د اسلام جنګي قانون:

لیکوال: م. رفيع الدین حنیف قاسمي د اسلام خپل جنګي قانون، په”جهاد فی سبیل الله” نومولی، څه زمونږ د خپلو کمزوریو، بدو کړنو ، بې ځایه خوځښتونو او له حد ه ډېر جذبا تیت ښودو او بل داسلام دښمنو سازشونو، افواهاتو،غلط پروپاګند، او دهغوئ د غلطو تعبیراتو او ناسمو تشریحاتو د جهاد حقیقي مفهوم مخدوش کړی […]

لیکوال: م. رفيع الدین حنیف قاسمي

د اسلام خپل جنګي قانون، په”جهاد فی سبیل الله” نومولی، څه زمونږ د خپلو کمزوریو، بدو کړنو ، بې ځایه خوځښتونو او له حد ه ډېر جذبا تیت ښودو او بل داسلام دښمنو سازشونو، افواهاتو،غلط پروپاګند، او دهغوئ د غلطو تعبیراتو او ناسمو تشریحاتو د جهاد حقیقي مفهوم مخدوش کړی ، دټولنې په اصلاح، دعامه امنیت په پلی کولو،دظلم، فساد او انارشیزم په مخنیوي کې دجهاد   په اوبامعنی کردار یې پرده غوړولي.

د میډیا اورسنیو   د پروپاګند په دي وخت کې، هر مسلمان مسؤلیت لري، چې هغه د تشهیر دبېلا بېلو زریعو د لارې داسلامي حکمونو روښان او ځلاند اړخونه بیرون ته ښکاره اومنعکس کړي،څو دزماني واټن غځیدا او دمسلمانانو دغفلت

، لاپرواهۍ اوناپوهۍ په نتیجه کې په اسلامي لارښوونو پریوتي ګردونه او دوړې لیري   او داسلامي لارښوونوحقیقي روښانه او ځلاند څېره دخلکو په وړاندې وځلېږي.

ددي خدمت، یوه نغده ګټه داده، چې د اغیارو اوپردیو ټول ناسم نظریات اوتشریحات به ځواب اوبي معنی پاتې شي،بل به هغوئ ته په اسلام د پوهیدو لپاره لارې بیرته شي،دا لیکنه په همدې لرلید لیکل کېږي، څو داسلامي جنګ بېلا بیل محاسن را ښکاره، اوداغیارو باطل نظریات اومفروضات ردشي،داسمه ده چې داسلام مبارک دین یومخ ټول د خیر او رحمت دین دی،خو ځینو دهوس مینانو، دخیټوغلامانو، دعدل او انصاف قاتلانو تل کوښښ کړی، چې دتغیر او تحریف له لارې دیو عبادت حقیقي مفهوم دخلکو له نظره پټ کړي او له خپله ځانه د هغه لپاره یوه معنی او مطلوب وتراشي! چې په دي کار کې هغوئ خورا زیات مهارت هم لري!

داچې نن سبا، داسلام جنګي نظریه، دکفري ملیتونو په ستر ګو کې ازغی ده،هغوئ پخپلو ستر ګو دتعصب او عقدې جشمې کړي، قصدً داسلام جنګي نظریاتو ته   دبدل رنګ خیژولو کوښښونه کوي، ولې هغوئ دا ښه درک کړي، که داسلام اصلي او روښانه څېره دنړۍ خلکو ولیده، بیا ددوئ بادا رې له ګواښ سره مخ کېږي، دیته په پام هغوئ لګیا دي په مختلفو عنوانو نو اوپلمو داسلام روښانه، ځلیدونکي او لوړ لمر ته دلاړو ور تف کولو حماقت کوي!!

