په زابل کې د لسو غوره لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

  دغه سيالۍ د زابل د کرکټ امريت په نوښت او رهبري د ولايت په کچه د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د دوهم درجه (ګريډ٢ ) په نوم نن چهارشنبه پيل شوي چې د افتتاح په مراسمو کې د زابل د کرکټ مسٶل محبوب محبت، دولايت مقام د دفتر رٸيس ملا احمد مختار فعال ځوان […]

 

دغه سيالۍ د زابل د کرکټ امريت په نوښت او رهبري د ولايت په کچه د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د دوهم درجه (ګريډ٢ ) په نوم نن چهارشنبه پيل شوي چې د افتتاح په مراسمو کې د زابل د کرکټ مسٶل محبوب محبت، دولايت مقام د دفتر رٸيس ملا احمد مختار فعال ځوان روح الله حکيمي برخه درلوده د دې سياليو څخه به شپږ مخکښي لوبډلي اول درجه (ګريډون)سياليو ته لار مومي او هلته به ټولي لوبډلي د ليګ په شکل سره مخامخ کيږي او د ګريډون سيالۍ به ٥٠ اوريزى وي.

د زابل د کرکټ مسٶل محبوب محبت وويل چې دا سيالۍ پدې موخه جوړي شوي چې ترى غوره لوبغاړي و مومي او راتلونکي کې د زابل څخه ښه لوبغاړي د افغان کرکټ لپاره پيدا او توليد کړي.

د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم د کرکټ برخه کې د زابل کرکټ امريت لاسته راوړني وستايلي او کرکټرانو ته يې د هر ډول ملاتړ او تشويق ډاډ ورکړ
د یادونې وړ ده چې د لومړۍ درجه ګريډون سيالۍ به د کوچنې اختر وروسته د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ تر سره شي.