هآ چې د امت سترګي ور واوښتې!

سالم ځيرک د ټولې نړۍ استخبارات شپه او ورځ لګیا دي تر څو د طالبانو تر منځ جداوالی ایجاد کړي، دا بنیان مرصوص صف ونړوي، خو لله الحمد دا صف یې و نه شو وېشلای، هغه مهال چې د لوی ملا صاحب رحمه الله د وفات خبر لاس په لاس شو؛ دا خبر د ځنګله […]

سالم ځيرک
د ټولې نړۍ استخبارات شپه او ورځ لګیا دي تر څو د طالبانو تر منځ جداوالی ایجاد کړي، دا بنیان مرصوص صف ونړوي، خو لله الحمد دا صف یې و نه شو وېشلای، هغه مهال چې د لوی ملا صاحب رحمه الله د وفات خبر لاس په لاس شو؛ دا خبر د ځنګله د اور په څېر، په جهان کې په ساره او اوږده خپور شو.

دا په ظاهره د یو چا د مرګ خبر خو په حقیفت کې د یوه کاروان او یوه ولس د روح وتلو په معنا و، د امارت له کشره تر مشره پر ټولو د دې صف د انشعاب او ټوټه کېدو خپسې پنجه ښخه کړې وه، هر چا داسي انګېرله چې د کلونو مبارزه او د شهیدانو سپېڅلې وینې نور هدر شوې، آن تر دې چې ځينو د شهرت او واک لیونیو د یوه نوي امارت اعلان هم وکړ.

په همدې توپاني حالت کې مو هیواد له یو نوي سرطان سره مخ و، ټولې نړۍ تبلیغات کول او له داعشه یې راته کاغذي پړانګ جوړ کړی و، خو د لوی خدای جل جلاله فیصله بیا بېله وه، په همدې وخت کې د الله جل جلاله د شفقت او خاص رحمت یو نوی څرک؛ د مسلمة امت تر منځ سر را ښکاره کړ، د نفاق دا توره بلا یې په خپل اخلاص، تقوا او نهایت ځراکت دړې وړې کړه، د داعشي فتنې پر مرۍ يې پښه کېښوده او دا فساد يې په نطفه کې خنثی کړ، خپل صف یې د اتحاد په مزي داسي کلک کړ چې بېلول يې اوس د هر چا له وسه بر دی.

دا د جګړه ییز ډګر نومیالی قومندان او د سیاسي میدان وتلی رهبر ملا اختر محمد منصور تقبله الله و، چې په ډېر لنډ وخت کې د امارت پوځي لیکي یې په قطعاتو ووېشلې، نظامي ځواک يې د یو جوړ نظام په څېر منظم، هغه طالب چې له مرګ، زندان یا تسلیمۍ ور ها خوا یې بل انتخاب نه درلود سیاسي سټيج ته داسې ورپورته کړ، چې نړیوالو قوتونو یې پر سیاسي درایت او قوي مدیریت اعتراف وکړ.

هوکې! همدا د سپېڅلي کاروان سرلاری منصور صاحب و چې د لوی ملا صاحب لښکر یې په سختو شرایطو کې هم د پرمختګ په حال کې وساته، دده تر مشرۍ لاندې د ولایاتو مراکزو سقوط وکړ، دا په داسي حال کې و، چې په ګرده اسلامي نړۍ کې په اسلامي فکر سمبال خوځښتونه د کفري هیوادونو د نوي پوځ (داعش) له لوري له سختو چیلنجونو سره مخ وواو په ډېرې چټکۍ يې سیمې له لاسه ورکولې، په همدې حالت کې د ټول امت سترګې همدې واړه، خو د ایمان په وسله سمبال ټولي، د دوی د فولادي هوډ خاوند رهبر ته ور اوښتې وې او شهید منصور صاحب یې د امید وروستۍ څرک باله.

خو وخت ډېر ناړامه لټ وخوړ هغه امیر چې ټولې هیلي وربورې تړل شوې وې، له نن څخه پنځه کاله وړاندې د صلیبي وحشیانو په هوايي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. (انا لله وانا الیه راجعون) الله جل جلاله دې جنت الفردوس ورنصیب کړي.

هوکې!! منصور صاحب وکوچېد خو تر شا یې داسې قافله پرېښوده چې دده د هیلو او ارمانونو د تحقق لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې، منصور صاحب د تاریخ یو زرین باب شو داسې چې عمر یې لنډ خو د کارنامو او افتخاراتو پاڼې یې له شماره وتې دي، رښتیا ده چې د ملتونو تاریخ د هغو شازلمیو په وینو لیکل کېږي چې توېدلو ته بې تابه وي کله چې ویني وچې شي د تاریخ په لیکلو کې اوښکو ته اړتیا نه پیدا کېږي.