دجهاد حقیقي مفهوم

ددي بحث نه به تېر شو، چې علی الا طلاق جنګ ممنوع ندی، داسلام نه مخکنیو امتونو اوپیغمبرانوته ته هم دکفارو سره دقتال او جهاد احکام ورکړل شوي وو، مطلب داچې قتال اوجهاد کوم نوی حکم ندی،رازو داسلام په مبارک دین کې دجهاد د حقیقي مفهوم موضوع ته، دجهاد په اړه یوه تیروتنه داده ، چې دجنګ په معنی اخستل کېږي، عربي کې د”حرب” لفظ یې مرادف بلل کيږي، چې دتباهې او بربادۍ په معنی دی، المعجم الوسیط: ۱۴۶)

خو عظیم الشان قرآن داسلام جنګي نظریې لپاره “حرب” لفظ ندی کارولی،دپام وړ خبره داده چې دکوم ملت او دین په نامه کې دامن او سلامتیا مفهوم ځای لري، ایا هغه د بي ځایه، وینو تویولو او د فساد خورولو ته دعوت ورکولی شي؟بلکې داسلام مبارک دین نړۍ ته ددې لپاره راغلی چې دظلم اوفساد جګړې پای ته ورسوي،په ځای یي نړیوالوته په امن،عدل اومساوات بناء جنګي نظریه ته مخکي کیږدې، چې دجنګ په تودو شیبو کې هم دهیڅ انسان حق تلف نشي! پري ظلم ونشي، ځکه په یاد لغت کې دجهاد دلفظ تشریح داسې شوي: قتال من لیس لهم ذمة من الکفار… یعنی له غیر ذمیانو سره قتال.( المعجم الوسیط)

داسلامي جنګ هدف: دفتنې اوفساد دريښو   ریبل:

په اسلام کې جنګ یو ښه مبارک عمل دی، له دې وجې مونږ ته یې په اړه د معذرت غوښتو رویې غوره کولو اړتیا نشته، ددېنه وروسته په دې پوهیدل پکار دي چې اسلام افاقي اونړیوال دین دی، لارښوونې یې دنورو ادیانو پشان یواځي دڅو رسمونواو عقایدو ټولګې ندي، اونه دانسانانو په لاس لیکلی قانون او دستوردی،بلکې دکایناتو دخالق لخوا را استول شوی دژوندانه نظام دی،چې دژوند دهرې برخې په اړه یې بشریت ته روښانه اصول ټاکلي،هم دا وجه ده، چې هر شخص لپاره اسانه ده، چې هغه په اسلامي لارښوونو عمل وکړي،هر کس کولی د اسلامي اصولو پخپلولو داسلام دامن، رحمت اوعافیت لمن کې ځان ځای کړي ، داسلام دجنګي( جهاد) نظام موخه همداده چې اسلامي لارښوونې په هر لور خورې شي،دزمکې له مخ نه د ظلم،نا انصافۍ ،بي ا منۍ،جبر او فساد ټغرټول شي، څو هر شخص په ازاده توګه دخدایي نظام دسیوري لاندې په امن اوډاډ سره ژوند وکړي،داسلام دپراخیتا غرض داندی، چې اسلام ته په ننوتو به خلک مجبوره ولی شي،دالله (جل جلاله) ارشاد دی: لا اِکراه فی الدین… په دین کې زرور او جبر نشته… که څوک دجزیه ورکولو په مشروعیت غور وکړي، دا حقیقت به ورته روښانه شي، چې داسلامي جنګ هدف داسلام غلبه ده، که هغه دیومخالف انسان په اسلام قبلولو سره راځي،اوکه دیوچا په رعیت جوړیدو ؛ چون جزیه ورکول ،داسلامي سلطنت دننه ژوندانه اسلامي اصولو منلو ته غاړه ایښودل په حقیقت کې داسلام برتري منل دي،هر کله چې اسلام ته غلبه په برخه شي،فتنه او فساد به ورک شي، جنګ به موقوف شي ،او همدي “ذمي” ته به په اسلامي سلطنت کې هغه ټول حقوق په برخه وي، کوم چې یو مسلمان ته په برخه وي،په قرآن پاک کې الله (جل جلاله) فرمایلي]او هغوئ سره ترهغه وجنګیږئ!چې فسا دپاتې نشي، او دین( غلبه)دالله شي اوکه هغه خلک ( دفسادنه) را وګرځیدل نو سختې به له هیچا سره نه کيږي،پرته دبي نصافۍکوونکو سره[ البقره:۱۹۳ایت) پ دي یت کې دجنګ بندۍ انتهاء،د فتنې اوفسادپای ته رسیدل   په ګوته شوي.

