هو رښتیا یوه مهربانه لمر غروب کړی!

صفي الله ”احساس“ د شهید سعید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د پنځم تلین په مناسبت. هسې خو هم زموږ د ټولو مشرانو او امیرانو قیام، جهاد او مبارزه د الله تعالی په سپېڅلې لار کې د هغه (جل جلاله) د رضا د حاصلولو ترڅنګ د کفر، فساد د له منځه وړلو، […]

صفي الله ”احساس“

د شهید سعید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د پنځم تلین په مناسبت.

هسې خو هم زموږ د ټولو مشرانو او امیرانو قیام، جهاد او مبارزه د الله تعالی په سپېڅلې لار کې د هغه (جل جلاله) د رضا د حاصلولو ترڅنګ د کفر، فساد د له منځه وړلو، د اسلامي نظام د نفاذ، د هیواد د استقلال، آزادۍ را وستلو او مؤمِن کړېدلي اولس ته د هوسا او آرام ساه ورکولو او هغوی له ظلمونو څخه د خلاصون په پار و او ده، خو باید ووایم چې په دې برخه کې په هیواد باندې د کرغېړن اشغال وروسته په نسبي ډول شهید اختر محمد منصور صاحب تقبله الله تعالی ډېرې بې سارې هلې ځلې او تکلیفونه وګالل.

شهید منصور صاحب هغه څوک و چې د جهاد په سپېڅلې مبارزه کې یې خپل ټول خدای ورکړی ژوند صرف کړ، په دې پاکه او سپېڅلې لار کې یې له هیڅ ډول تکلیف او سختۍ څخه ځان درېغ نه کړ، د الله تعالی د رضا او سپېڅلې کلیمې د لوړوالي په خاطر یې د ژوند هرڅه ته شا کړه او خپل ټول ژوند یې د الله تعالی په سپېڅلي عبادت باندي منوَر او سپېڅلی کړ او هم یې په دې لار کې ځان لولپه او ایره کړ.

شهید منصور صاحب تقبله الله یو جامع شخصیت و، د سپېڅلې مبارزې په هر ډګر کې ترې رڼا اخیستل کېده، تیاره لار پرې روښانه کېده او روښانه کېږي.

شهید منصور صاحب د شوروي او امریکايي اشغال او کمونیستانو په خلاف د هیواد په مختلیفو ولایتونو کې په ډېرو پوځي عملیاتو کې پخپله پوره ونډه اخیستې ده، په دې لار کې یې په ځان باندې د بې شمېره تکلیفونو او سختیو تر څنګ زخمونه هم ګاللي دي.

د منصور صاحب ژوند که څه هم له بې شمېره کړاوونو او چلېنجونو څخه ډک و خو بیا یې هم خپل ټینګ عزم او سپېڅلې مبارزه په پوره همت او مېړانې سره پر مخ وړله او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې له خپل عزم او قوي ارادې څخه په شا نشو.

منصور صاحب هغه څوک و چې د کفر، اشغال او فساد په وړاندې د جهادي مقاومت دفاعي حالت یې په جبهیي او تعروضي حالت بدل کړ، مجاهدینو او اولس ته یې نوې روحیه ورکړه او هم یې هیواد د فتحو تر درشله ورساوه، د آزادۍ نوي زېري یې له ځان سره راوړل او د مجاهد ملت مړاوې شوې هیلې یې بېرته را ژوندۍ کړې.

شهید منصور صاحب هغه شخصیت و، چې په سختو حالاتو او ترېنګولو شرائطو کې یې اسلامي امارت په سیاسي او پوځي ډګرونو کې داسي وځلاوه چې په ځلا یې د دښمن سترګي وبرېښېدلې.

شهید منصور صاحب د امارت د زعامت وظیفه کټ مټ د خپل سلف امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په څېر ترسره کړه او په دې لار کې یې یو داسي منظم او مرتب قانون تر شاه پرېښود چې لا اوس هم په سیاسي او نظامي ډګرونو کې پلی او الهام ترې اخیستل کېږي.

د شهید منصور صاحب تقبله الله کارنامې او ښېګڼې دومره زیاتې دي چې قلم لا څه آن چې تصور کول یې څخه سړی عاجزوي؛ خو دومره ویلی شو چې منصور صاحب د الله تعالی د لارې یو سپېڅلی او حقیقي لاروی و، په الله تعالی یې توکل محض و، داسې توکل چې آن د سفر او حضر په مهال به یوازې او تنها اوسېده، د ځان د ساتني په موخه به یې له ځان سره هیڅ کوم کس او ملګري نه پرېښوده، یوازې به یې په الله تعالی توکل و او په الله تعالی به یې ځان سپارلی و.

منصور صاحب په ژوند کې د الله تعالی په لار کې مقبول شهادت او په دې لاره کې ځان لمبه او لولپه کول له لویو او سترو ارمانونو څخه و، چې بالآخره همدا ستر ارمان یې الله تعالی لکه چې یې غوښت هم هغسې ور پوره کړ او د یو جهادي سفر په مهال د دښمن د یوه ناڅاپي او نامرده برید په مهال شهید شو او روح یې خپل حقیقي بادار ته وسپاره.

نحسبهم کذالک والله حسیبهم.