د اختلاف اصلي ټكی او تبليغاتي هنګامه يې !!

محسن سعود د قدس شريف پر لمن او د غزې پر پاكه خاوره د لوېديځ او خليج د جگړې د هرې شېبې راپورونه او د لوېديځ پر نغوته او گټه يو اړخيز تبليغات مو ټول هماغسې شېبه پر شېبه تعقيب كړي او له لارې يې په هرڅه او د تحليل له بېلابېلو زاويو پر لا […]

محسن سعود
د قدس شريف پر لمن او د غزې پر پاكه خاوره د لوېديځ او خليج د جگړې د هرې شېبې راپورونه او د لوېديځ پر نغوته او گټه يو اړخيز تبليغات مو ټول هماغسې شېبه پر شېبه تعقيب كړي او له لارې يې په هرڅه او د تحليل له بېلابېلو زاويو پر لا ډېر څه پوهېږو. هو ! يو اړخيز چې په ټس كې يې عام ژورناليزم، رسنيز فعاليت او د واقعيتونو رښتونې انځور گري د گرمې جگړې په لومړيتوبونو كې نيول شوې او پر قطر دولت د الجزېرې خبري او رسنيزې نړيوالې شبكې د مهارېدني غږ، د هغې په گډون د گڼو نړيوالو او سيمه ييزو شبكو تر۱۳۲تنو خبريالانو وژل، د شفاء روغتون په وروستۍ پېښه كې د الجزيرې خبريال اسماعيل الغول نيول كېدل او د امريكايي چارواكو په أمر د قطر هېواد او الجزيرې مشرتابه لخوا د الدويري لواء پوځي تحليلگر گوښه كول يې ښه شواهد بللی شو. پر لا ډېر څه د پوهېدو او د هغه څه په لړ كې چې زه يې فكر كوم؛ يو ټكی د لوېديځ او اسرائيلي رژيم ترمنځ گڼ اختلافات او هممهال همكارۍ دي. يو حديث شريف له خپلمنځي ناندريو او اختلافونو د ډډې كولو سپارښتنه كوي چې بني اسرائيل(يهود-اسرائيل-صهيونيستان)هر وخت پر كوم حشر او برخليك اخته شوي يا اخته كېږي؛ له دې أمله چې داسې څه به نه وي چې دوی پكې ناندرۍ او اختلاف نه وي را منځته كړی.
د حديث پر استناد يهود پر خپل بشپړ تاريخ تر خپل منځ او ملاتړو سره كله هم په يو ټكي نه دي را ټول او جوړ شوي او همدا يې تل د ماتې، ذلالت او خپلمنځي ځپونكو ناندريو لامل هم دی چې آن د يهوديت له كرښې ورهاخوا يې هم درزونه اچولي. د همدې اختلافونو له وجې يهود په لومړي وېش كې دوه برخو ته وېشلي چې يو يې پر اسرائيلي واك او دولت باور لرونكي دا نازي جگړه مار دي او بل يې حريديم او عقده يي مذهبي يهود دي چې پر ياد واك او دولت باور نه لري، نو له مودو راهيسې معافيت وروسته يې اوس دغه رژيم پر وچ زور هم پوځ كې نشي جذبولی، خو له مذهبي پلوه د مسلمانانو پر وړاندې سخت دريځي او توندلارې دي چې پر دې هرڅه سربېره دولت منونكي د مذهبي يهودو له دغې توندلارۍ پر استفاده هغه نړيوال اصول او مقررات شاته كړي چې د اسرائيلي دولت او واك منلو غوښتنه او اسرائيل پرې د لوېديځ پر نړيوالتوب ور كډ دی، يانې په نړيوالتوب كې هم د اختلاف ښكار دي. آخوا بيا مذهبي يهودان يوازې د خپلې عقده يي تندلارې له مخې د دولت منونكو له دريځه په استفادې او ملاتړ د مستضعفو مسلمانانو او مظلومو فلسطينيانو پر وړاندې له هيڅ جنايته مخ نه اړوي.