درسول الله (صلی الله علیه وسلم)په وخت کې غزوات او سرایا ټول ۸۲دي، که دغه جنګونه اقدامي اومنل شي، بیاهم دمقتولینو جمله شمېر۱۰۱۸ یوزر اتلس دی، چې بیا دا په ۸۲ وویشل شي، یوجنګ کې ۱۲.۱۴۱۴(دولس اعشاریه څلورسوه څوارلس) اوسط راوځي،درسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وخت د ټولو بندیانو شمېر۶۵۶۴(شپږزره پنځه سوه څلورشپیته) دی، چې دجزیره ډول عربي سیمې پراخیتا ته په نسبت هیڅ دی،بیا په دې کې لوی شمېر دحنین د ۶۰۰۰(شپږزره) بندیانو دی،کوم چې ټول ازاد شول، له دې وجې په پاتې نورو جنګونو کې دبندیانو اوسط اووه راوزي،ددې په مقابل کې دتیري زمانې ددوه لویو نړیوالو جنګونو دبربادیو اومرګونو پرتلنه اومقایسه که وکړو،کوم چې دڅو کوچنيو هېوادونو دازادولو لپاره شوي، او پکې دوژلوشویو او ټپي شویو انسانانو شمېر له اویا لکه نه اوړي،نوره نړۍ شاته کړه د”مقدسین” جنګ راواخله د”مهابهارت” دوژل شویو شمېر له لس ملیونه څخه کم ندی، اروپا کې دمقدسو جنګونو په نوم چې څومره خلک وژل شوي دهغوئ شمېر له لکونو څخه اوړي (ددي لپاره وګورئ :رحمةللعالمین ۲ټوک ۴۶۴مخ)

جزیه ورکول،په اصل کې داسلامي لارښوونو دبرترۍ او دزمکې په مخ دفتنې اوفساد په مخنیوي اعتراف دی،دیته هم دجنګ بندۍ انتهاء ویل شوي، دالله(جل جلاله) ارشا ددی اهل کتاب هغه چې نه په خدای(پوره) ایمان لري،اونه دقیامت په ورځ اونه هغه څېزونه حرام بولي کوم چې خدای () او دهغه رسول حرام کړي، او نه رښتینی دین ( اسلام) قبلوي،دهغوئ سره ترهغه وجنګیږئ،چې هغوئ څملي او جزیه اومني.( التوبه ۲۹)

جزیه هغه مال ته ویل کيږي،چې داسلامي سلطنت لاندې کوم کافران اوسي،دهغوئ دځان، مال او ابرو ساتنيپه غرض د هغوئ نه اخستل کيږي،دا معمولي مال وي،جزیه ورکونکو ته ذمیان ویل کېږي،داسلامي سلطنت درعایاوو په حیث دهغوئ دځان، مال او اوبرو ساتنه داسلامي سلطنت دنده اومسولیت دی،دهغوئ په دیني امورو کې لاسوهنه اسلام منع کړي،د هغوئ له ماشومانو، بوډاګانو میرمنو، اومعلولینونه جزیه نه اخستل کېږي، په همدې توګه په “مکاتب، مدبر،ام الولد” هم جزیه نشته،مذهبي پیشوایان چې ګوشه نشین وي، په هغوئ هم جزیه ورکول نشته( اصح السیر۴۷۴مخ)

په غیر جنګيانو د تعرض ممانعت:

داسلام د جنګي قانون، ښکلی او راښکونکی اړخ دا دی، چې دجنګ دوران کې دبي قصوره، بې وسلې، او کمزوروخلکو له   وژلو په کلکه منع کوي،کوم خلک چې عملاً په جنګ کې ګډون لري،یا کوم چې دمشورو او خدمتونو له لارې کومکونه کوي،هغوئ دوژلومستحق بولي، په پاتې نورو لکه ماشومانو،میرمنو، سپین ګیرو اوخلوت کې ناستو عابدانواوزاهدانو سروکار نلري ،دجنګ په دوران کې دبي قصوره خلکو وژل، خو لیري خبره ده، اسلام دشنو ونو، فصلونو،میوه لرونکوبوټو اوباغونو ته دزیان رسولو نه په کلکه منع کړي،په یو روایت کې دي، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:کمزوري سپین ږیري،کوچني ماشومان،اومیرمني دي و نه وژل شي( ابوداودباب دعوة المشرکین اِلی الاسلام،حدیث:۸۴۹)

په بل روایت کې راځي، حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه)شام ته یولښکر واستاو،هغوئ ته یې دا لارښوونې وکړې: ماشومان و نه وژنئ،په هېڅ میرمن لاس پورته نکړئ، کمزور سپین ږیري قتل نکړئ،میوه لرونکي وني قطع نکړئ، باغونو ته اور وا نه چوئ( موطاء امام مالک: ۱۶۸مخ)

دا خبره دپام وړده، په نبوي دور کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به هره کومه سېمه یا علاقه کلا بند کړه، دهغې دننه ټول میشت قبایلو او خلکو مخامخ په جنګ کې ګډون کاو،البته دصحابه وو په وخت کې عموماً دمسلمانانو مقابله دخلکو سره نه ،بلکې دحکومتونو اومنظمو پوځونو سره وه،په دې وجه مجاهدین هېوادو نو ته په فاتحانه ډول ننوتو وروسته ،هلته دعاموخلکو په مالونو، ملکیتونو،یا دهغه ځای دخلکو په مال او ځان لاس نه پورته کاوه،تردې پورې دهغو هېوادونو خلکو دمسلمانانو په زیات عدالت او انصاف لیدلو څوځله دهغوسیمو خلکو دخپلو عیسایانو،اوپارسیانوپرضد له مسلمانانو سره کومکونه و کړل، هغوئ ته یې   ذجاسوسۍ خبرو په رسولو کې مرسته کوله،هم دا وجه وه چې کله د یرموک جنګ پیښ شو او له امله یې مسلمانان د”حمص” ښارنه وتل، یهودان ورته تورات په لاس راغلل، وي ویل:په دې تورات سوګند، څو چې مونږ ژوندې یو،هیڅکله به رومیان دلته راپرینږدو،مه ځئ!عیسایانو په ډېر زیات حسرت وویل:په خدای سوګند درومیانو په نسبت له تاسو سره زمونږ محبت څو واره ډېر دی( الفاروق ۲ټوک ۱۲۰مخ)

دغورکولو وړ ځای دی،چې دجنګ نه داسلام   غرض بې امني او انارشیزم له منځه وړل دي، په عدل انصاف د برابر حکومت جوړول دي،که دا نه وای، نو دهغه ځای خلکو به دخپل دین او مذهب خلکو پرضد له مسلمانانو سره ملګرتیا نه کوله؟ یا ولې به یې   د دومره مینې او جذبو نه دډک محبت اظهار کاوه؟

دوعدو!پوره کولو تاکید:

اسلام په جنګ کې دکومو څېزونو په اړه کلک تاکید کوي،له هغو نه یو دوعدو پوره کول دي،بلکې په عامو حالاتو کې هم دوعدو سرته رسول د مسلمان دایمان لازمې جزء او نښه ده، وعده خلافي یا عهد ماتول دمنافق خاصه ده( ریاض الصالحین: ۲۹۳مخ)

دوعدې او عهد لحاظولو او په کلکه توګه پوره کولو په اړه الله(جل جلاله) فرمایي:

وعدې سرته رسوئ، ولې په اړه یې پوښتنه کېږي!

