غلیمان یې چې د امریکایې اشغالګرو سره اوږه پر اوږه روان او د دوی د وژلو لپاره یې په ګډه پلانونه جوړول؛ د دوی رحم او کرم ته پاتیږي.
خو ددې پرځای چې د پرون دا مظلومان او د نن فاتحین له دوی نه غچ واخلې، قتل عام وکړي او وینې وبهوي یواځې د خپل مشرتابه د عفوې په عمومي فرمان یې ټول قاتلان او مجرمین وبخښل.
آیا دا کومه ساده خبره ده چې څوک خپل د ورور قاتل ته په رډو ګورې، اسلحه یې په لاس او مرمۍ یې ورتېره کړي وي او د غچ اخیستلو په وړاندي یې هیڅ خنډ نه وي خو بیاهم یواځی خپل د امیر د فرمان له امله مخ ترې اړه وي.
آیا په معاصره نړۍ کې د داراز بخښنې بله کومه نغده بېلګه شتون لري چې وړاندي کړل سي؟.

که وګورو دا فتحه یواځې د څو تنو د تبدیلۍ موضوع نه وه بلکې یو نظام او سیسټم له بنسټه تغیر وکړ، نوی پوځ، پولیس او قطعات راغلل اود پخوانۍ اردو او حکومتې چوکاټ ځای یې ونیو.

نو درانه لوستونکیه! ددې دومره لوی نظام او سیسټم بدلون له ډېرو لویو ناخوالو، وژنو، چور، چپاو او ګډوډیو پرته ددې ښکارندویې کوي چې دا هرڅه د یوه سالم مدیریت، قوې رهبرۍ او زړه سواند مشرتابه برکت وو چې دا ټولې چارې یې په دومره احسنه توګه کنټرول او عملې کړې.

نور بیا……..!