په روژه کې امساک يانې څه ؟ !

محسن سعود امساك او تمسك سره نږدې ټكي او دواړه د نيونې، ټينگونې، مديريت، كنترول او مهارېدنې په مانا دي. امساك د روژې په تعريف كې مركزي حيثيت لري او په دغه تعريف كې خورا موزون هم دی چې د هر اړخيزې او ژورې مانا پر لرلو هماغسې چې په حديثو او ديني كتابونو كې […]

محسن سعود
امساك او تمسك سره نږدې ټكي او دواړه د نيونې، ټينگونې، مديريت، كنترول او مهارېدنې په مانا دي. امساك د روژې په تعريف كې مركزي حيثيت لري او په دغه تعريف كې خورا موزون هم دی چې د هر اړخيزې او ژورې مانا پر لرلو هماغسې چې په حديثو او ديني كتابونو كې بشپړه ښوودل شوې ده؛ د رښتونې او په حقيقي مانا روژې او د هغې د عملي بڼې پر بر او وسور هر اړخيز مديريت او مهارېدنه را نغاړي. په څرگنده خو روژه د ژوند يوازې له ځينې ضرورياتو، واجباتو، سنتو او مباح چارو څخه په امساك او ځان كنترولولو باندې تعريفېږي. خو چې د روژې د څرگند تعريف له مخې د نورو وختونو له ضرورياتود، واجباتو، سنتو او مباحاتو لاهم د ځان كنترول فرض شوی او دا ټول پرې گرسره حرام گرځېدلي؛ لومړی خو هغه ناروا، ناوړه او زيان لرونكي كارونه او څرگندونې چې له روژې پرته هم ترې ځان كنترولول فرض او واجب دي او ترسره كول يې حرام او مكروه دي؛ په روژه كې تر نورو وختونو هم سخت حرام او پر همدغه كچه ځان ترې كنترولول هم لازيات كلك فرض او واجب گرځوي. او بيا چې حديثونه او كتابونه د روژې او په هغې كې د امساك پر بشپړ څرنگوالي غږېدلي؛ د دې ترڅنگ پر خپل ټول توان د نورو هر ډول عباداتو او نېكيو ترسره كولو او روژه يې د پام وړ ځانگړي فرصت په سترگه كتلو ته هم ډېره زياته هڅونه شوې ده او بيا د روژې په تعريف كې د امساك ټكي له تمسك سره نږدېكت هم د هغې مفهوم او څرنگوالی چې بايد عملي شي؛ د بشپړ دين او ديني لارښوونو تر عملي كولو ور پراخ كړی دی، ترڅو د دې مياشتې په شپه، ورځ، هره شېبه او مناسب وخت كې نېكۍ ولرو، د دين لارښونې عملي كړو او په دې ډول پر خپل ټول توان او هره شېبه له الله تعالی سره په معامله كې د پرمختگ هڅې وكړو.
موږ او تاسې وينو چې په اوسنۍ نړۍ او شرائطو كې زياتر مسلمان وگړي له هرڅومره ديندارۍ او هڅو، خواريو او د لېونتوب تر كچې تلوسې او مينې سربېره هم ډېر څه نشي كولی، يا هم يې په ښه توگه نشي ترسره كولی او چې حدود او تعزيرات نه پلي كېږي؛ ډېری نېكۍ رنگ هم نه راوړي او دا ځكه چې اسلامي نظام نه لري چې هر اړخيزه زمېنه ورته برابره، وړ چاپېريال يې را منځته او حدود او تعزيرات پلي كړي چې د نېكيو پر توان موندنې، كړنې او قبوليت ځانگړی اغېز لري. خو موږ الحمدلله له اسلامي نظام څخه هم برخمن يو، د نېكيو د زمينې برابرېدنې او چاپېريال را منځته كېدنې سره مو اوس پر وړاندې هيڅ خنډ او محدوديت نشته او حدود او تعزيرات پلي كېدل هم د پيل په مرحله كې دي چې د نېكيو د توانمندۍ او قبلېدو يو تر ټولو ښه فرصت يې پر لاس را كړی او ترې پر اغېزمنې گټې اخيستنې سره په اسانۍ كولای شو چې پر خپل ټول توان د هر ډول عبادتونو او نېكيو په ترسره كولو روژه په واقعي ډول يو د پام وړ ځانگړي فرصت په توگه ولمانځو، د روژې د شپې او ورځې د شېبې په شېبې حق ور پوره كړو او حديثونو او كتابونو يې ښودلي پراخ مفهوم سره سمه روژه ونيسو او گټې يې ترلاسه كړو. روژه له دې أمله هم د نېكيو يو ځانگړی غوره فرصت دی چې د حديثو او كتابونو د لارښوونو او وړاندوينو له مخې يوه نېكۍ پكې له۱۰برابره نيولې تر۷۰برابره ثوابونه لري، تر څنگ يې هغومره گناهونه هم پرې رژېږي او له ډېرو نورو گناهونو هم پرې ژغورل كېږي.
دا چې د هر څه لپاره د عامو موسمونو ترڅنگ يو ځانگړی موسم هم وي او د نورو نېكيو له منځه د توبې او دعاء موسم هم د روژې مياشت ده؛ موږ به عام وختونه لږ تر لږه۵وخته لمانځه كې په ځلونو له خدای ج څخه د نېكې لارې غوښتنه او دعاوې كړې او توبې به مو ويستلې وي، خو ډېرې اغېزمنې به نه وي واقع شوې او عام ډول يې د نه قبلېدو هم گڼ لاملونه وي، نو اوس د اسلامي نظام او روژې مياشتې دواړو د برم او بركت په غوره امتزاج سره چې ځانگړی موسم يې دی؛ د دعاژ او توبې رغنده اغېزې خپله ليدلی او تجربه كولی شو. همداسې د اسلامي نظام ترسيوري لاندې په دې مياشت كې د ځيني نېكيو له بركته په ځيني نورو هم زموږ پام كېدی شي. په ځانكړې هغه نېكۍ چې په همدې مياشت كې يې كولو ته په حديثونو او كتابونو كې هڅونه شوې، د ثوابونو يادونه او ړاندوينه يې شوې او د نورو مؤمنانو ديني او دنيوي گټې او مصلحتونه پكې په پام كې نيول شوي، لكه هغوی ته روژه ماتی وركول، د خير دعاكانې ورته كول او په نېكيو كې يې ملاتړ، هڅونه او همكاري ورسره كول ديادونې وړ دي. نو په روژه كې امساك يانې د نورو وختونو ځينې ځانگړيو ضرورياتو، واجباتو، سنتو او مباحاتو پرېښودلو تر څنگ په دې مياشت كې انفرادي او ټولنيزې ناروا، ناوړه او زيان لرونكې كړنې هم تر نورو وختو پر زيات جديت پرېږده او د ښه بديل په توگه يې هر ډول نېكيو ته بشپړه او جدي پاملرنه هم ولره، په ځانگړې هغه چې حديثونو او كتابونو يې په همدې مياشت كې ځانگړې سپارښتنه كړې ده او كوي يې.