چې په عامو حالاتو کې اسلام دوعدې پوره کولو په اړه دومره کلکه غوښتنه اوحکم کوي، نودجنګ حالت کې یې اهمیت دوه واره زیات دی، له دې وجې په خاصه توګه دجنګ په دوران کې اسلام تاکید کوي، چې که دښمن دوعدې نه سرغړونه وکړه او که نه،دمسلمان لپاره روا نده چې هغه دخبر ورکولونه مخکي، ددښمن په لور پرمختګ پیل کړي،یا دوعدې او عهد ماتولو داطلاع ورکولو نه وړاندې پرهغه برید وکړي،بلکې ددښمن له لوري دوعدې ماتولو سربیره هم دمسلمانانو لپاره ضروري ده، چې اول په صفا او ښکاره الفاظو کې دوعدې دپای ته رسولو   اعلان وکړي، بیا دهغه وروسته د جنګ اجازه لري!!

الله () فرمایي:او که ویریږي ( اي محمده) له کوم قوم( چې وعده یې کړیده له تاسره) دخیانت نو وغورځوه دوئ ته ( دغه عهد)په ( داسې ډول اوطریقه) چې شئ تاسي او هغوئ برابر؛بیشکه الله نه خوښوي خیانت کوونکي ( الانفال: ۵۸)

په دې ایت کې دقانون یوه اهمه ماده راوړل شوي، په کومه کې چې دعهد او وعدې خاص اهمیت ښودلو ترڅنګ دا ښوونه هم شوي، چې که کوم وخت دمعاهدې په وخت کې بل فریق له اړخه دخیانت اندیښنه وه، بیا ضروري نده چې مونږ په هغه عهد ټینګ ولاړ یو! خو داهم روانده چې په پوره توګه دعهد او لوظنامي دپای ته رسیدو وړاندې مونږ پرهغوئ هجوم وکړو،بلکې صحیح صورت دادی چې د اطمینان او فرصت په حالت کې هغوئ دي خبر کړای شي،چې مونږ ستاسو د بدنیت او ارادې څخه خبرلرو! یا داچې ستاسي معاملات مونږ ته مشتبه ښکاري! له دې وجې په راتلونکي کې مونږ دشوي لوظنامې یا موافقې په لحاظولو مکلف نه یو! او تاسو ته هم هرډول اختیار دی چې زمونږ پرخلاف هر څه کول غواړئ! وي کړئ!

دې لړ کې مفتي محمد شفیع(رحمه الله)   یوه ښه په زړه پوري واقعه را وړي چې :حضرت معاویه(رضی الله عنه) له یو قوم سره تر یوې مودې دجنګ بندیز موافقه کړې وه، معاویه (رضی الله عنه) اراده وکړه، چې په منځ کې دشته فرصت نه په ګټه خپل لښکر او جنګي توکي، دهغه قوم په لور ور نیږدي یوسي، څو دټاکلي وخت په پای ته سیدو پردښمن   سملاسي حمله وکړي،خو په عین هغه وخت کې چې معاویه (رضی الله عنه) لښکر هغه لور ته روان کړی و، په اس باندې یو سپور سړی له لیري نه په لوړ غږ دا ناره وهله : الله اکبر الله اکبر وفاءً لاغدرًا یعنې دتکبیر د نارې ترڅنګ وایي: مونږ باید کړي وعده ماته نکړو،رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي:چې کوم قوم سره دصلحې او جنګ بندیز موافقه یا وعده و شي، دهغې پرخلاف دې نه کومه ګنډه خلاصیږي او نه دي تړل کېږي، حضرت معاویه (رضی الله عنه) چې خبر شو او وي لیدل چې وینا کوونکی مشر صحابي حضرت عمروبن عنبسه (>) دی،ژر یې دلیږل شوي لښکر دبیرته ګرځولو حکم ورکړ! څو دشوې وعدې په موده کې د لښکر لیږل په خیانت کې شمارنشي( معارف القرآن ۴ټوک ۲۷۰مخ)

