د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور خپور کړی چې ګنې د اسلامي امارت لخوا سولې ته لیوالتیا نشته او بل داچې له القاعدې تنظیم سره اړیکې پالي. موږ دغه راپور ردوو، متأسفانه چې دغه راپور د دښمنو کړیو د ناسمو معلوماتو په اساس ترتیب شوی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا له موقف […]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور خپور کړی چې ګنې د اسلامي امارت لخوا سولې ته لیوالتیا نشته او بل داچې له القاعدې تنظیم سره اړیکې پالي.
موږ دغه راپور ردوو، متأسفانه چې دغه راپور د دښمنو کړیو د ناسمو معلوماتو په اساس ترتیب شوی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا له موقف څخه په کې سوء استفاده شوې.
د اسلامي امارت پاليسي داده چې هيچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د بل چا د امنیت پرخلاف استعمال کړي.
همدا ډول د اسلامي امارت استازي د بین الافغاني مذاکراتو میز ته بشپړ چمتو والی لري، ترڅو په مذاکراتو کې پرمختګ وشي او د دوحې د تړون ټول بندونه عملي کړل شي، خو متأسفانه مقابل جانب لا هم نه دی توانیدلی چې په دغه مهم تړون باندې عمل وکړي، مثلا د می تر میاشتې پورې لاهم ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه دي وتلي، د ملګرو ملتونو له تورو او جایزو لستونو څخه د اسلامي امارت د مشرانو نومونه نه دي حذف شوي، د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په لاره کې خڼدونه اچول شوي او د بین الافغاني مذاکراتو له پيل څخه تر دریو میاشتو پورې د ټولو بندیانو د خلاصون موضوع هم لانده حل شوې، چې ټول د دوحې له تړون څخه سرغړونې دي.
پورته مواردو ته په کتو څرګندیږي چې اسلامي امارت د دوحې د تړون په اساس عمل کړی، خو مقابل جانب خپله ژمنه نه ده پرځای کړې او تخطیانې يې کړي دي.
په داسې حال کې د امنیت شورا لخوا لاهم په اسلامي امارت تور پورې کول، بې انصافي ده، هغوی باید د قضيې د یوه اړخ په مزاج خبرې ونه کړي، خپل معلومات دقیق کړي، د اسلامي امارت له استازو سره خپل تشویش له نیږدې شریک کړي او د وضعیت د مکدر کیدو لپاره ناسم معلومات خپاره نه کړي.
په داسې یو طرفه راپورونو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راځي او په نړیوله سطحه يې اعتبار ته زیان رسیږي.
اسلامي امارت د سولې پروسې ته ژمن دی، خو که څوک له بهر څخه په افغانانو د خپلو اجنډاوو تحمیل غواړي او یا د افغانستان د خپلواکۍ پرخلاف دريځ نیسي موږ يې په وړاندې دریږو او له خپل حق څخه دفاع خپل مشروع حق ګڼو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۱۰/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/3م