فکر او شخصيت جوړونه د ټولو موخو او پرمختگونو بنسټ دی !!

جبرل سعد موده مخكې يې د يوې ښوونځۍ شاگردانو ته ليك ښود، اوس نو رخصتۍ كې بيا له يادو شاگردانو څخه يو يې ده ته لارې ښيي چې مثلاً دلته او هلته مبائل مه كاروه. بل يې را ولاړېږي په يو ډول اذيت او تكليف ور كوي، احساسات يې تخريش او پاروي او په كار […]

جبرل سعد
موده مخكې يې د يوې ښوونځۍ شاگردانو ته ليك ښود، اوس نو رخصتۍ كې بيا له يادو شاگردانو څخه يو يې ده ته لارې ښيي چې مثلاً دلته او هلته مبائل مه كاروه. بل يې را ولاړېږي په يو ډول اذيت او تكليف ور كوي، احساسات يې تخريش او پاروي او په كار او تلو كې ورته ستونزې او ځنډ را منځته كوي او داسې نور… استاد اړ شي چې هلته دلته ورپسې منډې كړي، پلار يې ولټوي چې دا يې څنگه روزنه ور كړې، له ځانه يې وشړي او آن د پښېمانتيا په دې فكر كې شي چې ولې يې داسې بې مهاره شاگردانو ته ليك ښود؟ حال دا چې ليك ښودنه او زده كړه خو د پوهنې مقدمه، حياتي برخه او زموږ د ټولنې يوه ډېره ستره اړتيا هم ده چې رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم هم د نيول شويو ځينې بنديانو فديه همدا ليك ښودنه ټاكلې وه او دوی ته يې ويلي و چې د فديې په ډول دې څو اصحابانو رضي الله عنهم ته ليك وښيي. خو دلته ستونزه دا وه چې لومړی شاگرد يو بل استاد او دوهم بيا يو خپلوان دغې بې لارۍ، ناوړه كار او د خدای ج خپه كولو ته هڅولی او لمسولی و. دا موږ ته ډېر څه ښيي او ډېر پيغامونه راته لري. يو يې دا هم دی چې چا ياد شاگردان دغې بې لارۍ ته هڅولي او لمسولي و؛ دوی خپله سمه روزنه نه ده ليدلې، نو اوس چې شاگردان د استاد پر وړاندې لمسوي دا يې پايله ده او دغه لمسون بيا پر بېلارۍ د يادو شاگردانو يو ډول روزنه ده او يادو شاگردانو هم تر اوسه سمه روزنه نه ده ليدلې.
سمه يانې هغه روزنه چې د اولاد له۶مياشتينۍ يې مسئوليت د مور او پلار غاړې ته لوېږي او تر هغه دوام كوي چې هغه پر ښو او بدو ښه سر خلاصی وپوهېږي، د دغې روزنې له لارې يې تردغه مهاله ذهن بشپړ پوخ شوی وي او د انفرادي او ټولنيز ژوند ټول يا لږ تر لږه زياتر هغو بنسټونو باندې پوخ ايمان او د هرې شېبې عمل ولري چې اسلامي شريعت يې لارښوونه كوي. مثال: دا يې كلك باور وي چې: كه د ځمكې او اسمان ټول ژوندي را ټول شي، يوازې همغه گټه يا زيان رسولی شي چې الله تعالی يې پرېكړه كړې وي، له دې ورهاخوا د الله تعالی د پرېکړو قلم د پرېكړو له لیکلو پورته شوی او د ليكليو پرېكړو پاڼې يې وچې شوې دي. يادا چې: د الله تعالی په نافرمانۍ كې د چا(كه څه هم مور، پلار او يا استاد وي)د خبرې منل نه شته، يا هم دا چې رښتونی مسلمان هغه دی چې بل مسلمان ته يې له لاس او ژبې د هيڅ زيان رسېدو وېره او اندېښنه نه وي او داسې ډېر نور… د غزې وگړو موږ ته د ډېر نور ترڅنگ په دې اړه هم دا را زده كړل چې د اولاد روزنه له څه وخته را پيل كړو؟ دوی چې لا زموږ له خوځښته هم كوم مطلب نشي فهمولی؛ څنگه يې پوه كړو او چې پر ژبه لا هم څه نشي ويلی؛ څنگه يې ور زده كړو؟ او دا څنگه چې د غزې ماشوم هسې پر ژبه څه وويلای شي، عقيده او اړوندې خبرې يې زموږ تر سپينږيريو هم پخې او پر كلك ايمان ولاړې وي؟. دا موږ ته را ښيي چې د غزې مېندو او پلرونو د دوی دغه زونه د دوی د زوكړې او عمر له هماغې۶مياشتينۍ څخه را پيل كړې او په خپلو كړو وړو يې تر ژبې، سمبالښت او نورو همدا عقيدوي روزنه پر پخه كړې ده.
