د کریسمیس اختر یعنی څه؟

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمن الرحيم نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد: کريسميس دعيسايانودخوشحالۍ ورځ ده چي دعيسی-عليه السلام-دزېږېدلوپه مناسبت يې ددسمبرپه۲۵لمانځي. دغه لمانځنه يوه اوبل ته دمبارکۍ په ورکولو،دسوغاتوپه وړاندي کولو،دميلادداختردشجري په لوستلواوپه يولړنورو مراسمو تر سره کېږي. دکريسميس کلمه دوه اجزاءلري اول يې: Christ دی د:مخلِّص په معنی دی چي […]

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:

کريسميس دعيسايانودخوشحالۍ ورځ ده چي دعيسی-عليه السلام-دزېږېدلوپه مناسبت يې ددسمبرپه۲۵لمانځي.

دغه لمانځنه يوه اوبل ته دمبارکۍ په ورکولو،دسوغاتوپه وړاندي کولو،دميلادداختردشجري په لوستلواوپه يولړنورو مراسمو تر سره کېږي.

دکريسميس کلمه دوه اجزاءلري اول يې:

Christ

دی د:مخلِّص په معنی دی چي دمسيح عليه السلام يولقب دی،يعني خلاصوونکی اودوهم جزءيې

mas

دی،دميلادپه معنی دی.

که څه هم انجيلونه دمسيح عليه السلام دميلادپه صحيح تاريخ کي سره وېشلي دي،خوبياهم دوی ددسمبرپنځويشتم دولادت دلمانځني اوپه دې تړاودخوشحالۍ داظهارلپاره ټاکلی دی.

دعيسی عليه السلام دپيدايښت تاريخ

عيسی عليه السلام دمحمدرسول الله صلی الله عليه وسلم تربعثت څه دپاسه ۶۰۰کاله مخکي زېږېدلی اودده له پيدايښت څخه عيسوي تاريخ پېلېږي،که څه هم دده دولادت مياشت اوورځ نامعلوم دي.

په دې هکله چي کاتوليک عيسايان ددسمبر۲۵تاريخ دعيسی عليه السلام دپيدايښت دورځي په نوم لمانځي دالمانځنه دعيسی عليه السلام ترپيدايښت څوپېړۍ وروسته شروع شوې ده.

خومسلمان بايدپه داسي مراسموکي له گډون څخه په کلکه ډډه وکړي ځکه په داسي شعائروکي دکافرانوسره گډون سخته گناه اونارواعمل دی.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام