امیرالمؤمنین، چې زه یې پیژنم پنځمه برخه

مهاجرفراهي ١٤٤٤/١٠/١٢سپوږمیز ١٤٠٢/٢/١٢/لمریز طبعې خبره ده زموږ هر هیواد وال حتا خواص وروڼه غواړي پوه سي چې زعیم او مشرتابه یې په ورځنې شکل په کومو چارو بوخت وي؟ کومي فیصلې تر نظر تیروي؟ ورځنی تقسیم اوقات یې څنګه وي؟ آیا د شپې له پلوه هم رسمي کارونه کوي؟ او داسي نور… موږ د نړۍ […]

مهاجرفراهي
١٤٤٤/١٠/١٢سپوږمیز
١٤٠٢/٢/١٢/لمریز

طبعې خبره ده زموږ هر هیواد وال حتا خواص وروڼه غواړي پوه سي چې زعیم او مشرتابه یې په ورځنې شکل په کومو چارو بوخت وي؟ کومي فیصلې تر نظر تیروي؟ ورځنی تقسیم اوقات یې څنګه وي؟ آیا د شپې له پلوه هم رسمي کارونه کوي؟
او داسي نور…

موږ د نړۍ د بیلابېلو رئیس جمهورانو، پاچهانو او واکدارانو په اړه اورو چې دومره ساعته کار کوي، زیار باسي او د خپلو هیوادونو د ابادۍ لپاره مسلسل پلانونه جوړوي.

همدا راز مو د خپل هیواد د ځېنو واکمنانو په اړه اورېدله وه چې ګواکې هغوی ډېر کار کاوه.

داچې په دنیا کې وخت ډېر قیمتي دی، بلکې د وخت ارزښت د هیڅ بل کوم شي سره نسي پرتله کېدلای، اسلام هم موږ ته په ځلونو د وخت د اهمیت او ورڅخه د سمي استفادې سپارښته کړي او موږ افغانان تر هرچا زیات باید کار وکړو او زیار وباسو ځکه زموږ هیواد له کلونو راپه دېخوا جګړو او ناخوالو ځپلی ابادۍ او رغاونې ته سخته اړتیا لري.

څرنګه چې د اسلامي امارت زعیم جید عالم او تر بل هر چا زیات د وخت په ارزښت پوهیږي نو ځکه یې هڅه او کوښښ داوي چې له وخت نه سمه استفاده وکوي.

نوره خبره نه اوږدوم رابه سم دېته چې د اسلامي امارت مشرتابه حفظه الله خپلې چاري د کوم تقسیم اوقات له مخې مخته وړي او کوم کوم کارونه کوي.
د مشرتابه حفظه الله د ورځنیو چارو تقسیم اوقات په لاندي توګه تنظیم شوی وي.
کله چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي نو سمدستي ور پسې د قرآنکریم تلاوت کوي البته تلاوت په ډېر غور او دقت کوي باید ووایو مشرتابه حفظه الله ښه اواز لري او همدا شان ښه مجود قاري هم دی، چې تلاوت هم د قرئت د ټولو اصولو په مراعت کولو سره کوي.
د سهار د چایو په مهال ځینې د فتوا په اړه مهم مسائل مطالعه کوي او یا هم ځیني ضروري کاغذات چې د بعضو کارونو او ادارې مسائلو په اړه وي.
کله چې خپل کارې دفتر ته تشریف راوړي نو مخکې د رسمي چارو د پیل خپل د دفتر ټولو کارمندانو ته د مشکات المصابیح درس ورکوي او بیا په رسمي کارونو بوخت کیږي.
په همدې ترتیب خپل کارونه روان ساتې او د ماسپښین له جماعت وروسته متصل ډوډۍ خوري او بیا د تقسیم اوقات سره سم خپلې چاري پیلوي، که کله داسي مجلس وي چې څو تنه یې ګډونوال وي نو په نوبت هر یوه ته وخت ورکول کیږي تر څو په اړونده موضوع کې خپل نظر څرګند کړي او خپله خبره وکړي.
دالړۍ همداسي روانه وي چې ځینې وختونه همدا کاري چارې د شپې تر یوې او دوو بجو و غځیږي حتا کله ناکله خو داسي هم پېښ شوي وي چې کرۍ شپه پر ځینو مهمو موضوعاتو بحث وکړي او ویښ پاتې سي.
همداشان باید ووایو چې مشرتابه حفظه الله په پوره پابندۍ د تهجد لمانځه ته را پاڅیږي، بعضي وختونه د سهار له لمانځه وړاندي هم تلاوت او مطالعه کوي.
د مشرتابه حفظه الله عادت دادی هغه مسائل چې ده ته راځي نو دی یې ډېر عمیق څیړي او ټول اړخونه یې په نظر کې نیسي آن د جملو او الفاظو ترکیب ته یې پام وي.
همداراز دی ډېر حریص دی چې باید ټول مهم مسائل دده تر نظر تېر سي. ددې ټولو بوختیاوو سره سره دی غواړي چې د هیواد له روانو حالاتو، پېښو او ورځنیو مهمو مسائلو نه هم پر وخت ځان باخبر وساتې.

نوربیا