هغه رهبر چې د نړيوال فشار سربېره يې د اسلامي امارت رهبري منظمه وساتله

لیکنه: عمر بريال کله چې ثالث عمر (رحمه الله) وفات شو د اسلامي امارت رهبري له نړيوال ګواښ سره مخ وه، د نړيوالو د فشار سربېره هره لحظه د تحریک د پاشل کېدو او د مرګ ګواښونه موجود وو، د دې رهبرۍ د پاشل کېدو لپاره په کور دننه او بهر هڅې روانې وي، ټولو […]

لیکنه: عمر بريال

کله چې ثالث عمر (رحمه الله) وفات شو د اسلامي امارت رهبري له نړيوال ګواښ سره مخ وه، د نړيوالو د فشار سربېره هره لحظه د تحریک د پاشل کېدو او د مرګ ګواښونه موجود وو، د دې رهبرۍ د پاشل کېدو لپاره په کور دننه او بهر هڅې روانې وي، ټولو دښمنانو هڅه کوله چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د پاشل کېدو امتياز د ځان کړي، د ثالث عمر رحمه الله مړینې د اسلامي امارت په هر غړي د وارخطايي رعب پرېیښی و، په دې حساسو شېبو کې داسې يوه رهبر ته اړتیا وه، چې دا ممکنه پاشل شوې او وارخطاء رهبرې بيا منسجمه او د جهاد صفوفو ته چمتو کړي.

که څه هم د انګريزانو له شکست وروسته د هغه وخت مجاهدين د شرعي نظام په نفاذ ونه توانېدل يو عمده لامل يې د مشرانو له شهادت وروسته د بل مشر ټاکل و، چې دوی پرې و نه توانېدل، کله چې انګريزانو د مجاهدينو مشران شهيدان کړل نو د بل مشر د ټاکلو وړتیا له دوی سره نه وه، ځکه خو يې نه د جهاد اهداف پلي کړل او نه هم د بيا رهبرۍ په چمتو کولو وتوانېدل.

اسلامي امارت ته له پخوا دا تجربه شوې وه چې رهبري کولی شي د خپلو لارویانو ټول اهداف تحقق او ارمانونه پوره کړي، که رهبري له فساد څخه مبراء وي نو راعيان هر ګيز وه فساد ته د ورتګ جرئت نه شي کولی.

د ثالث عمر رحمه الله د مرګ خبر دوه نيم کاله ځکه د اسلامي امارت رهبري شورا پټ ساتلی ؤ، چې د اسلامي امارت په رهبرۍ ظاهري اثرات پرې نه باسي، که څه هم د ثالث عمر رحمه الله مرګ د اسلامي امارت د هر غړي په خواشينۍ تمام ؤ، خو د نوموړي د مرګ پټ ساتل هم د شهيد منصور تقبله الله هغه ابتکار ؤ چې دا رهبري يې له ګواښ څخه وژغورله او دا سپېڅلی صف يې داسې منظم کړ چې د ټولو نړيوالو په وړاندي يې تر ننه مبارزه ګړندۍ ساتلې ده.

د ثالث عمر رحمهذالله له وفات وروسته د امير المؤمنين ټاکلو دا رهبري د پخوا په نسبت ډېره متحده کړه، په صف کې يې د وارخطايي او ډار ټولې فلسفې مهار کړې، رهبري يې داسې مضبوطه کړه چې د اسلامي امارت د رعيانو تصور لا نه ؤ چې دا صف دې بيا منظم شي.

تر ثالث عمر رحمه الله وروسته شهيد رهبر د دې رهبرۍ داسې يوه نمونه وه چې په ډېره کمه موده کې يې د اسلامي امارت په رهبرۍ کې ډېر عالي او کاميابه نوښتونه رامنځ ته کړل، د پخوا په نسبت يې په نظامي تاکتيکونو کې ژور بدلون راوست، په امريکایانو د سترو بريدونو کاميابه پاليسي تر ډېرې اندازې د ده ابتکار ؤ، د ده تر رهبرۍ لاندې په امريکایي اشغالګرو څو موثرو بريدونو امريکایان دېته مجبور کړل چې د زور له فلسفې سياست ته تنزل وکړي، د امريکا غرور له زور څخه خبرو ته د شهيد منصور تقبله الله ځانګړو نوښتونو را ټيټ کړ، چې بالاخره په دې وروستيو کلونو کې د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ داسې يو تفاهم نامه را منځ ته شوه چې په اساس به يې امريکا افغانستان پريږدي.

دا چې د دوحې تړون په مکرره توګه نقض شوی هغه جلا بحث دی؛ خو د دوحې تړون د افغانستان په جګړه کې ژور بدلون راوستی دی، آن تر دې چې د اشغال د پای شېبې د هم دې تړون پيلامه ده.