خو زموږ د ټولنې زياتره مېندې او پلرونه بيا دا فكر كوي چې اولاد به يې هرڅه په مدرسه او مكتب كې زده كړي او بايد زده يې هم كړي. دا فكر سم نه دی، د روزنې بېلابېلې لارې، پړاوونه او مېتودونه دي چې تر ټولو ډېر يې د مور او پلار په واك كې او له دوی پرته يې هيڅ استاد او لارښود خلا نشي ډكولی. ايا داسې نه ده چې له زوكړې سره سمدستي او بيا تر ډېرې مودې يې بايد مور پالنه وكړي؟. سره له دې چې اولاد د پلار له نسبه وي او بيا چې د كوم ډول پالنې مسئوليت پلار ته ور له غاړې كېږي، هم به يې مور ورسره بشپړه همكاره وي او له پامه به يې نه باسي؟. ايا پلار هغسې شيدې او خواړه ور كولی شي او صحي ستونزې يې پېژندلی شي؟. د دې لامل دا نه دی چې زوكړه يې له موره ده، بلكې له دې وجې چې مسئوليت يې مور ته ور له غاړې دی او پكې له خاوند سره په گډه د خپل مسئوليت اړوند پالنې دوام يې دی چې پر خاوند او بل هيچا به يې نه ور پرېږدي. همداسې كومه روزنه چې په مسجد، مدرسه او مكتب كې ترلاسه كوي، هغه هر مور او پلار نشي ور كولی، نو د مدرسې، مكتب او استاد لخوا روزنه هم داسې ده چې له هغه سره په گډه يې مور او پلار ته د تېر پر دوام بيا هم د پر مخ وړلو، ورته پام او تر پاملرنې لاندې يې ساتلو مسئوليت ور له غاړې دی او په هيڅ ډول او پلمه يې پر استاد نشي ور پرېښودلی او نه يې هم استاد د اولاد په روزنه كې د دوی خلا او تشه ډكولی شي.
لكه څرنگه چې مور او پلار د هغې روزنې مسئوليت پر غاړه نه لري چې نه يې شي ترسره كولی او له أمله يې مسئوليت د استاد پر غاړه وي؛ هغسې استاد هم د هغې روزنې مسئوليت نه لري او نه يې همغسې ترسره كولی شي چې مور او پلار ته ور له غاړې وي او ترسره كولی يې شي، نو چې مور او پلار، استاد، مسجد، مدرسه او مكتب هر يو پر خپل ځای د روزنې خپل مسئوليت ترسره كړي او په گډو مواردو كې يې هم لاس سره ور كړي؛ د اولاد د فكر او شخصيت جوړونه را منځته كېږي او دا د ټولو موخو او پرمختگونو بنسټ هم دی. اولاد كه په ښه توگه ونه روزل شي، غوره تربيه ور نكړله شي او يامور او پلار د خپلو اولادونو روزنه، پالنه او ورته پاملرنه پر استاد، مدرسه او مكتب ور پرېږدي، هغسې يې روزنه هيڅ شونې نه ده څنگه چې مور او پلار ته ور له غاړې او هغوی يې خپله كولی شي، يا يې له استاد، مسجد، مدرسې او مكتب سره د گډ رول په ترسره كولو كې چې كولی شي. نو د مسجد، مدرسې او مكتب شاگردانو د استاد روزنه پر خپل ځای، خو ورسره هممهاله او پرلپسې يې د مور او پلار يا سرپرست ورته بشپړه پاملرنه هم تر بسې مهمه ده.