نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
له څو ورځو راهیسې د مزدور دښمن تبلیغاتي چینلونه، ویندویان او نور ډنډورچیان آوازه خپروي چې ګنې بعد له هغه چې د اسلامي امارت مجاهدینو له دښمن څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوه، نو هلته يې د تسلیم شوو کسانو په وژنه او نیونه لاس پورې کړې او داسې نور افواهات. موږ […]
له څو ورځو راهیسې د مزدور دښمن تبلیغاتي چینلونه، ویندویان او نور ډنډورچیان آوازه خپروي چې ګنې بعد له هغه چې د اسلامي امارت مجاهدینو له دښمن څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوه، نو هلته يې د تسلیم شوو کسانو په وژنه او نیونه لاس پورې کړې او داسې نور افواهات. موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو، وروسته له هغه چې سپين بولدک ولسوالۍ د مجاهدینو لخوا ونیول شوه، له ټولو یوځای شوو عسکرو او پولیسو سره ښه چلند شوی او هلته هیچاته زیان نه دی رسیدلی. البته د بولدک په مربوطات کې د شخصي خصومت له امله ۲ تنه وژل شوي وو چې موږ يې د عاملینو په نیولو او د قضيې په څیړلو بوخت یو. داچې په سیمه کې د مجاهدینو لخوا د وژنو بې اساسه آوازې خپریږي، موږ بشري او بین المللي ادارو او رسنیو ته بلنه ورکوو چې د سپيناوې لپاره دې د سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړي، موږ به آسانتیاوې ورته برابرې کړو، دوی دې ثابته کړي چې په کوم ځای کې څوک وژل شوی؟
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند ۱۴/۱۲/۱۴۴۲هـ ق ۲/۵/۱۴۰۰ هـ ش ــ 2021/7/24
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.