پر همدې اختلافونو يې عيسائيت هم كاتوليك او ارتدوكس ته ويشلی دی. كه څه هم اوس بيا د لوېديځ رسنۍ او تبليغات گرسره د يهودو د خپلمنځي او له خپل بادار او ملاتړو نړيوالو سره يې در اختلافونو سرندې غږوي، خو يوازې ترې په تبليغاتي استفادې پكې د خپلې فكري جگړې موخې لټوي او نږدې بشپړ تركيز يې پر دې دی چې د صهيونيستانو خپلمنځي او له ملاتړو سره د اختلاف ټكي يوازې د جگړې د ډگر وضعيتونو اړوند وښيي او پرې له هغه تور داغه چې د رسنيزې او نړيوالې بشرپالنې پر ټنډه يې په گډه جوړوي؛ په څرگنده ځانونه سپين كړي. خو نړۍ ويني چې كه د همدوی مالي، جگړه ييزې، استخباراتي، سياسي، تبليغاتي او گام پر گام هراړخيزې همكارۍ نه وي او لا يې اختلافي ټكي هم همدغه وي؛ مزدور اسرائيلي رژيم يې ورته د ټينگې نه دی، خو داسې نه ده. پر هر ډول مرستو سربېره د نړيوالو سازمانونو لخوا د ياد رژيم د همدې اختلافي كړنو محكوميت د دغو كړنو مخالفه امريكا ويټو كوي، په خورا سپين سترگۍ دغه كړنې هم هغه توجېه كوي او له اړوندو څرگندو او آن خپله يې پر رژيم د ور تاوان كړيو واقعيتونو څخه بيا وروسته انكار هم د همدغو كړنو مخالفه، غندونكې او ترې اندېښمنه امريكا كوي چې د غزې د وگړو له عام وژنې د بلېنكن وروستی انكار يې ښه بېلگه ده.
نو پر يادو ټكو د اختلاف تبليغاتي هنگامه كومه مانا لري؟. بلكې دغه هنگامه د اسرائيلي رژيم او لوېديځ گډ هدف همدغه ټكي په گوته كوي چې سرچپه تبليغ كېږي(خو پر بشري انگېزه د ولسونو او اشخاصو د اختلاف لامل دي)، لوېديځ له رژيم سره په همدې هدف كې همكار دی، د جگړې او د اړوندو وضعيتونو او واقعيتونو قومانده په لاس كې لرل غواړي او په واقع كې د اختلاف اصلي ټكی يوازې هغه مرموزې شخصي او سياسي موخې او گټې دي چې يوازې پر همدوی اړه لري. لوېديځ پر خپلو دغو همكاريو او ملاتړ يوازې خپلې سياسي، استخباراتي، اقتصادي او شخصي گټې، موخې او له جگړې څخه يې د ورته متوجې زيان مخنيوی لټوي چې دواړه په اسرائيلي رژيم پورې غوټه او د غزې په جگړه كې ويني او د آلې په توگه يې ورته كاروي، خو ياد رژيم ورته خپلې كټې او موخې لټوي چې د جگړې پر ډگر دغه ټكر تر چاودېدونكې كچې ننگونې ورته را ولاړې كړې دي. دا چې د يهودي خاصيت او ځانگړنې په توگه يهود او ملاتړي يې په كور دننه او بهر، پر سيمه ييزه او نړيواله كچه د غزې د جگړې پر تړاو د اصلي او تبليغاتي(په بشري انگېزه د ولسونو او اشخاصو د اختلاف لامل)گڼو اختلافونو پر اغېز له نږدې چاودېدونكو وضعيتونو سره مخ دي؛ كه يې د ضعف د نقطې په توگه په خپله گټه را څرخولو سره استفاده ترې وشي او رسنيز او تبليغاتي كار پر وشي، پر بشپړ باور حقيقت موندلی، وركې نغښتې ماتې او ذلالت يې تحقق پيدا كولی او يوه نوې تجربه يې ننداره كولی شو.