فرهنګي خدمت ته د شهيد اميرالمؤمنين پاملرنه

د شهید اميرالمؤمنين (تقبله الله) د پنځم تلین په یاد م. محب الله ګرمسیری شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب دي الله تعالی غرق رحمت کړي، زه به د نوموړي هغه کارکردګي چې زموږ سره د امریکایانو د اشغال په لومړیو کلونو کې په مطبوعاتي ډګر کړی وه، لږ څه تشریح کړم. په (2005) میلادي کال کې […]

د شهید اميرالمؤمنين (تقبله الله) د پنځم تلین په یاد

م. محب الله ګرمسیری

شهید امیرالمؤمنین منصور صاحب دي الله تعالی غرق رحمت کړي، زه به د نوموړي هغه کارکردګي چې زموږ سره د امریکایانو د اشغال په لومړیو کلونو کې په مطبوعاتي ډګر کړی وه، لږ څه تشریح کړم.
په (2005) میلادي کال کې چې کله شهید حافظ فضل محمدصاحب د شهيد منصور صاحب لخوا د فدایانو لپاره آمر وټاکل شو نو منصور صاحب ماته وویل، چې تاسو به د نوموړي سره مطبوعاتي کار کوئ! لکه د فدایانو سوانح لیکل، د شهادت موقعیت او تاریخ لیکل او بالفرض که کوم فدايي د یادګاري ویډیو غوښتنه کوله، چې تر شهادت وروسته یي خپل کورته ولیږي دا کار هم ستاسو مسؤلیت دی.
دغه راز که یو اولسي سړی د اشغالګرو کفارو په مقابل کې یوه تاریخي کار نامه وکړي، لکه په شاولیکوټ کې د کوچني غازي (عبدالکریم ) په نوم یو پنځلس کلن هلک یو کاناډايي افسر د شا لخوا پر سر په تبر وواهه او ځای پر ځای يې وواژه.
دغه راز یو ځوان په میوند کې پر یوه امریکايی عسکر تیل وپاشل او اور یي ورکړ.
دغه راز په ساروان کلا کې یو معلم صاحب امریکایي افسر په ډبره وواژه اوداسې نور واقعات، چې ټول زما سره ثبت دي.
د دې مسؤلیت سربیره یي ماته په همدې کال یو مطبوعاتي ګروپ جوړ کړ، چې بیایي موږ ته لس دانې ډیجیټل کېمرې واخیستې، هغوی بیا په لومړي ځل د کندهار پاشمول او د هلمند موسی کلا ته ولاړل چې د پاشمول د مطبوعاتي ګروپ مشر ملا اسحاق نومیدی د شهید مولوي عبدالحنان صاحب سره ملګری وو او د موسی کلا د مطبوعاتي ګروپ مشر د شهید ملاعبدالمنان اخوند سره ملګری وو.
تریوکال کار کولو وروسته دواړه مطبوعاتي ګروپ مشران په شهادت ورسیدل.
شهید ملا اسحاق په پاشمول کې په یوه داسې وحشتناک بمبار کې شهید شو چې جسد یي لا اوس هم ورک دی.
بیا چې کله زه په همدې کال د جنوب غرب حوزې د فرهنګي چارو د کمیسیون مسؤل شوم نو شهید منصور صاحب له موږ سره په فرهنګي برخه کې هم سخته ډيره همکاري کوله او دې کارته يې ځانګړی اهميت ورکاوه.