جنګي بندیانو سره درحم و کرم معامله:

نړۍ کې چې څومره قومونه اوسلطنتونه تیر دي، دجنګي بندیانوپه اړه ټول ډېر وحشیانه او ظالمانه تاریخ لري، نن غربي هېوادونه هم دجنګي قیدیانو سره نهایتي ظالمانه رویه او وحشیانه سلوک کوي، دهغوئ د اوسنو ظلمونو ښکاره مثال ګوانتانامو بې او دابو غریب بدنام زندانونه دي، چې هلته یې په بندیانو دومره وحشیانه ظلمونه کړي، چې په لیدلو یې د هر لیدونکي له زړه وینې څاڅي، خو ددې ترڅنګ راځئ دجنګي بندیانو سره داسلام عادلانه سلوک،لږ پرتله کړو:

په بدر جنګ کې ۷۲ بندیان، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته په لاس ورغلل، چې د۷۰ بندیانو   د پریښودو بدل کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فدیه قبوله کړه ا و ازاد یې کړل، هغوئ سره دبند په موده کې دمیلمنو پشان رویه کېده، دمدینې خلکو دهغوئ ښه میلمه پالنه وکړه ، دخپلو ماشومانونه یې هم زیات دهغوئ مدارات وکړ،یوځل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دبدر بندیانو څخه دکوم یو دتکلیف نه ډک غږ ترغوږو ورسید،له امله یې   ورته ټوله شپه خوب ورنغلو،کله چې درسول الله په حکم ټول بندیان ازادشول، هیله په راحت شو،دبدر له نورو ټولو بندیانو فدیه اومنل شوه،یواځي دوه تنه ( عقبه بن معیط اونضربن حارث دخپلو نه بښونکو جرمونوپه وجه ووژل شول) دبدر وروسته “بني مصطلق” غزوه کې له سلو زیات نارینه اوښځینه بندیان راغلل،رسول الله هغوئ پرته له کوم شرط اوجرمانې ازاد کړل،په حنین جنګ کې شپږزره نارینه او ښځینه بندیان شول، ټول یې پرته د کوم شرط اوعوض نه   ازاد کړل، تردې چې دځینو بندیانوپه بدل کې خپله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د بندیانو نیو ونکو ته فدیه ورکړه،آن تردې چې ځینو بندیانوته یې تحفې او انعامونه ورکړل، ، پر مسلمانانو یرغل کوونکي دښمنان پخپل ټول تاریخ کې دبندیانو سره دداسې سلوک ،رحم او عاطفې مثالونه نشي وړاندې کولی ، درسول الله دهمداسې سپیڅلو لارښوونو نتیجه وه چې دراشدینو خلفاوو دوره کې چې کله عراق، مصر، شام، ایران اوخراسان( افغانستان) پشان لوی اومتمدن هېوادنه فتحه شول، په هېڅ یو ښار دکوم جنګیالي له لوري د یو چا غلامولو یا وینزه ګرځولو ذکرندی راغلی، بلکې مغلوب دښمن څخه دجنګ دتاوان په نوم هم دڅه اخستلو ذکر نشته( رحمة للعالمین ۱ټوک ۲۱۲مخ)

دپورته لیکنې ددلایلو په رڼا کې داخبره روښانه شوه، چې داسلام جنګي قانون درښتیني امنیت او سولې ضامن دی، دردیدلي اوزوریدلي بشر لپاره که په نړۍ کې کوم ځای دپناه نیولو اونجات دی، هغه داسلامي لارښوونو لاندې ژوند تیرول دي، کنه داټولې روانې ناخوالې او بدمرغۍ به هم داسي دهر چا ترشا روانې وي او په نړۍ به دجنګونو، فتنو اوفسادونو راج خور وي!

( ددارلعلوم دیوبند دمیاشتنۍ مجلې نه په مننه)